کور / تازه خبرونه / کندهار : د ګمرک زړه وداني د ښاروالۍ رياست ته وسپارل سوه

کندهار : د ګمرک زړه وداني د ښاروالۍ رياست ته وسپارل سوه

د کندهار ښار د ننه ددې ولايت د ګمرک مخکنۍ ودانۍ د افغان ولسمشر د فرمان سره سم نن د يولړ مراسمو پرمهال د کندهار ښاروالۍ رياست ته په واک کي ورکول سوه.
د ګمرک رئېس عزيزالله جلالزي خبريالانو ته وويل چي تر اوسه لا سوداګر د يادي ودانۍ څخه کار اخلي او ډېر ژر به خالي سي .

کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د ګمرک رياست د زړې ودانۍ د ترلاسه کولو پرمهال وويل چي ياده او شاوخوا نوري ودانۍ به د ښاروالۍ له لوري استملاک سي او ښار به پراخ او ګڼه ګوڼه به پکښي کمه سي . نوموړي وويل چي په ګمرک او شاوخوا ودانۍ به تر استملاک وروسته په نوي او عصري ډول جوړي سي او هغو کسانو ته به د کار زمينه برابره سي چي تاسيسات يې استملاک کېږي .