بسم الله الرحمن الرحیم ـ امریکا هغه هېواد دی چی په نړۍ کی د ترقۍ ، دیموکراسۍ او سوکالۍ د سروالۍ دعوه کوی . خو په حقیقت او عمل کی دغسی نه ده . امریکا څه باندی درې سوه ملیونه وګړی لری . د امریکایې بالغانو شمیر څه باندی ۲۳۰ ملیونه دی خو د هغوی یوه سلنه په جېل کی دي . په بل عبارت ، د امریکا د هرو سلو غټانو څخه یو نفر بندي دﺉ . همدا نن ۲٫۳ ملیونه امریکایان بندیان دي ، حال دا چی په ۱۹۷۰ کی صرف دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) امریکایان په جېلونو کی وو . امریکا د خپل نفوس د تعداد په نسبت د نړۍ تر ټولو ډیر بندیان لری یعنی په دنیا کی له دې درکه اول مقام لری .
موږ وویل چی نن ۲٫۳ ملیونه امریکایان په زندانونو کی مېلمانه دي ، خو که هغه کسان هم پر علاوه کړو چی په ضمانت خوشی دي ، یا په ټاکلو ورځو باید حاضري ورکړی نو دا شمیر به اوو ملیونو ته ورسیږی . هو ، د نړۍ د بشری حقوقو د ټیکه دار چی دا حال وی ، نو پله ور ( پیروان ) او ګوډاګیان به یې څنګه وی ؟!
امریکا د خپلو اتباعو څخه علاوه په خپلو مطیعو او اشغالي هېوادو کی هم په لسګونو زره بهرني بندیان ساتی . امریکایی تقاعد سوې ډګرواله ( اېن ورایټ ) وایی چی په بګرام کی لس زره افغانان په سختو شرایطو کی بندیان دي چی هیڅ حقوقی ذرایع ، وکیل ، محکمې …. ته هم لاس رسي نه لری . په همدې ډول د یمن ، مصر ، اردن ، دیګوګارسیا ، عراق ، ګوانتانامو ….. په لس ګونو غیر قانونی او پټ جېلونه هم د غیر امریکایانو څخه ډک دي او ټول هلته د امریکایی عالی اخلاقو مېلمانه دي !
بلخوا ، د امریکا د نفوسو فقط ۱۲٪ تور پوستان دي خو د هغو بندیانو سلنه چی د بند موده یې تر یو کال زیاته وی ، ۴۰٪ یې همدا تور پوستان دي . په هغو سیمو کی چی تور پوستان اکثریت دي یا یې شمیر یو څه ډیر وی هلته کار ، تعلیم ، روغتیا پالنه او ټولنیز خدمتونه هم لږ وی حال دا چی د اجتماعی او اخلاقی فساد سلنه یې ډیره وی . دا د امریکایی تهذیب ، مساوات او تمدن ښه بیلګه راښیی !
امریکا په نړۍ کی تر بل هر هېواد زیات بندیان لری . چین دوهم دی یعنی څه کم دوه ملیونه وګړی یې بندیان دي . نن امریکا تر برتانویانو دوه نیم چنده ، تر هالینډیانو څلور چنده او تر فرانسویانو پنځه چنده زیات بندیان لری چی ۹۰٪ یې نرینه دي . د امریکایی بندیانو شمیر د اروپا د ۲۶ هېوادو تر مجموعی بندیانو هم زیات دی . روسیه په اروپا کی دوهم ده چی نهه لکه ( ۹۰۰۰۰۰ ) بندیان لری حال دا چی ډنمارک تر ټولو دغو هېوادو لږ بندیان لری چی تقریبأ څلور زره کسه کیږی . د حیرانۍ خبره دا ده چی نوموړي ۲۶ هېوادونه جمعأ ۸۱۰ ملیونه وګړی لری خو څه باندی دوه ملیونه یې په جېلونو کی دي ، حال دا چی د امریکایی بندیانو شمیر ۲٫۳ ملیونه دی .
وګورﺉ چین په نړۍ کی لومړنی هېواد دی چی ډیر یعنی ۱٫۵ بلیونه وګړي لری خو د هغو څخه یې فقط ۱٫۷ ملیونه کسان په جېلونو کی شپې سبا کوی چی تر امریکا وروسته په نړۍ کی دوهم مقام لری .
دا لا څه ، امریکا په جېلونو او بندیانو خورا زیاتی پیسې هم مصرفوی چی له دې درکه هم په نړۍ کی اول مقام لری ، خو د ټولنیز سمون لپاره بیا خورا لږ روپۍ تخصیص کوی . د ۱۹۸۲ څخه تر ۲۰۰۰ پوری په جېلونو کی د سمون په غرض مصارف ۶۶۰٪ زیات سوي دي . په ۲۰۰۹ کی په جېلونو کی ۶۰ بلیونه ډالره مصرف سول چی دا خورا ستر مبلغ دی . د مثال په توګه ، د نیو جرسي په جېل کی د هر بندي لپاره په ۲۰۰۹ کی ( ۳۹۰۰۰ ) ډالره مصرف سوي دي چی له بده مرغه دا په نوموړی ایالت کی د کالج یا پوهنځی تر فیس هم زیات مبلغ دی . هو ، دغه دی د دیموکراسۍ د ټېکه دار اصلی ماهیت چی تر تعلیم په جېل ډیری پیسې مصرفوی !
د امریکا بل ناوړه سیسټم دا دی چی کله بندیان ایله سی نو اکثریت یې په راتلونکو درو کالو کی بیرته ونیول سی چی علت یې پر خپل قول پښېماني او یا هم نوﺉ جرم وی . ډیر بندیان د مخدره موادو او نشو عملیان دي ، دماغی اختلالات لری ، بې تهذیبه وی ، تعلیمی سطح یې ټیټه او کورنۍ تربیه یې خرابه وی خو د دې ټولو د سمون لپاره بودجه خورا نیمګړې او لږ ده ، نو ځکه تکرارأ جرم کوی او تکرارأ نیول کیږی او تکرارأ بندیان کیږی او دغه دایروی حالت هیڅ نه قطع کیږی .
هو ، دا هغه هېواد دی چی په نړۍ کی د تمدن ، آزادیو ، بشری حقوقو ، دیموکراسۍ او انسان دوستۍ د مخکښۍ ادعا کوی خو منځ یې تش او ګوګ دی . داستایوفسکی څه ښه ویلی چی : « د یوې ټولنی پر مدنیت او تهذیب هغه وخت ښه قضاوت کېدای سی چی جېلونو ته یې ورننوزو » !
فاعتبروا یا اولی الابصار ، ( ن . صمد )