کور / تازه خبرونه / د کندهار مرستيال والي د ميوند ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه

د کندهار مرستيال والي د ميوند ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولابت مقام مرستيال انجنېر محمد قادري او ورسره پلاوي نن له غرمي وړاندي د ميوند ولسوالۍ ته سفر وکړ ، هلته يي د حکومتدارۍ ،امنيتي او پرمختيايي چارو څخه د نژدې ليدنه وکړه او په ياده ولسوالي کي يې د قومي مشرانو او سکتوري رئېسانو سره ليده کاته وکړه .
د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي عبيدالله په خپلو خبرو کي امنيت ښه وباله او يادونه يې وکړه چي په دې ولسوالۍ کي کارېزونه وچ سوي چي د دې ولسوالۍ زراعت ته يې ضربه ورکړې .
په غونډه کي اړوندو کسانو په خپل وار سره خبري وکړې او په پاى کي مرستيال والي هغوى ته ژمنه ورکړه چي ډېر ژر به يو د اوبو د ډم د جوړېدو د سروې په موخه يو پلاوى دې سيمي ته رالېږلي .
ميوند ولسوالي د کندهار ولايت يوه زراعتي او دوهمه درجه ولسوالي ده چه د کندهار ښار و غرب لوري ته په ۷۰ کيلومترۍ کي د کندهار هرات پر لويه لاره پرته ده.