د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د امنيه قومندانۍ لپاره جوړه سوې ودانۍ نن له غرمې وروسته د يو شمېر مراسمو په ترڅ کي چي د کندهار ولايت د والي مرستيال ، امنيه قوماندان او نور ګډون کړى ود پټۍ په پرېکولو سره رسماً پرانستله سوه.
د دې ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي د ودانۍ په اړه وويل چي ياده ودانۍ په دوه پوړه کي د ټولو لوازمو په درلودلو سره د امريکا د متحدو ايالاتو د پوځ له خوا د ٦ لکه ٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه سوې ده.
په يادو مراسمو کي هر يو پخپل وار سره خبري وکړې او د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان سالم احساس د نورو خبرو تر څنګ غوښتنه وکړه چي ملکي خلک دي خپل زامن د پوليسو او ملي اردو په ليکو کي ودروي .