کور / تازه خبرونه / کندهار : ٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

کندهار : ٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم را لېږلې ليکي چي تېره ورځ د دې ولايت په ديارلسمه امنيتي حوزه کي يو نښته وسوه او په پايله کي يې څلور وسله وال ووژل سول .
د اعلاميې په حواله ، ياده نښته تېره شپه شاوخوا يوه بجه د يادي امنيتي حوزې اړوند د مرغانو په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله وسله والو طالبانو په دې سيمه کي پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ ، چي وروسته د پوليسو په ځوابي بريد کي دوه تنه ووژل سول او دوه نور ژوبل سول .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .