طالبان وايي د بيا رغوني کارکوونکي دي زموږ د کارو مخه نه نيسي
په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن تر ډيره له طالبانو سره د تماسونو لپاره د امريکا په هڅو او د سړک جوړونې په کارکوونکو د حملې په اړه د طالبانو په دريځ بحثونه کړي، چې حميد مومند په لاندې راپور کې راچاڼ کړي دي.
ويسا:
ويسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ځينو باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې امريکا ګراسمن ته له طالبانو سره د اړيکو د ټينګولو ماموريت سپارلې دې.
ورځپاڼه ليکي، چې امريکا غواړي، په را روان جولاي مياشت کې د خپلو ځواکونو له ايستلو مخکې له طالبانو سره بيا خبرې وکړي او په هغوي کې باورې څيرې پيدا کړي.
خو ورځپاڼې د امريکا د دغو هڅو په اړه د ځينو افغان او پاکستاني سياستوالو نظر راخيستې او ليکلي، چې د امريکا د دغو هڅو يوازنې هدف دادې، چې په سيمه کې هر ډول بدلون د دوي په خوښه راشي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بيا ليکلي، په داسې حال کې، چې په نړېواله کچه له طالبانو سره د خبرو لپاره هلې ځلې زياتې شوي په افغانستان کې دننه ځينې کړۍ او ځينې ختيځ هېوادونه بيا له دې بهير سره مخالفت کوي.
د ورځپاڼې اشاره تر ډيره روسيي ته ده، چې ممکن په راتلونکې اونۍ کې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو له ايستلو سره مخالفت وکړي او په دې برخه کې د ويټو حق وکاروي.
ورځپاڼې وړاندې د روسيي د مخالفت علتونو ته هم اشاره کړې او ليکلي، چې له طالبانو سره د مخالفت اساسي علت له چيچن وسله والو سره د طالبانو خواخوږي ده.
خو ورځپاڼې په وروستي تحليل کې دا سپارښتنه کړې، چې په افغانستان او سيمه کې د امنيت د ټنيګښت يوازينۍ لار سوله ده او روسيه بايد په دې برخه کې مخالفت نه بلکه ملاتړ وکړي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپانې له تور لېسټ څخه د يو شمېر طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو په اړه ليکلي، چې افغانان له دې هڅو ملاتړ کوي.
ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د ملا ضعيف تبصره هم راخيستې او ليکلي، چې که د هغو طالبانو نومونه، چې اوس مهال په جګړه بوخت دي له تور لسټ څخه لرې شي، نو دا به د سولې او پخلاينې له روان بهير سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د سړک جوړولو په کارکوونکو د وسله والو حملو په اړه د طالبانو نوې دريځ بله مهمه مسئله ده، چې نن ځينو ورځپاڼو راخيستې.
ويسا:
ويسا په خپل لومړي مخ کې ليکلي، چې ملا عمر له خپلو کسانو غوښتي، چې د سړک جوړولو او د بيارغونې د نورو پروژو په کارکوونکو بايد حملې ونه کړي.
د ورځپاڼې په وينا د مفتي رحماني په نامه د يو کس له خوا شوې دا غوښتنه، چې د ملا عمر په استازيتوب يي له رسنيو سره خبرې کړې له هغه دريځ سره څرګند توپير لري، چې طالب ويندويان يي څرګندوي.
سرنوشت:
سرنوشت ليکلي، چې د مفتي رحماني په نامه دې کس بيا د بيارغونې له کارکوونکو غوښتي، چې د طالبانو د کارونو په وړاندې خنډ نه جوړوي او نه دې هم د دوي په اړه چا ته معلومات ورکوي.
خدمتګار:
خدمتګار بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليک کې ليکلي، چې د جيش محمد په نامه يوه ډله د کونړ په سيند د اوبو د بندونو مخنيوې کوي.