کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان- ۱۱مه برخه

سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان- ۱۱مه برخه

ددې ناول تېره برخه له دې ځايه ولولی


« نو ایا   دسلطان  دهونیاډې  څخه  د بدلې د اخستلو او په هنګري  باندې  د لښکر کشۍ  اراده  پری  ایښې ده؟ »
دابوجعفر دخبرې  په ځواب کې سلیم پاشا وویل : « نه ! سلطان دصلیبي لښکرو پرخلاف   تل  دخپلو عسکرو په تیارولو  کې  مصروف  وي ……د خپلې خور د میړه  دخلاصون  لاره یی  یواځې  د دیپلوماتیکو لارو  څخه اړیکي نیولي  دي .
نن سبا سلطان د څلورو خواو څخه په  غمونو کې  را ګیر  و . دهغه  مشر زوې  علاوالدین  هم اوس  ژر  تر ژره  دهغه ځاې ناستې  نه شو کیداې .  نو که چیرې په همدې حالاتو کې  سلطان  ووژل شي نو د عثماني سلطنت  دروازې به په  مکمله توګه و تړل شي »
دسلیم پاشا دخبرو د اوریدو په وخت کې  ابوجعفر دخندا اوخوشحالۍ نه شین  و  اوبیا یی وویل :
« ته  څنګه دا  ویلې  شې  ؟ د سلطان کشر زوې  شهزاده محمد هم دادې د ځوانۍ په  درشل کې پښه  ږدي .»
« نه  ! مقدسه پلاره ! له یوې خوا محمد ډیر کوچنې دې ،او دسلطان د وژلو وروسته  به هغه ددې  جوګه  نه وي  چې  د عثماني سلطنت  تخت باندې کیني  او سلطنت  کنترول کړاې شي . بله خبره  داده  چې  هغه  ډیر بې عقله او  نا اهله  دې .  مونږ  ته  دعلاوالدین  له لورې  پوره ګواښ  موجود و  چې  د علاوالدین په لمنځه وړلو سره به هغه  د تل  له پاره  تم شي .
ابوجعفر ډیر  خوشحاله و .  د سلیم پاشا  دخبرو څخه هغه داسې انګیرله چې  اوس نو د اورنه   لوبه دهغه په لاسو کې  ده . خو په ناڅاپې توګه د سلطان  خاموشي ورته  را یاده  شوه . ددې سره  نا ارامه  شو  او سلیم پاشا ته یی وویل :
« لوګان !  زما شپږم  حس  د سلطان  له  لورې   ډاډمن  نه دې .  ماته هره شیبه  داسې  څرګندیږي  چې  دسلطان څارونکې  ډله  زما  پټه  څارنه کوي . اوهمدا اوس  هم  دلته چیرې   موجود  دي ….. نن  ماته ددې له پاره را بللې یی  چې دمارسي د روغتیایی حالت په اړه درڅخه وپوښتم ، زه پوهیږم چې  زه باید ددې نه زیات  په اورنه کې پاته نه شم .
سلیم پاشا  د ابوجعفر خبرې په ډیر غور اودقت سره واوریدې  خو کله یی  چې دابوجعفر د تللو خبره واوریده نو غونې یی  زیږ  شو  ځکه هغه  پوهیده چې دابوجعفر د تللو وروسته به  په اورنه کې دقیصر د جاسوسانو ټول مسؤلیت دهغه په غاړه  کې پریوځي . په دې اساس  یی  په ډیره  ناهیلې توګه د ابوجعفر څخه و پوښتل :
« مقدسه پلاره !  مارسي اوس  بلکل  روغه  رمټه ده . خو د اوږد سفر اویا د ګاډۍ  د سپرلۍ  څخه  یی زخمونو ته  زیان  رسیدلې شي . غوره  خو دا وه چې تاسې  هغه په کومه  نرمه  ګاډۍ  کې  دالبانیی په لور  بوتللې واې ……تاسې خو ددې ځایه  ځئ  ، خو زه په دې  انګیرم  چې په اورنه کې به د اور  دبلیدو  کار کله پیلوو  ….»
« لوګانه ! ته  اندیښنه مه کوه . ابوجعفر په خامو  لوبو باور نه لري ، ما د هر څه له پاره پوره تیارې نیولې دې. زه اوس د سلطان د عکس العمل  منتظر یم . یاد ساته چې په اورنه کې د بغاوت د خپرول  اصل مقصد دادې  چې سلطان د  صلیبي مقدسو لښکرو پر خلاف  دلښکرکشۍ  جرءت  هم ونه  شي کړاې . هغه ته دلته په دارلسلطنت کې  دومره ستونزې  راپیدا کړل شي  چې هغه پرې دهونیاډې  څخه  د بدل د اخستو  فکر  پریږدی . نو که چیرې  مونږ ته  خپل دغه  مقاصد  په ښار کې  د بغاوتونو اوفسادونو د پیلولو پرته تر لاسه کیدې شي  نو بیا  خو به مونږ په موقته توګه د بغاوت  پلان  شاته  پریږدو . خو ته  سلطان ته دزهرو د ورکولو  په پروګرام  باندې  فکر وکړه ….. خو که  چیرې  سلطان د هونیاډې پر خلاف د خپل لښکرو  د لیږدولو فکر  پرې نه ږدي  نو بیا  به دا ستا  مسؤلیت وې  چې په یني  چري  کې عیسایی مجاهدین  د فساد اوبغاوت  په لور  را کاږی ، په ښار کې به په هر ځاې کې  اورنه  و لګوئ  تر څو  سلطان دلښکرو د کوچ کولو اراده  پرې ږدي.
سلیم پاشا  په ډیره  حیرانتیا سره  دقیصر ددې جاسوس  خبرې اوریدې . هغه  ابوجعفر ته ددې  پلان  په  جوړولو مبارکې ورکړه ، اوس نودهغه تر مخه حالات  بلکل  روښانه شوي و.  د ابوجعفر د تللو وروسته هغه ته   د سلطان په  حرکاتو  باندې  څارنه کول  ور په غاړه  وو . نو که  چیرې سلطان دصلیبي لښکرو په خلاف  د کوچ کشۍ  څخه  لاس  اخسته  نو په یني چري کې دبغاوت  اوفساد تم کول  د سلیم پاشا  مسؤلیت و  او که  سلطان  دخپلې ارادې  څخه  لاس  نه اخسته  نو بیا دسلیم  پاشا  دنده وه چې په یني چري کې دبغاوت اوفساد  را پارولو له پاره  خپلو جاسوسي شبکو  ته حکم ورکړي  . خو دهغه تر مخه د سلطان د وژلوپه پلان  باندې    دروند کار هم پروت  و .
ابوجعفر اوسلیم پاشا  تر ډیره  پورې   په خپلو راتلونکو پروګرامونو باندې خبرې  کولې . بلاخره دوې  پریکړه وکړه  چې  د اورنه څخه دابوجعفر  سمدلاسه  وتل  مناسب  دي  ځکه چې دقاسم  ورکیدل  او دسلطان  د رازه  ډکه  چوپتیا د  ابوجعفر  له پاره  د خطر د زنګ په  څیر  شمیرل کیده .  په دې اساس  د سلطان د وژلو  څخه دابوجعفر تر تښتیدو پورې   ټول  پلان  جوړ  کړل شو ، ددې وروسته  سلیم پاشا د ابوجعفر څخه اجازه واخسته اودخپل کور  په لور  روان شو .
بله  ورځ د جمعې مبارکه ورځ وه . ابوجعفر د اورنه  ستر اومشهور  خطیب و . اوهغه نه غوښتل چې د اورنه خلک  دجمعې  دخطبې پرته پریږدي .  په همدې  خاطر هغه د جمعې دخطبې  وروسته  اوبیا  د شنبې په شپه  دشپې په تیاره کې  مارسي له ځانه  سره  داخستلو اود البانیه په لور د تللو پروګرام  جوړ کړ . ترڅنګ یی د هر  نا څاپې  حالت   د راپیدا کیدو له پاره یی هم  خپل پلان  تر تیب  کړ . اوهغه دا و چې که چیرې  ابوجعفر په ناڅاپې توګه د سلطنت  د سپاهیانو له اړخه و نیول شي  نو په یني چري کې دهغه تیارې ډلګۍ  به هغه  د پخوا څخه د جوړ شوي پلان سره  سم د تورې په زور دهغوې د لاسو څخه ازادوي او  دښار نه به یی بیرون کوم پټنځاې ته رسوي . هلته به دهغه  تجربه لورنکې ملګري دمارسی  سره یوځاې  شتون  ولري اوپه دې توګه به داخلک  د برق په څیر په تیزۍ  سر ه دهغه  ځایه  فرار وکړي .
شونې ده چې د ابوجعفر په  برخلیک  کې به ددغې بلې لارې  د تښتیدو  پلان  جوړ  شوې و . ځکه  ، هغه وخت  چې  هغه د سلګونو  خلکو تر مخه  د جمعې د لمانځه  له پاره  خطبه ورکوله  نو ډیر  حیرانونکې حالت را مخته  شو  اوهغه  دا چې :
ابوجعفر د جمعې د لمانځه د خطبې له پاره  ولاړ و او خطبه یی   ورکوله، خلک  په ډیر ادب  او درنښت سره ناست او خطبه یی  اوریده . په همدې وخت کې د ممبر سره نژدې  یو  اوږود  ځوان  راپورته شو ، دې ځوان  خپل مخ  په خپلې لونګۍ باندې  پوښلې و ،ابوجعفر په منبر ولاړ و  خطبه یی ویله  چې  دغه ځوان د ممبر  خواته  ور  روان شو او هملته و درید.   ټول  خلک   دهمدې ځوان  لورې  ته متوجه شول ، په جومات کې په سلګونو خلکو په ډیره  حیرانتیاسره  دې ځوان  ته کتل . کله چې ابوجعفر دغه ځوان  خپلې لورې ته په راتلو وکوت  نو وینه یی وچه شوه . هغه هیڅ نه پوهیده چې څه کیږي ، لمړۍ خویی  ژبه  درنه شوه، بیا سمدلاسه  خاموشه  شو  او په  تړتړه  ژبه یی  ددې  ناپیژندل شوي ځوان څخه  وپوښتل :
«ته څوک  یی  ؟ او څنګه  دې  دجمعې دخطبې  د ویلو په وخت کې د  راپورته کیدو  جرءت  کړې دې ؟ »
په جومات  کې دناستو  خلکو زړونه  په سینو کې  درزیدل، دې ځوان  د ابوجعفر   خبرو ته  هیڅ  اعتنا و نه کړه . او نه یی دهغه دخبرو  ځواب  ورکړ . هغه ودریداوخپل مخ یی  په  جومات  کې ناستو خلکو ته را واړاوه . داسې  بريښیده  لکه  چې په جومات کې ناستو خلکو ته یی څه ویل  غوښتل ، بیا یی د څولمحو د ځنډ وروسته  په لوړ اواز  وویل :
د جمعې د لمانځه  ډیرو درنو  حاضرینو!……دغه کس  چې تاسې  یی د مغرب  د خطیب  په نامه پیژنۍ  او ستاسې تر مخه د شلو کالو راهیسې  دلته د جمعې د لمانځه  خطبې ورکوي …..مسلمان نه دې ….. بلکه یو پوخ  عیسوي دي  ، دا شخص  دلته په اورنه کې دقیصر د جاسوسي دستګاه  مشري په غاړه  لري ….
درنو حاضرینو !  تر اوسه پورې  ستاسې  په خاطر  سلطان ددې  شخص د نیولو څخه  ځان  ژغورلې دې . ځکه دروند سلطان  په دې ویریده  چې د ابوجعفر په  نیولوسره  به تاسې  فساد  جوړ کړئ  ،  په دې اساس  هغه د ډیرې  اوږدې مودې د انتظار او  پلان جوړولو وروسته داپریکړه وکړه  چې ابوجعفر په دې  درنه ټولنه کې  و نیول شي .»
په دې وخت کې دابوجعفر حالت هم دکتلو وړ و . دغه  شخص  چې  په  هر ډول  ناوړه  حالاتو  یی د قابو پیدا کولو  وړتیا درلوده  ، نن  یی  وار  و پار  وار خطا و  او ټولې تجربې یی تر مخه ناکامې  معلومیدې . دسختې یخنۍ په موسم کې هم  دهغه  تندې اووجود  په خولو کې ډوب  و. دهغه  مخ ته په کتلوسره به  هر کس داسې انګیرله چې دهغې د  رنګونو څخه وینه  ویستل شوي وي .
اوس هغه ته د قاسم د ورکیدو او دسلطان د اوږدې  خاموشئ  اصلي  سبب  ډاګیزه شوې و، اوسلطان  همداسې  پلان  جوړ کړې و .  دابوجعفر  جاسوسانو ته  دا ډاګیزه شوې نه وه چې  ابوجعفر  به د  جمعې د ورځې  دخطبې په وخت کې  د خلکو د ټولنې  تر مخ نیول کیږي . دلته  نه دهغه  تر څنګ  کوم  ساتونکې و او نه  دهغه څخه  دفاع کونکې . په دې ټولنه کې یواځې یو داسې کس و چې هغه د ابوجعفر د جاسوسي تنظیم  غړیتوب  درلود ، کله چې هغه ابوجعفر  دغسې په شرمیدلې حال کې وکوت نو  همت یی وکړ  او ممبر سره نزدې  ولاړ دغه  اوږود  قامته  ځوان ته یی  وویل :
« ته درواغ  وایی  ،  د جومات  په خطیب  باندې  دداسې دروند الزام  په لګولو سره  تا خپل  مرګ ته اواز  کړې دې . دا ټولنه به  تا ژوندې پرې نه ږدي . که  ته دومره  بهادر  انسان   یی نو خپله څیره دې ولې پټه کړې ده …. له تاسره  دخطیب  په خلاف  هیڅ ډول  ثبوت  نه شته ، مونږ د مغرب  دخطیب  مریدان  او مقتدیان  یو، مونږ  به تاته   ستا  داګستاخي هیڅکله هم  ونه  بښو .»
دې سړې په ډیره  احساساتي توګه داخبرې کولې ،کله چې ابوجعفر  خپل دغه جاسوس  په دې توګه  وکوت  نوهغه  هم خپل ځان  کنترول کړ ، دهغه دماغ  هم  بیرته  کار پیل کړ اوپه ډیره سخته توګه یی  د لمانځه په دې  جمعه  کې  خلکو ته وویل :
« دا بدکړچاره  انسان  و نیسئ …دې  د اسلام یو ستر خدمتګار ته   د لمانځه په دې ستره  ټولنه کې  عیسایی وویلې  او په دې توګه یی دعثماني سلطنت  سپکاوې  کړې ….»
خلک حیران  دریان  پاته  و  او  لا دپخوا څخه  په خپلو منځو کې  پس پسکې پیل کړې وې ، یو شمیر  احساساتي  ځوانانو  په پرلپسې توګه  خپل اړخونه  بدلول  را بدلول . کله چې  دمغرب  خطیب  حکم وکړ  نو هغه  احساساتي ځوانان راپورته شول او دممبر په لور دهغه ځوان د نیولو له پاره را مخته  شول. خو تر اوسه لا  هغوې  یو قدم هم نه و اخستې چې په  جومات کې یو انګازه کونکې  غږ  را پورته شو……دا انګازه کونکې اواز  د چا  وو …… دا د سلطان مرادخان  ثاني د ساتونکې  ډلې د قومندان او سپه سالار « طغرل بیګ »  اواز و . طغرال بیګ د زمري په څیر  و غړمبید  او وویی ویل :
« خبردار!  هیڅوک  د خپله ځایه ونه خوزیږئ »
طغرل بیګ په خپلو لاسو کې  خپله لوڅه توره نیولې وه اوهرې  لور ې ته یی  خوزوله . دهغه ترشا د شاهي ساتونکې ډلې  ډیر ښه او غوره  سپاهیان دخپلو لوڅو تورو سره  یو ځاې  ولاړ و . د لمونځ کونکو دډلې څخه  چې  هر څوک  په کوم ځاې کې  را پورته شوې  و هغه بیرته هملته  په خپل ځاې کې  کیناست . اوس نو دممبر سره ولاړ  نقاب پوشه  ته کوم  ګواښ نه و موجود . په دې خاطر یی د خپله مخه   د پګړۍ  څنډه لرې کړه .  دا قاسم بن هشام و . چې څو ورځې مخته د  مارسی د پیدا یښت  له پاره  د البانیه  په لور تللې و . هغه په  ډیره بیړه  په یوه شپه اویوه ورځ کې  خپل سفر  وهلې و . خو هغه ته په ټوله  لار کې داسې نښې نښانې  تر لاسه نه شوې   چې دمارسی تښتونکی پرې  تللې وي. هغه په ځاې ځاې د خلکو او  دهقانانو څخه هم په دې اړه و پوښتل  خو هیڅ درک ورته و نه لګید. اوس نو هغه  ته څرګنده  شوې وه چې مارسي تر اوسه پورې هم هملته په اورنه کې په کوم پټنځاې  کې ساتل  شوې د ه . هغه په دې پوهیده چې د اورنه څخه یوازې دوه لارې بیرون  وتلې دي  ، یوه هغه  چې د کوچنۍ  اسیا په لور  ورځې او بله  د البانیه  په  لور.
دکوچنۍ اسیا په لور د مارسي د تښتولو  خو پوښتنه  هم نه  راپیداکیده ،په دې خاطر هغه د کوچنۍ  اسیا لاره پریښوده او د  البانیه  لاره یی و نیوله . خو کله چې په دې ډاډمن شو چې مارسي  دهغې  تښتونکو   لا تر اوسه  پورې  د اورنه څخه  نه ده  راویستلې  نو بیرته  اورنه ته یی د رستنیدو پریکړه  وکړه . خو هغه ته  دا  ډاګیزه وه چې  اورنه ته دهغه د ورتللو ټولې  دروازې  بندې کړل شوي دی . ځکه شهزاده  علاوالدین  هم په غلط فهمۍ  کې اخته شوې و،  او بهر ام خان اود  هغه  کارندې  د بوې کونکو سپیو په څیر د قاسم خان  د بوې پسې  ګرزیدل. په دې خاطر یی پریکړه  وکړه چې  سمدلاسه  به اورنه ته نه ور ننوځي . بلکه دښاره  به  پنځه کوسه  لرې   خپله لاره بدلوي او دسلطان لښکرو ته به ځان ور  رسوي . هغه  غوښتل چې سلطان د ټولو جریاناتو څخه  خبر کړي  او دخپل پلان په اړه   نوې  فکر وکړي .  او همداسې   وشول .  هغه د خپل سفر په یولسمه  ورځ  دسلطان مرادخان ثاني  په دربار کې حاضر شو .
سلطان د قاسم په کتلو سره  حیران پاته شو . خو کله چې قاسم سلطان  ته   په اورنه  کې د ورپیښو شوو حالاتو تفصیل ووایه  نوسلطان  حیران دریان  پاته شو  او د یوه  ښه  پلان  د پلې کولو په خاطر یی  قاسم  دخپل  ځان سره په لښکرو کې وساته . هغه دخپلې شاهې  ساتونکې ډلې سپه سالار  « طغرال  بیګ » هم  را وباله . اوپه  اورنه کې یی د سازش کونکو د ځپلو له پاره  په یوه عملی پلان  باندې  خبرې  وکړې .  قاسم  د سپاهیانو  یوه  تجربه  لرونکې ډله له ځانه  سره واخسته  او اورنه  ته د یوې  پټې  لارې  را ننوت . هغه  په بدلو کالیو کې  د ابوجعفر د جاسوسی شبکې د ریښو څخه د ځان دخبرولو له پاره کار  پیل کړ . خو تر دې دمه یی په هیچا باندې  لاس  نه  و پورته کړې .په همدې وخت کې سلطان هم اورنه  ته راستون شو ، قاسم به  هم په پټه توګه دسلطان سره  کتل ، دخپلمنځې  مشورې نه وروسته  پریکړه وشوه  چې د  ابوجعفر سره په شبکه  کې  د را ښکیلو  وګړو د نیولو  مخته باید  ابوجعفر  و نیول شي ، همدا علت  و چې نن قاسم  د جمعې دلمانځه په  ستره ټولنه کې په ابوجعفر باندې  د لاس پورته  کولو له پاره  هلته  ورغلې و ،
اوس نو ابوجعفر ته هم د تیښتې بله لاره  نه وه .  دلمانځه په ستره ټولنه کې دابوجعفر د نیولو  علت دا و  چې عامو  خلکو ته دهغه  اصلی  څیره  را ډاګیزه کړي  او  هغه  و نیسي . تر څو په ښار کې  هر ډول  فساد  خپرولو څخه مخنیوي وشي .
د ابوجعفر  حالت  ډیر خراب شوې و . کله یی چې  قاسم وکوت  نو ساه یی په ختو شوه . اوس نو هغه  خپل ځانته  ښکنځلې کولې ، چې ولې  یی دخطرې  داحساسولو سره  سره بیا هم اورنه  پری  نه ښوده . سلطان اوقاسم دهغه د  هیلو څخه ډیر  هوښیاران  او د تدبیرخاوندان  ثابت  شول . 
کله چې قاسم په  دې  لویه  ټولنه کې دخپله مخه  نقاب  لرې کړ  نو  د جمعې  ډیرو  کسانو هغه وپیژانده  . په دې خاطر په مجمع کې  یوځل  بیا مکمله  خاموشي  حاکمه شوه . ځکه خلکو قاسم د یوه  میړنې ، بهادر اوښه انسان په څیر پیژانده . کله چې قاسم  خلک  ارام وکتل  نو یو ځل بیا یی ورته وویل :
« درنو حاضرینو! زه  په دې هم  شکمن  یم  چې ستاسې دمغرب  خطیب  به   په نسلې  توګه  عرب  وي  بلکه دا لاطینی   وګړې  دې ……. خو له ماسره په دې اړه  هیڅ  ثبوت  نه شته . خو تاسې به اوریدلې وې  چې دیني چري په نوې مسلمانو  فوځیانو کې  چا د بغاوت  تخم  شیندلې دې . نو تاسې په دې پوه شئ  چې هغه همدا  وګړې دې …. تاسې به دا هم اوریدلې وي چې د سلطاني قصر تر  څنګ  اوسیدونکې یوه  میلمنه  البانوي  کنیزه  وژل شوې او لور یی  تښتول  شوې ده   نو پوه  شئ  چې هغه همدا  وګړې دې چې داسې ناوړه  کار  یی تر سره کړې دې .
درنو حاضرینو ! تاسو ته به ډاګیزه  شوې وي چې دشهاب الدین  پاشا  په  مشرۍ  زمونږ لښکر دماتې  سره مخ شوې دې … زمونږ  ډیر ښه سپاهیان  شهیدان شوي دي ، په داسې حال کې  چې دمعظم سلطان  د خور میړه   محمد چلپې  هم د څلورو  زرو ترکو سپاهیانو سره یو ځاې د  صلیبیانو په  قید کې پروت  دې . مونږباید دخپلې دغې ماتې  بدله واخلو ….. او په دې  لاره کې یني چري زمونږ  ځواک دې ، په داسې حال  کې چې ابوجعفر هغه وګړې دې  چې په ینی چری کې یی  یو شمیر سالاران  او نوې مسلمان  شوي  سپاهیان بیرته خپل پخواني مذهب  عیساییت  ته  را ګرزولې   او دلته په اورنه کې یی د بغاوت د جوړولو ناولې  سازش  تر  لاس  لاندې  نیولې دې . په دې اساس د معظم  سلطان د ځانګړي حکم په اساس  نن مونږ په دغه  ستره  ټولنه کې  دغه  غدار  ابوجعفر  نیسو اوبندی کوو یی ……»
قاسم لا تراوسه  اخري خبره  نه وه خلاصه کړې  چې د ټولنې  څخه  په ابوجعفر باندې لعنت  ویل  پیل شول . که چیرې د شاهي  ساتونکې ډلې  دلوڅو  تورو ویره    نه وایی ، نو یوشمیر احساساتي ځوانانو د ابوجعفر په  مرګ  باندې  هم  صرفه  نه کوله ، اوس نو دابوجعفر سره بله لاره  نه وه . په څو لمحو کې  شاهی وسلوالو ځوانانو  د ابوجعفر په لاسو کې  زولانې  ور واچولې  اودخپله ځانه سره  یی و نیو.
داجومات  و او د ابوجعفر د ساتونکې  ډلې کسان دلته  نه و  موجود . په دې اساس دهغه  له اړخه دپخوا څخه جوړ شوې  پلان  پلې  نه  کړاې  شو . شاهي  ډلې  دهغه  لاسونه اوپښې  ور  وتړلې او له ځانه سره یی په ګاډۍ  کې  ور واچاوه . قاسم بن هشام ، طغرل  بیګ  او د شاهي ساتونکې ډلې  کسان  په خپلو اسونو سپاره د بګۍ ښې او چپ لورې ته  روان  شول  اود  اورنه د کلا  د زندان په لورې  ولاړل .
دابوجعفر د جاسوسۍ  نظام  دړې وړې  پاته شو .  کله چې دهغه  خلاصونکې  ډلې ته دابوجعفر د نیولو خبر ور ورسید نوهغه وخت  ابوجعفر د شاهي کلا په  زیر خانه  کې  لاس  و پښې  تړلې  پروت و. قاسم  د خپلو پوښتنو ګرویزونو له پاره  ابوجعفر همغسې تړلې  پریښود ، پاته سپاهیانو ته یی د تللو اجازه ورکړه . اوس دلته  دزیرخانې څو ساتونکې او قاسم  و طغرال  بیګ  پاته شوې و. کله چې قاسم  خپلې پوښتنې ګرویزنې پیل کړې  نو ابوجعفر  یی په مقابل کې ډیر مقاومت و نه شو کړاې ، هغه د اذیت  په دویم پړاو کې د سازش  ټولې کړۍ  را وسپړودې. خوبیا  هم هغه ابوجعفر  و . یو تجربه کار او  پوخ  روزل شوې  جاسوس . هغه  نه  دهغې ډلې  په اړه  چې تل د ابوجعفر د خلاصون  له پاره تیار  ولاړ وو څه وویل اونه  یی دطبیب  سلیم پاشا په اړه  کومه  خبره ډاګیزه کړه .
اوس نو دقاسم دپوښتنو په لړ کې تر ټولو مهمه  پوښتنه  مخته راغلې وه .. هغه  دابوجعفر مټې د شاله اړخه  تړلې  وې  اودپښو تر منځ یی د لرګې  یوه  ډنډه  ورکړې  وه  او دهغه پښې یی ورسره په رسۍ  تړلې وې ، درسۍ بل سر یی  د زیر خانې   د چت پورې  تړلې و. دابوجعفر دپښو لاندې  یو ډیر عجیب و غریب  میز ایښودل شوې و  ، ددې میز تښتې د یوه  لاستي په واسطه ښکته پورته کیداې شوې ، قاسم به دغه لاستې  خوزاوه او دمیز  تښتی به یی  ښکته پورته کولې ، دد ې کار سره به ابوجعفر په فضا کې  زوړند پاته کیده، د ابوجعفر  په پښو کې   پرته رسۍ  د میز د تښتو سره  نښلول شوې وه،کله  به چې  دمیز تختۍ  لاندې لورې ته حرکت  کاوه  نو دهغه په پښو کې  تړلې  رسۍ  به هم  هغه د لاندې  په لور  را کشاوه . اوپه دې  توګه  به هغه د چت او فرش  تر منځ  زوړند  پاته کیده ،دقاسم په لاسو کې   پایه شکله  لاستې و ، کله به یی  چې د میز دتختو د ښکته کولو له پاره  دغه لاستې  و ګرزاوه  نو د ابوجعفر چغې به اسمان ته ورسیدې .
قاسم دابوجعفر تر مخه  په لاستې باندې لاس کیښود او ورته  یی وویل :
« ابوجعفره !  یو ځل راته ووایه  چې  د مارتها  لور  مارسی  چیرې ده ؟ ..»
خو څومره  چې دا پوښتنه د قاسم له پاره مهمه وه   په همغه اند ازه اویا دهغې څخه زیاته  د ابوجعفر له پاره هم  مهمه  وه. ځکه ،که هغه دمارسی په اړه  ځواب  ویلې نو هلته  د سلیم پاشا راز  را  بربنډیده . او ددې سره بیا د شهزاده  علاوالدین د روغتیا یی حالت  ډاډمن کیده  اودهغه د ژوندي پاته کیدو هیلې زیاتیدې . په دې  خاطر  ابوجعفر  په ډیره کلکه  توګه خپل غاښونه سره  ورکړل او دقاسم د پوښتنې  ځواب یی ورنه کړ . قاسم یو ځل بیا لاستې په پوره زور  سره وګرزاوه ، ابوجعفر  ته داسې   څرګنده شوه  لکه  ټول وجود یی چې ټوټې ټوټې  شوې  وي .هغه  چغې کړې  او ویی ویل :
مارسي  دلته نه شته …… مارسي دلته نه شته ….مارسي دلته نه شته ….دخداې  له پاره ما پریږدئ .»
ابوجعفر  په سختو دردونو کې  پروت  و . قاسم  د لاستې  د ګرزولو پرته  ترې  یوځل بیا وپوښتل : 
« که مارسي  دلته  نه  شته  نو بیا چیرې ده ؟ »
« هغه ….هغه ……هغه الب…… هغه البانیا ته  تللې ده »
د قاسم  له پاره دا خبره دمنلو وړ  نه  وه .ځکه هغه پخپله دالبانیې  په لور  تللې و ،په همدې خاطر یی په  ډیره سخته  لهجه  د ابوجعفر څخه  وپوښتل :
« ته  درواغ وایی …..مارسی  همدلته چیرې ده….. همدلته په اورنه کې ….  ما د البانیا ټوله  لاره  لټولې ده ، ایا  هغه  په هواکې والوته  او البانیا ته ولاړه ؟..»
« نن…..نه ……او  نه …..مم …..ما پریږدئ  ، هغه  مو د کوچنۍ  اسیا د لارې  څخه  دوه ورځې مخته  استولې ده . بیا به هغه د سمندر  د لارې  ددانیال  څخه تیریږي  اوالبانیا ته به رسیږي …..»
د قاسم  له پاره دا  خبر  مرګونې و.د هغه خوله وازه پاته شوه ، هغه  په دې  ډاډ من  شو چې ابوجعفر دهغه څخه زیات  چالاکه دې . ابوجعفر د مارسی د لیږلو له پاره  څه ډول  لوبه  لوبولې ده . قاسم  د ابوجعفر  په  چال نه و پوهیدلې . په هرصورت  ، قاسم د ابوجعفر څخه د را تلونکې ښځې په اړه  معلومات   تر لاسه نه کړاې شو خو دهغې  سره سره  قاسم دا  احساس کړې وه چې ابوجعفر ورته  دهغه دهیلو پورته  معلومات ورکړې دې . په دې خاطر تر ماښامه پورې د ابوجعفر څخه د پوښتنو ګرویزونو  وروسته  یی دماښام  لمونځ  ادا کړ او بیا  یی د ابوجعفر څخه  تر لاسه شوې معلومات  په یوه کاغذ  باندې  ولیکل   اودکلا څخه د وتلو او اورنه  ته د بیرته راستنیدو  تیارې  یی وکړ.  دابوجعفر  لاس وپښې یی  ازادې کړې  او هغه یی هملته په زیرخانه  کې  بندي پريښود اوپخپله د کلا  څخه  د بیرون را وتلو له پاره  بیرونې  دروازې ته راغې .هلته یی دکلا د مسؤل څخه وپوښتل :
« ددې کلا دخوندي ساتلو له پاره څومره ساتونکې شته ..؟»
« زمه سره ټول  لس کسان دي »
قاسم په ډاډمنه توګه  ورته  سر وخوځاوه . هغه  دا هیله  هم نه درلوده چې  په دې وړې کلا به دابوجعفر خلاصونکې ډله  حمله کوي . دا په حقیقت کې یوه  کوچنۍ  جنګي  کلا وه  چې دښار د دیوال به  شمال  غربي برخه کې  پرته وه . اوپه هغه وختو کې استعمالیده چې  ښار به  کلابند کیده . دې  کلا  دوه  برجونه درلودل ، چې د شهرپناه  څخه  دلوړوالې په خاطرترې  دښاره بیرون تر لرې لرې ځایو پورې   حمله کونکي څارل کیدې  شول .
قاسم د کلا  مسؤل ته دابوجعفر له پاره  خوراک څښاک د برابرولو  حکم وکړ. او تر څنګ  یی دا هم ورته  وویل چې د ابوجعفر  د نیول کیدو په اړه  هیچاته خبره  ونه کړل شی ….. قاسم دهغه ځایه را ووت . طغرل بیګ  هم ورسره  مل و . نن قاسم  تر ټولو ستر دنده  تر سره کړې وه . ځکه چې هغه  دټولو  ستر ښکار  ابوجعفر  ښکار  کړې و اودهغه  څخه  یی د سازش  ټولې  کړۍ  را بربنډې کړې وې. اوس نو  دننه په اورنه کې  دکوم سازش  دخپریدو  ګواښ  کم  شوې و ، قاسم د سلطان  تر مخه   د ابوجعفر څخه  ترلاسه شوې معلومات  په تفصیل سره  بیان کړ . اودسلطان څخه یی د ټولو هغو  وګړو د نیولو  احکام  واخستل  چې په دې سازش کې  ښکیل  شوي و . په دې ډله کې یو شمیر  ستر ستر  وګړي هم  وو . دیني چري یو شمیر سالاران  او سپاهیان  هم  په کې ورګډ وو . او تر څنګ یی  دښار په مختلفو ځایو کې دقیصر  څو کسه جاسوسان  هم  وو. خو که په هغوې کې یواځنې نوم  نه و  نو هغه  دسلیم پاشا نوم  و ، تر څنګ یی د ابوجعفر دهغې  ځانګړې  ساتونکې ډلې  یادونه  هم نه وه  چې نن شپه یی  ابوجعفر ددې شمالې کلا  د زندان  څخه  خلاصه و.
سلطان ددې ټولو  وګړو د نیولو له پاره دشاهی ډلې  سپه سالار  طغرال  و ټاکه ، دغه شاهي  ډلې  یی په څو برخو وویشلې  او د مختلفو ځایو څخه  یی د وګړو د نیولو  له پاره  لس  لس  اویا  دولس دولس کسان  ور ولیږل .
نن ټوله ورځ د ابوجعفر د نیولو په اړه   ځاې ځاې  خبرې اترې   کیدې . په یو ځاې نیم کې  دابوجعفر  کارندو  بلوې اوفسادات هم  جوړ کړل  خو د سلطان  وفاداره فوځ  یني چري  دښار په ټولو  سترو  سترو ځایو اوکوڅو کې  ګزمې کولې ، نن د سهاره  څخه د ښار  ټولې  دروازې  بندې کړل شوې وې  ترڅو د ابوجعفر کوم ملګرې  دخپلو نیولو د ویرې  و نه تښتي . نن ورځ د اورنه په تاریخ کې  د اهمیت  وړ  ورځ  ګڼل کیده  ، سلطان  پخپله نیغ  په نیغه  ددې ټول حالاتو څارنه  کوله .
خو قاسم ددې هر څه سره سره بیا هم  غمګین و ، هغه هیله درلوده چې د ابوجعفر څخه به دپوښتنو ایګنو  په واسطه  د مارسي درک  هم   ځانته معلوم کړي .   څومره یی چې مارسی ځانته نژدې  احساسوله  هغه ترې همغومره  لرې  شوې  وه .   د ابوجعفر د نیولو تر مخه  د سلطان  له اړخه په ښار کې  اعلانونه هم  شوي و .
«  دیو شمیر  شر اچونکو،  چې  په اورنه کې پټ  شوې دې ، د نیولو له پاره  په ټول  ښار کې  نظامی  مقرارت  اعلانیږي ، هیچاته د اورنه څخه د وتلو  اجازه  نه شته . هیڅوک  دې هم  کوم اجنبي انسان   نه میلمه کوی ،اونه دې  دغسې وګړو ته پناه ورکوي ، په ښار کې ټولو  بهرنیو  ته  حکم   کیږي  چې دښار د کوټوال سره خپل نومونه  ثبت کړي  او هملته حاضري ورکړي …..»
دهمدې  اعلاناتو او انتظاماتو وروسته د قیصر د جاسوسانو دنیولو  لړۍ پیل شوه . قاسم ټوله ورځ  ډیر زیات   مصروفه  پاته شو، دښار په  مختلفو سیمو کې یی  د قیصر دجاسوسانو پر خلاف  عملیات  کول ، په ډیرو مهمو ځایو باندې  قاسم پخپله حمله کوله . دشپې تر ناوخته پورې یی د سازشي کړیو زیات  شمیر وګړي  تر ولکې لاندې  راوړي و . خو یو شمیر مجرم  عناصر  هملته په ښار کې  یو ځاې بل ځاې  پټ  شوي و. دهغوې  د پیدا کیدو په خاطر د بهرام خان  دپټې محکمې ، دښار کوټوال ، د یني  چري وفاداره  فوځیانو  او د شاهي  دلګیو  عسکرو  په  پوره  محنت  سره  پلټنې کولې .
قاسم  د شپې  ناوخته  ، هغه وخت کورته  را ستون  شو  چې ډیر زیات  ستومانه شوې و . خو اوس  یی هم خوب د سترګو  څخه  غایب  و . په خپله  بستر و غوځید او سترګې یی په  چت کې ونښتې . دهغه دماغ دلته و  خو زړه  یی البانیه کې و . تر ډیره پورې  ویښ  اوبیداره  و . خوبیا معلومه  نه شوه چې څه وخت یی سترګې ورغلې وې .
بله ورځ  سهار  چې دقاسم سترګې  و غوړیدې  نو دهغه  له پاره همغه لمړنې  خبر  ډیر  اندیښمن کونکې و .  هغه ته  سهار وختي خپل  یوه کس  راپور  راوړ  چې …. تیره شپه په شمالې کلا  باندې  چا دشپې  حمله کړې ده ، دې حمله کونکې د قیصر  خطرناکه جاسوس   ابوجعفر  له ځانه سره وړې دې ، دپیښې تفصیل  څه داسې دې .
دنیمایی شپې نه وروسته  کومې وسلوالې ډلې  وینه تویونکې حمله کړې ده ،دکلا  مشر  او دهغه  د ساتونکو ډله  یی   له یوه سره د تیغه تیر کړي دي  اوپه زیرخانه  کې بندی  ابوجعفر  یی  خلاص کړې اوله ځانه  سره  یی وړې دې . دشواهدو  نه ډاګیزه کیږي  چې دحمله راوړونکې څوکسان هم په دې جنګ  کې وژل شوې دي خو حمله کونکو  د تللو په وخت کې   دخپلو  ملګرو  مړې  هم له ځانه سره وړی دي .
دقاسم د لړزولو  له  پاره همدې خبر  بسنه کوله . هغه د پرون  څخه  تر نیمایی  شپې  پورې  دسلو څخه زیات غداران  نیولي وو. خو اصل  مجرم یی  یو ځل بیا د لاسوووت . هغه په دې هم حیران و چې  شمالې  کلا ته  یی  ابوجعفر  د ټولو امنیتی  حالاتو  د په نظرکې نیولو سره  په ډیره پټه توګه  ور وړې  و.  او ددې  کار په اړه ډیر کم  اوخاص  خاص  خلک  خبر وو …..دا خبره  چې …..« ابوجعفر  به په شمالی کلا کې ساتل کیږي »…. په ډیره محتاطه توګه د پخوا  څخه   مطرح  شوې  وه .  هغه په همدې   فکر کاوه چې  هرو مرو  به دابوجعفر  کوم  خاص کارنده تر اوسه پورې د نیولو څخه خوندي پاته شوي وي. چې هغه ته نه یواځې  په شمالي کلا کې دابوجعفر د بندی کیدو  معلومات  تر لاسه شوي  بلکه دهغه  دخلاصون  لپاره یی په همغه لمړنۍ شپه قدم پورته  کړې  دې .
د بله  اړخه ……ابوجعفر  دمارسی او خپلو شپږو  کسو نورو ملګرو  سره یو ځاې د یوې غرنۍ درې څخه تیریدل، هغوې  دالبانیی د محل په لور روان وو . مارسي په یوې بګۍ کې سپره  وه. دا بګۍ  درې  اسونو کشوله ، د روانیدو ترمخه طبیب سلیم پاشا مارسي ته دخوب  ادویه ورکړې  وه ،همدا علت  و چې مارسی  لا تراوسه  هم ویده پرته  وه اوپه ځان  نه پوهیده . ابوجعفر ځکه د ښار دکلابندۍ څخه راوتلې و ، چې دهغه خلاصونکې  ډلې د ابوجعفر سره یو ځاې  د کلا د  دیوالو څخه  ټوپ  وهلې و او مارسي هم  د سلیم پاشا داثرو رسوخ  له مخې   دښاره  بیرون د لاله  شاهین تر یادګاره پورې  راوستل شوې وه . مارسي  یی لا د ماښامه د ښاره راویستلې وه ، قاسم بن هشام د ابوجعفر  د جاسوسۍ  شل کلنې هڅې  په یوه ورځ په اوبو  لاهو کړې وې اودبغاوت  ټولې کړۍ یی  سره خوزولې وې . او ابوجعفر په دې خبره ډیره  غمژن و  .  هغه  په فکر کې ډوب  و او هڅه یی کوله خپله غصه  په دې سړه کړي چې د قاسم  محبت  «مارسي » یی له ځآنه سر ه  راوړې وه .
په همدې ورځ  د سلطان  قاصد  د هنګري دپادشاه  لارډ سلاس پیغام  له ځانه سره راوړې و . د هنګري پادشاه  غوښتنه کړې وه  چې سلطان مرادخان  ثانی دې دخپلې خور دمیړه  دخلاصون په خاطر  دسربیا ازادي و مني  او ددې هیواده  څخه دې  خپله شاهي ولکه  پاې ته ورسوي  ، د «والیشیا»  ولایت  هنګري دې  هم مونږ ته راکړي  او  نقدي  زر دې  هم   تر شپیته زرو   ډاکټ   پورې مونږ ته تسلیم کړي.»
د سلطان  له پاره  ددې  شرایط منل  ډیر ستونزمن  کار و . ددې  پیغام مقصد داو  چې  سلطان د خپل  یوه  کس د راخلاصون په خاطر  دهنګري پادشاه  ته  خپل نیمایی سلطنت  ور  کړي . سلطان د لارډ سلاس  ځواب  ډیر  شرمناکه وباله  او پرې  ډیر  په غضب شو . غوښتل یی چې هغه ته  لیک ور  واستوي او  ورته  ګواښ وکړي  چې  خپل  بندي به  ورڅخه د تورې په زور  را خلاص کړي . خو په دې وخت کې  هم یو ځل بیا د سلطان خور او خورینه  را مخته  شول  اوسلطان یی مجبور کړ چې  دهنګري دپادشاه په مقابل کې سخته  ژبه ونه کاروی . همدا  علت و  چې سلطان د  هنګري پادشاه ته ولیکل  چې : خپل  شرایط  لږ څه  نرم کړي  ځکه   دپادشاهانو سره  ښه نه ښکاري چې  خپل یو بندي په دومره  لوړ  قیمت و پلوري .
څوورځې وروسته  مارسی  البانیه ته ورسیدله . خو قاسم  لا تر اوسه هم په اورنه کې  اوخت را  اوخت . دا هڅه یی کوله چې  څه ډول  دڅو  ورځو له پاره اجازه واخلي  اود سکندربیګ  په محل باندې  حمله وکړي او خپله  مارسي ترې  بیرته را ازاده کړي . په همدې وخت کې سلطان د ابوجعفر په  ریښو  کې رانښتې  جاسوسانو ته  په ریښتنې  توګه  سزا  ورکړې وه .  سخت مجرمین  یی جلادانو ته ورحواله کړي و او معمولي مجرمین  یی  زندان  کې ور  اچولي وو .
د هنګري دپادشاه او   سلطان تر منځ  دخط و کتابت   لړۍ  دوام پیدا کړ ، دا لړۍ  دومره  اوږده  شوه چې بلاخره د صلیبیانو اومسلمانانو تر منځ  په یوه تاریخي تړون  منتج شوه .  د سلطان خور  او دنورو بندیانو خپلوانو  سلطان د هونیاډې  څخه دبدل داخستو په ځاې  دهغه سره  په سولې کولو مجبور کړ . دې  خط  و کتابت  داسې  بڼه   خپله کړه  چې بلاخره سلطان مرادخان ثاني  او دهنګري پادشاه لارډ سلاس  دواړه دیوه تړون د لاسلیک له پاره  د« زیجیډین» سیمی ته  ورغلل . د روم  دپاپا  ځانګړې نماینده ،«کارډینل جولین »  د مسلمانانو سره دسولې  په کولو  سخت ناخوښه و . هغه  ډیره  هڅه وکړه چې  هونیاډې او لارډسلاس  د سلطان سره د سولې  د موافقې  دکولو څخه  منه کړي . خو دا ځل د لارډ سلاس اودسلطان تر منځه سوله  شوې وه . هماغه و چې د  ۱۴۴۴ ز کال د جولاې  په  دولسمه   ددواړو پادشاهانو تر منځ  په زیجیډین کې  د سولې  تړون  لاسلیک شو . ددې تړون  له مخې سربیا د عثماني سلطنت  له  لاسو ازاده  کړل شوه. د « والیشیا»  دایالت  یوه برخه د هنګري  پادشاه ته ورکړل شوه  اوتر څنګ  یی سلطان دخپلې خور د میړه دازادولو له پاره  شپیته زره  ډاکټ  د فدیی په توګه  صلیبیانو ته ورکړل . دا تړون  په  هنګري  او ترکی  دواړو ژبو کې لیکل شوې و اودواړو پادشاهانو  په هغې دلاسلیک کولو وروسته  سوګندونه یاد کړي و چې ددې  تړون  دمندرجاتو  درنښت  به  لکه دمذهبي  صحیفې  په توګه  کوي . ددې تړون  له مخې  « ډینوب»   دریاب  دسلطان  له پاره  اخري  پوله ټاکل شوې وه . داتړون  د لسو کالو  له پاره و . اودغه  لس کاله ټول په کې  دمسلمانانو اوعیسایانو  تر منځه د سولې دکلنو په نامه   یاد کړل شوي و .  لارډسلاس په انجیل  سوګند وکړ او  سلطان مراد خان  په قران  لاس  کیښود.
اوس نو سلطان ډاډمن شوې و ، محمد چلپې  هم   ازاد  شوې و او بیرته  اورنه  ته   ور  رسیدلې و . په کوچنۍ اسیا کې  هم  امن  قایم شوې و . ددې  سولې  د تړون له مخې په څرګنده توګه  په  اروپا کې  جنګ  پاې ته رسیدلې و . اوسلطان مرادخان  ثاني دلمړي ځل  له پاره د سکون  ساه  اخستې وه . تیرو شلو  دوه ویشت کلونو جنګونو اوسفرونو  هغه  د سلطنت د امورو څخه  ستومانه کړې و ،په دې اساس هغه غوښتل چې خپل پاته ژوند  په  ارام او سکون  سره ، د الله په یاد کې  ،  تیر کړي ،  هغه  ددې  سولې د تړون  دلاسلیک کیدو وروسته  د سیل اوتفریح  له پاره د کوچنۍ اسیا  د ښکلو اوښایسته  ځایو د کتلو  په لور مخه کړه .
پرلپسې لري……..