کور / تازه خبرونه / کندهار : يو شمېر وسلې نيول سوي

کندهار : يو شمېر وسلې نيول سوي

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ يې د دې ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي يو شمېر وسلې نيولي . د چارواکو په وينا چي يادي وسلې چي لس فېره راکټ مرمۍ ، لس کړۍ لاسي بمونه ، درې فېره د ٨٢ ملي ميتري توپ مرمۍ او يو شمېر نوري دي د دې ولسوالۍ د شاهين په کلي کي د يوې ګزمې پر مهال په يوه ورانه سوې کلا کي نيول سوي دي .
تر اوسه په دې اړه کوم چا څه نه دي ويلي .