کور / تازه خبرونه / هلمند : د يوه وسله وال د وژلو خبر ورکړل سو

هلمند : د يوه وسله وال د وژلو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د کوپکي په سيمه کي يوه تن وسله وال ووژل سو . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي غوښتل چي د پوليسو څخه و تښتي چي پوليسو ورباندي ډزي وکړې او ويې واژه .
خبرپاڼه ليکي چي د نوموړي يو کورولا ډوله موټر او يو ميل کلاشنکوف د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .