اسلامي حزب په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي په کندهار ولايت کي يې څلور امريکايان وژلي . د خبرپاڼي په حواله چي ياد شمېر امريکايان يې د دې ولايت په تخته پل ولسوالي کي هغه وخت ووژل چي کله يې د هغوى يو ټانګ په ماين والوزاوه او پکښي سپاره څلور امريکايان يې ځاى پر ځاى ووژل .
په دې اړه تر اوسه خپله ا مريکايانو څه نه دي ويلي .