د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په يازده سيمه کي دوه وسله والو قوماندانان وژل سوي . د چارواکو په وينا چي نوموړي قوماندانان هغه وخت ووژل سول چي کله يې د چاودېدونکو توکو ډک يو ترا کتور د يوې سيمي څخه بلي سيمي ته لېږداوه او ورباندي وچاودېد.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .