ددې پرله پسې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی
له امريکايي چوڼييو او نورواستعماري نخشوڅخه د ژغورني لار
زموږ په جنگ ځپلي او غملړلي هيواد ( افغانستان) کي د تېرو لسوکالو ترخو تجربو، په ډاگه وښوول چي د سولي، امنيت، ازادۍ، ډيموکراسۍ، قانونيت، بشري حقوقو او پرمختگ په نامه راغلي پوځونه او د هغو لاس پر نامه مزدوران، ټوله په خپلو جبري اتوکي ډبل دي . داسي ورځ نسته، چي د دې بدمرغه هيواد په يوه کلي يا اولسوالۍ کي د يرغلگرو فرعونانو له خوا دکوچنيانو، ښځو او سپين ږرو په گډون لسگونه بې گونا افغانان په وينو او خاورو ونه لړل سي . نن د هيلمند په نوزاد، پرون د نورستان په دوآب، آ بله ورځ په کونړو او تر هغه مخکي په نوروکلو او بانډوکي (چي د ټولو يادونه يې ډېر ځای، وخت او حوصله غواړي) زموږ تنکي گلان، زموږ خوندي مندي، زموږ وروڼه او پلرونه، د اختري د پسو په شان، په وينو کرنگ سوه؛ او دا زړه چاودونکې لړۍ تر ننه په خورا دربي او درزي روانه ده . له دې روښانه حقيقته هم هيڅوک سترگي نسي پټولای، چي پردو لښکرو او مزدور رژيم له تېرو لسو کالو راهيسي دازادۍ، اولسواکۍ، بشري حقوقو، قانونيت او عدالت پر ځای د جگړو، نا امنييو، دوښمنييو، ظلمو، خيانتو، غلاوو او فساد توخمونه وکرل .
تېرو لسو کالو له ورايه ثابته کړه، چي د افغاني مسألو یاني جگړې، زورواکۍ ، وزگارتيا،چور او چپاو، فساد او نورو ناخوالو حلول د پردو پوځو اود هغو دکښېنولي حکومت تر وس ډېره لوړه خبره ده . واقعيت هم دا دئ، چي سوله او امنيت راوستل؛ د خلگو نسونه مړول؛ د زورواکو او خپلسرو حاکمانو د ډول ډول نارواوو مخه نيول؛ په سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي نظام کي د فساد او بې عدالتييو ختمول او خلگو ته د ارام او سوکاله ژوند په هيله د بېلابېلو اسانتياوو برابرول، اصلاً د استعماري ځواکو او د هغو د مزدورو جنگي او مافيايي ډلو ټپلو کار نه دئ . هيڅوک په نړۍ کي داسي هيواد نسي په گوته کولای چي قاتلانو، تباهکارو، چپاولگرو، زورواکو، قاچاقبرو، پلورل سوو عناصرو اوپه فساد ککړو واکمنانو دي، خپلو بېوزلو او مظلومو خلگو ته هوسا او سوکاله ژوند جوړکړی يي . ځکه جنگي او مافيايي ډلي ټپلي په جنگ، وژنو، اړودوړ، زورزياتي، فساد او نورو انساني ضد سياستوکي درنې گټي لري . که همدا اوس په افغانستان کي جنگ، وژني او سياسي باد وباران نه يي امريکا، غربي دولتونه، روسيه، ايران، پاکستان، هند، عربي هيوادونه او داسي نور مغرض سازمانونه او دولتونه هيڅکله دې او هغه جنگي ډلي، مافيايي سازمانو او جاسوسانوته، په چارښاخو ډالرونه، نه ورکيي . يو پلا د رباني، سياف، دوستم، فهيم، خليلي، محقق، عبدالله، قانوني، نور او داسي نورو پرتمنيو ماڼييو، ډول ډول شتمنييو، ناروا معاملو، نوکرانو او چاکرانو ته وگورئ؛ او بياپه خپله قضاوت وکئ، چي د افغانانو د وينو او اوښکو دابې رحمه سوداگران، په تېرو لسو کالو کي په څه کاروبار بوخت وه؛ او تر اوسه څه کيي ؟!
له همدې سَوَبه ، دا وران او ټوک ټوک افغانستان، ژور او اساسي حل غواړي . داسي حل، چي پر ټولو ربړېدلو افغانانو سربېره، زموږگاونډييو هيوادو او نړۍ والي ټولني ته هم د منلو وړ يي . زموږ د هيواد د دو دېرش کلن ناورين معقول او منطقي حل، زما له نظره دوه لوی او اساسي اړخونه لري :
اول دا چي د پردو مزدور، فاسد او بې کفايته حکومت بايد ژر تر ژره خپل ځای د ناپېيلو، خپلواکو، زړه سواندو او پوهو افغانانو يوه مؤقت ملي حکومت ته وسپاري . د دغه راز ملي حکومت د ښې پېژندني د پاره دي درانه لوستونکي د دې عاجز هغه پراخه او مفصله ليکنه وگوري، چي څه کم درې کاله مخکي د هيواد د ځينو ملي ويبپاڼو لکه « بېنوا»، « لر او بر» او ځينو نورو له لاري خپره سوه .
http://www.larawbar.com/detail.php?id=5710
دوهم دا چي ټول ايتلافي پوځونه دي د يوه معقول او عملي زماني جدول په وړاندي کولو سره، د افغانانو سپېڅلې او خپلواکه خاوره پرېږدي . دا پوځونه له تېرو لسو کالو راهيسي، د اُسامه بن لادن ، القاعدې او طالب مشرانو د وژلو يا ورکولو په پلمه دې خاوري ته راغلي دي؛ خو عملاً گورو، چي په خپلسرو هوايي بمبارييو، ورانوونکو مځکنييو عملياتو، بېرحمانه ځوروَنو او ناوړو کړووړو سره د افغانستان د مظلومو خلگو، په تېره بيا سرلوړو او خپلواکو پښتنو په وړاندي ناروا، ظالمانه او بې مفهومه جگړه کيي؛ او هره ورځ زموږ مظلوم اولس ته د سر او مال ستر او درانه تاوانونه اړوي . له دې امله بايد زموږ له بې گونا خلگو سره د نابللو يرغلگرو داوحشيانه جگړه ژر تر ژره او تل تر تله ودرېږي .
د سي . آی . اې . مشر – ليون پانيتا څه موده مخکي په خپله اعتراف وکړ، چي په افغانستان کي د القاعدې د غړو شمېر تر سلو لږ دئ . بې له شکه، د اُسامه بن لادن وژنه په خپله هم د دغه سازمان پر سياسي، سازماني او تبليغاتي ظرفيت بل کلک گوزار ؤ . پاته سوه طالبان، اسلامي حزب، حقاني ډله او نوري وسله والي ډلي، چي د هغو وژل او ورکول نه عملي کار دئ، نه معقول . عملي په دې نه دئ، چي دا خلگ ټول د دې وطن اصلي اوسېدونکي دي؛ په خلگوکي ژوري ريښې لري؛ او له تېرو لسو کالو راهيسي يې د امريکايي او ايتلافي قواوو له بمبارييو او بريدو سره سره، خپل موجوديت او هويت خوندي ساتلئ دئ . معقول په دې نه دئ، چي دې خلگو د سيپټمبر ديوولسمي په گډون، په نړۍ وال تروريزم کي هيڅکله لاس نه لاره او هيڅ وخت يې دا نه دي غوښتي، چي د نړۍ وال تروريزم تر شا ودرېږي . بن لادن، القاعده او داسی نور هم په واقعيت کي د امريکا، عربو او پاکستاني آی . ايس . آی له خوا په غاړه کي ور واچول سوه . امريکايان نسي کولای په افغانستان کي د افراطي ډلو ټپلو د ځای پر ځای کېدو مسووليت د افغانانو پر اوږو ور واچوي . دا خبره لمر غوندي روښانه ده، چي تروريزم، مذهبي افراطيت، نژادپالني او داسي نورو بدو بلاووهيڅکله په افغانستان کي ځای نه لاره .
که د افغاني ټولني واقعيتونه داسي دي، بيا نو دا بې سر وپايه پوځونه، دا ټانکونه او جهازونه، داوژني او ورانۍ د څه دپاره؟!
د ايتلافي قواوو ظالمانه بمبارييو او ړندو عملياتو خونه يوازي د تروريزم، افراطيت او تاوتريخوالي په ورکولو کي هيڅ مرسته و نکړه، بلکي د وسله والو مخالفينو مقاومت يې لا نور هم غښتلی او پياوړی کړ. که ايتلافي فرعونانو او د پخواني شمالي اتحاد ځينو پښتون دوښمنه مزدورانو د القاعدې او طالبانو په نامه، د خپلواکو، سرلوړو او غيرتي پښتنوونابودۍ ته ملاوي تړلي دي، په زر کاله به داکرغېړن خوبونه ريشتيا نه کړي .
که امريکايان او په کابل کي د هغو منفور مزدوران تصورکيي، چي د بهرني اشغال او گوډاگي رژیم وسله وال او نا وسله وال مخالفين به، له هغه کميسيون سره خبرو اترو او روغي جوړي ته غاړه کښېږدي، چي برهان الدين رباني يې مشري کيي، ډېر تېروتلي او خطاوتلي دي . ځکه د روغي جوړي له پاره نېکو او خيرغوښتونکو منځگړو ته اړتيا سته . منځگړيتوب يا وساطت هم له حقوقي پلوه او هم زموږ د اولسي دودو او روايتو له مخي، د هغو کسانو کار دئ، چي پر نېک او مصلحانه شهرت سربېره، د ښکېلو اړخو تر منځ شخړه يا دعوه کي، هيڅ ډول لاس يا گټي و نه لري؛ خو موږ ټول د سر په سترگو گورو،چي د کرزي د سولي په کميسيون کي له څو بې واکو او کلېشه يي کسانو پرته، د افغانستان د زرگونو بې گونا وگړو قاتلان، د کابل ښار دکنډواله کولو مسوولين او په پای کي د اوسني امريکايي اشغال تر ټولو خاين، بې رحمه او فاسد مزدوران، غړيتوب لري .
ايا د يوه ريښتیني ملي او ولسي حکومت لرل؛ او دا په وينو لړلې خاوره له هر ډول پردو عسکرو او پردو جنگيالييو څخه پاکول، ناسمه يا ناوړه غوښتنه ده؟
گومان نه کوم له جنگي ډلوټپلو، ځينو جاسوسانو او فاسدو واکمنانو پرته، څوک د افغانانو له دې انساني، اسلامي او افغاني غوښتني سره تضاد او مخالفت ولري . راسئ په لاندي کرښو کي د دې ستر انساني، اسلامي او افغاني ارمان پر ځينو عملي اړخو يو څو لنډي خبري وکو:
له نېکه مرغه، افغانستان له بېلابېلو قومو او ټبرو څخه په هيوادکي دننه او دباندي ډېر خپلواک، زړور، غښتلي، پوه او مُخلص ملي شخصيتونه لري . داسي ناپېيلي ملي شخصيتونه، چي ټول افغانان يې په يوه ږغ پر ايمان، افغانيت، خپلواکۍ، سرښندني، هوښيارۍ اواخلاص آمنا کولای سي .
داسي خپلواک، ناپېيلی او په هره ماناباکفايته مؤقت ملي او اولسي حکومت کولای سي، دوه ستر کارونه پر مخ بوزي :
يو دا چي له وسله والو گوندو، ډلو او شخصيتو سره د ريښتينو، ښکاره او مخامخ خبرو له لاري د جنگ او ورانۍ مخه ونيسي .
بل داچي د ملي او اولسي کړنلارو په وړاندي کولو سره، د ميليونو جنگ ځپلو او ربړېدلو هيوادوالو بالفعل ملاتړ تر لاسه کړي .
د مؤقت ملي حکومت دا دوې ارزښتناکي برياوي به بېله شکه د همېشنۍ سولي او ملي روغي جوړي له برياليتوب سره لويه مرسته وکي؛ د سولي او ترقۍ جبهه به ورځ په ورځ غښتلې او د جنگ او وينو تويولو جبهه به ورځ تر بلي تجريد اوکمزورې کړي .
د مؤقت ملي حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ ازادي خبري اتري او روغه جوړه به ډېر ژر دا امکانات برابر کړي، چي ټول نابللي پردي ( ايتلافي پوځونه او د مخالفينو تر څنگ ولاړ جهاديان) زموږ ورانه او غملړلې خاوره پرېږدي . البته، تر هغه مهاله، چي افغانستان په بشپړه توگه افغانانو ته نه وي پرېښوول سوی، په دې وران او غملړلي ټاټوبي کي د سولي، امنيت او سوکالۍ تمه هم بې ځايه ده .
مؤقت ملي حکومت به تر يوې ټاکلي لنډ مهاله مودې وروسته، په هيواد کي عمومي انتخاباتو ته لار هواره کړي؛ او په دې توگه به د يوه ريښتني منتخب حکومت تر جوړېدو پوري، خپل ستر ملي او وطني رسالت بشپړکړي . د افغانستان د سمي ادارې او پرمختگ تر ټولو ښه نُسخه هم همدا ملي حکومت دئ، چي کولای سي د دې گډ تاريخي کور د ټولو ټبرو، ژبو، مذهبو، سيمو او خلگو پر حقوقو سربېره، د گاونډييو هيوادو او نړۍ والي ټولني روا گټي هم خوندي وساتي . ما ته خو په افغانستان کي تر دې بريالی ، غوره او اغېزمن سيسټم نه ښکاري . ځکه موږ په تېرو دو دېرشو کالوکي په سترگو وليده، چي کيڼ او ښي ( چپ او راست) افراطيت مظلومو افغانانو ته بې تباهۍ او بدمرغۍ هيڅ ورنکړه؛ او نه يې ورکولای سوای؛ ځکه افراطيت په هره بڼه او هر شکل وارداتي خټه لري؛ او زموږ د ټولني له عيني او ذهني واقعيتو سره هيڅ اړخ نه لگيي . همدا دليل دئ، چي زموږ د ټولني له سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي واقعيتو څخه پردي سيسټمونه تل د خلگو له مخالفت او مقاومت سره مخامخ کیږي . « خير الامور اوسطها» تر ټولو غوره لار ده . د عدالت، برابرۍ، ازادۍ او بشري حقوقو د بشپړتيا دپاره مبارزه بايد تل زموږ په خلگو کي عيني او ذهني ملاتړ ولري . خلگ بايد په شعوري ډول، د داسي بدلونو د راوستلو په مقصد د مبارزې و ډگر ته را ووزي . وارداتي ايډيالوژۍ او تپل سوي سيسټمونه د هيڅ هيواد له خلگو سره مرسته نسي کولای . بايد په کلکه يې مخه و نيول سي .
د گردو افغانانو د خوښي وړ ملي حکومت به د سولي، تفاهم، ورورولۍ، دوستۍ او نړۍ والو معيارو په چوکاټ کي له گاونډييو هيوادو، د سيمي له دولتو، متحدو ايالاتو، لوېديځو هيوادو او نوري نړۍ سره دوستانه اړېکي وساتي؛ د هغو له علمي، تخنيکي، اقتصادي او انساني مرستو به گټه واخلي؛ او په خپله به هم د نړۍ والي ټولني د يوه فعال او گټور غړي په توگه، خپلو ملي او بين المللي مسووليتو ته ټينگ پام وکي . امريکا، اوروپايي دولتونه او همسايه هيوادونه هم بايد افغانانو ته د خپل سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي سيسټم د غوراوي حق ورکړي .
په نړۍ کي د مختلفو سياسي، اجتماعي، اقتصادي او کلتوري/کولتوري سيسټمو سته والی د نړۍ والي سولي او امنيت د ټينگښت او بشري پرمختگ، له خورا مهمو اړتياوو څخه گڼل کيږي . د بېلابېلو سياسي، اجتماعي او اقتصادي سيسټمو لرونکودولتو تر منځ د سوله ييز ژوندانه زرين اصل نه يوازي د معاصرو بين المللي حقوقو درې مهم اصول لکه د زور يا زور د گواښ مخنيوی؛ د دولتو د ملي واکمنۍ درناوی؛ او د دولتو په کورنييو چاروکي نه لاسوهنه، په ښه بڼه منعکسوي، بلکي د بېلابېلو دولتو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ نوري برخي او اړخونه هم را نغاړي . د سوله ييز گډ ژوند نړۍ وال اصل پر هغو سياستو د بطلان کرښه باسي، چي په مختلفو ټولنيزو سيسټمو پوري تړلي دولتونه، د دوښمنۍ او تقابل لوري ته بيايي . بالعکس دا اصل له بېلابېلو دولتوڅخه د ژوندانه په ټولو برخو کي د زياتېدونکو همکارييو غوښتنه کيي( ټونکين ۸۰) .
البته، د سوله ييز گډ ژوندانه ارزښتناک حقوقي اصل ته د پخواني شوروي دولت يا نورو سوسياليستي دولتو په ړنگېدو سره، هيڅ زيان نه دئ رسېدلئ . دا اصل د بشري ټولنی دگډ ژوندانه په ټولو پړاووکي د نړۍ والي سولي، امنيت، پرمختگ او همکارۍ ډاډمن او اغېزمن ضامن گڼل کيږي . ځکه د نړۍ بېلابېل هيوادونه د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي پرمختگ له پلوه، لوی توپيرونه لري . له دې کبله په نړۍ کي د بېلابېلو سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي سيسټمو د اجباري ړنگولو او پيکه کولو په خاطر هلي ځلي، بېله شکه نړۍ واله سوله، امنيت، بشري پرمختگونه او همکارۍ له سترو کړاوو او لانجو سره مخامخ کيي . بايد د هر هيواد مېشتو اولسو ته په پوره ازادۍ حق ورکړل سي، چي له خپلو ملي ځانگړتياوو او اړتياوو سره سم ، د خپلو زړو نظامو او زړو سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي مؤسسو د اليشولو دپاره پرېکړه وکړي .
په افغانستان کي يو منلئ ملي او ولسي دولت کولای سي د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د ډاډمني دفاع دپاره د ملي گټو او بين المللي موازينو په چوکاټ کي، د اړتيا پر مهال، د امريکا د متحدو ايالاتو په گډون له هر بهرني هيواد سره د دفاعي او ستراتېژيکي همکارۍ بېلابېل تړونونه لاسليک کړي . د عيني اړتياوو پر بنسټ لاسليک سوي دا ډول ستراتېژيکي تړونونه به هيڅکله جگړو، نا ارامييواو کړکېچو ته لمن و نه وهي؛ خو دا کار په بشپړ باور سره د اوسني مزدور حکومت تر صلاحيت او واک ډېر پورته دئ، چي د پردو د توپ او ټانک په زور، پر خلگو حکومت کيي . د داسي بې واکه او مزدور حکومت له خوا د ستراتېژيکو تړونو لاسليک، لا نورو جگړو، نورو وينو تويولو او نورو کړکېچو ته لار هواروي .
گاونډي هيوادونه، د سيمي دولتونه او نړۍ وال قدرتونه، په افغانستان کي متضادي گټي لري . مزدور رژيمونه په سياسي، اقتصادي او ستراتېژيکي چاروکي د خپلواکۍ نه لرلو په وجه دا متضادي او متناقضي گټي نسي پوخلا کولای . يوازي یو ريښتينی ملي حکومت کولای سي د ملي دريځ په غوره کولو سره د همسايه گانواو نړۍ والي ټولني مشروع گټو ته د احترام په سترگه وگوري؛ او د نامشروع گټو يې په کلکه مخه ونيسي.
يو ځل بیا تکراروم، چي په افغانستان کي لاسوهني، جگړې او نا ارامۍ ټول له بهرنييو لښکرو او گوډاگي رژيم سره نه شلېدونکی اړېکی لري . که امريکايان ريشتيا هم له تروريزم او افراطيت سره د مبارزې په هيله افغانستان ته تللي دي، بايد د افغاني شخړو او لانجو د اساسي حل له پاره د هغو په اصلي علت او سَوَب پسي وگرځي . کله چي د بهرنييو لاسوهنو، جگړو، وينو تويولو او ورانکاريیو اصلي علت له منځه ولاړ سي، بيا نو د هغو معلولونه ياني تروريزم، نا ارامۍ، زور زياتۍ، افراطيت، لوږه، بېکارۍ، وروسته پاته والی او نوري ناخوالي په خپله له منځه ځي .
که امريکا په افغانستان او شاوخوا سيمه کي د خپلو سياسي، اقتصادي او ستراتېژيکو گټو د تحقق دپاره نه ، بلکي په ريشتيا سره د سوله ييز، سوکاله او متمدن افغانستان دپاره راغلې يي، بیا نو تر هر څه مخکي بايد د اوسني مزدور رژيم له سياسي، عسکري او مالي ملاتړ څخه، چي په هيوادکي د سولي او امنيت تر ټولو لوی او اساسي خنډ دئ، لاس واخلي؛ او د يوې بين الافغاني جرگې له لاري د هيواد د مشرتابه چاري د افغانانو يوه ريښتيني مؤقت ملي حکومت ته وسپاري؛ او د هغه له لارښوونو سره سم د وتلو پرستراتېژۍ غوَر وکي .
که امريکايان د جنايتکارو، ورانکارو، جاسوسانو او غلو داوسني بې کفايته حکومت پر ملاتړ ټينگار کيي، د دې خبري مانا دا ده، چي غواړي يو ځل بيا د چارو واگي وسله والو ډلو ټپلو ته پرېږدي؛ او په دې توگه نورو جگړو، وينو تويولو او افراطي جريانو ته لار هواره کړي . ځکه دا بې کاره او بې کفايته حکومت هيڅکله د وسله والو مخالفينو په وړاندي د مقابلې او مقاومت وس نه لري . که د مزدور رژيم ځيني عناصر د خدای، وجدان او افغانيت په نامه څه پېژني، نور بايد له دې شرمناک، خونړي او خاينانه واک څخه لاس واخلي؛ او يوه مؤقت ملي حکومت ته د واک په سپارلو کي مرسته وکړي .
په افغانستان کي د امريکايي عسکرو دايمي حضور زموږ د هيواد د سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د محدودولو او زيانمن کولو په لارکي، ډېر خطرناک گام دئ . له دې امله يې هيڅ خپلواک، سرلوړی او باغروره افغان ومنلو ته غاړه نه ايږدي . امريکايي ستراتېژيستان بايد د تاريخ په اوږدوکي د افغانانو له خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو او حماسو څخه، د عبرت درس واخلي؛ او پرېنږدي د زرگونو پوځيانو او ميليارډو ډالرو په ضايع کولو سره، له هغي نتيجې سره مخامخ سي، چي نوري يرغلگري امپراطورۍ ور سره مخامخ سوي دي . تاريخونه شاهدي ورکيي، چي د دې خپلواک او سرلوړي هيواد په غرو او رغوکي د ډېرو فاتحانو پزي په خاورو لړل سوي دي؛ ځينو يې پښې او لاسونه، ځينو يې سرونه او ځينو يې درست لښکرونه بايللي دي .
البته، هيڅوک په افغانستان او شاوخوا سيمه کي د لويو قدرتو، په تېره بيا متحدو ايالاتو له اوږد مهاله گټو څخه سترگي نه پټيي؛ خو دا گټي بايد د افغانانو، همسايه دولتو او نړۍ والو له قانوني او انساني گټو سره بشپړ سمون ولري . يو خپلواک، خدمتدگار، سپېڅلی او کارپوه ملي دولت کولای سي په خپل هيوادکي د امريکا د متحدو ايالاتو په گډون د همسايه گانو او نورو هيوادو مشروع گټي خوندي وساتي .
که امريکا د تعقل او منطق پر ځای د زور او گواښ لار ټينگه کړي، بيا نو په دې حقيقت بايد ښه سر خلاص کړي، چي افغانانو ته، په خپل پلرني هيوادکي د پردو دايمي لښکرکوټونه د دايمي اشغال په مانا دي . د دايمي اشغال په عواقبو ياني دايمي جگړو او دايمي تراژيدييو هم هر څوک ښه پوهېږي . د امريکا سياسي او پوځي ستراتېژيستان بايد يو پلا بيا خپل تېر لس کلن ريکارډ له سره وگوري . دا خونړۍ ريکارډ له ورايه ښيي، چي له پردو لښکرو څخه د افغانانو کرکه او نفرت د هري ورځي په تېرېدو سره ډېريږي .
که يو نيم لک منظم پوځ او لسگونو زرو استخباراتي، امنيتي او اکملاتي قواوو په تېرو لسوکالوکي د خلگو خپلواکۍ بخښوونکي ارادې ماتي نکړای سوې ، تر دې وروسته هم هيڅ دليل نسته، چي د عسکري چوڼييو په بڼه به، د افغانانو د پر شا نه تلونکي پاڅون مخه ونيسي . بايد له دې روښانه حقيقت څخه سترگي پټي نه کو، چي د امريکايي عسکرو همېشنی حضور، د افغان ناورين د حل لار نه ده . گرده خپلواک، زړور او سرلوړي افغانان د وطن، ملي نواميسو او پردو يرغلگرو پر خلاف مبارزه کي يو لاس او يوه خوله دي .
په پای کي د دې مهمي خبري يادونه ضروري گڼم، چي د جنگ او تباهۍ لېونۍ لمبې به هرومرو زموږ د اسکېرلو هيوادوالو ويرجنه او ويجاړه کوډغاله نوره هم لولپه کړي ؛ خو له هغو سره به امريکايي لښکرکوټونه او د هغو مزدور رژيم هم هيڅکله پر ارامه پاته نسي؛ دا اورونه او لوګي، دا ويني او اوښکي به هرومرو د فرعونانو تر ارګواو ماڼييو هم رسيږي .
انگرېزي « بېس » ته په پښتو او دري کي څه و وايو؟
اډه، پوځي اډه، لشکرگاه/ لښکرگاه، لښکرکوټ، پايگاه، چوڼۍ؟
د لغتپوهني او ايتيمولوژۍ په روڼا کي څو لنډي خبري
څو ورځي مخکي د هيواد خوږ ژبي، مبتکر او متفکر ليکوال – ښاغلي ډيپلوم انجنير خليل الله معروفي، په « افغانستان آزاد – آزاد افغانستان » ويبپاڼه کي، د امريکايي چوڼييو په اړه، د يوې په زړه پوري مقالې په ترڅ کي، د معقولو دلايلو په وړاندي کولو سره، د دري ژبو ليکوالو او ژورناليستانو پام د ايراني« پايگاه » پر ځای د خپلي ژبي د يوې خوږې تاريخي کليمې ( لشکرگاه) کارولو او رواجولو ته اړولئ ؤ، چي ماته يې هم په ريشتيا سره ډېرخوند را کړ . د « لشکرگاه » او « پايگاه » د کليمو پر څېړنه سربېره د امريکايي چوڼييو په ردولو او غندنه کي، د ښاغلي معروفي علمي مقاله، دلته کتلای سئ :
http://afgazad.com/Siasi/042511-KM-Ejaaza-ye-Lashkargaah-e-Begaana-Botlaan-e-Afghaniyat%5B2%5D.pdf
غواړم په دې لنډ بيان کي درنو لوستونکو ته د ايتيمولوژۍ او لېکسيکالوژۍ په روڼا کي د ښاغلي معروفي پر علمي استدلال، څو نور ټکي هم ور زيات کړم .
« اډه » يا « اډا» د ايتيمولوژۍ يا ريښه پېژندني له نظره د هندي ژبي ټکی دئ، چي له اوږدو زمانو څخه په زياترو هندي الاصله ژبواوپښتوکي، په پراخه توگه استعماليږي ( پلاټ ۳۷) . په پښتوکي د موټروانــــــــو اډه، د ټــــکيسيانو اډه، د گاډييو اډه او داسي نور عبارتونه له پخوا څخه باب دي، چي په عمومي ډول د تم ځای/ تمځی، درېد ځــــای/ دريدځی، ايستگاه، توقفگاه او داسي نورو په مانا دي . دا ټکی پخوا په افغاني پښتوکي د عسکري قشلې، عسکري قطعې، عسکري قرارگــــاه يا گارنـــــــېــزيون او داسي نورو په مانا نه کارېدئ؛ خوپه کښته پښتنوکي داوردو ژبي د اغېـــزې له کبله فوجي اډه ، هوايي اډه، د پوليسو اډه او داسي نور عبارتونه، له پخوا څخه استعماليږي .
« پوځ » کليمه د عربي« فوج » مفغنه يا پښتو سوې بڼه ده، چي نن سبا په افغاني پښتوکي خورا ډېره کاريږي؛ او د پخوانييو مروجو کليمو لکه لښکر، اوردو يا عسکري قوې ځای يې نيولئ دئ . لښکر، سپاه، عسکر، اوردو هغه کليمې دي، چي له پېړييو پېړيیو راهيسي زموږ په ژبه او ادب کي تابعيت او مقبوليت لري؛ او ځای يې بايد د« پوځ » مفغني کليمې ته په بشپړه توگه ور نکړل سي . ځکه دا کار هيڅ منطق نه لري، چي خپلي زړې او اشنا کليمې د پرديتوب په گونا تر خاورو لاندي کو؛ او پر ځای يې نوري پردۍ، خو نا اشنا کليمې ودروو. البته، د منل سوو عربي، پاړسي او نورو پردوکليمو تر څنگ د خپلي ژبي د نابابه او هېرو سوو کليمو راواجول ډېر نېک او گټور کار دئ . د مثال په ډول « سبب » داسي عربي ټکی دئ، چي د پښتو تر څنگ په دري، اوردو او نورو ژبوکي هم پراخ استعمال لري . دا اسانه، ساده او مروج ټکي د کندهار په پښتني چاپېرکي افغاني رنگ اخيستی دئ؛ او له پېړييو پېړيیو راهيسي د« سَوَب » په بڼه په عامو او خاصوکي دود دئ . د « سَوَب » تر څنگ، ډېري نوري کليمې هم سته، چي گرده يې د پښتو ژبي د لغوي زېرمي ارزښتناکه برخه گڼل کيږي؛ او په هيڅ بيه يې بايد له لاسه و نباسو .
په خواشينۍ سره، نن سبا د ژبي د سوچه کولو بې خبره محتسبين د دې مفغني کليمې له کارولو مخ اړوي؛ او پر ځای يې د پښتو او عربي ژبي د يوه لغوړن ترکيب ( لامل) و بېدرېغه استعمال ته ملا تړلې ده، چي په حقيقت کي له دوو برخو ياني « له » او« عمل » څخه ترکيب سوی دئ . ځيني يې د جمعي په بڼه (لاملان) هم کاروي، چي تر مفرد حالت لا ډېر بې خونده او خندنی ايسي . زما پوښتنه دا ده، که پېړۍ پېړۍ مخکي په ژبه کي د همدې مفهوم دپاره ساده، اسانه او مروجه کليمه لرو، د بلي نا اشنا کليمې د جوړولو اړتيا په څه کي ده؟! ماته خوپه دې کار کي له بې خبرۍ او خپلسرۍ پرته بل څه نه ښکاري . زموږ په نيولوجيزم کي د شکلي او مانوي ( معنوي) کمزورييو څېړنه او سپړنه د لوی کتاب د ليکلو غوښتنه کوي، چي دا لنډه مقاله يې ځای نه دئ .
عربي« فوج » يا د هغه مفغنه بڼه (پوځ) دېرش کاله دمخه په افغاني پښتو کي باب نه ؤ . يوازي يې په کښته پښتنوکي د اوردو ژبي د فرهنگی نفوذ په وجه له ډېرو وختو راهيسي، په اصلي عربي بڼه ( فوج)يا نيمه عربي، نيمه مفغنه بڼه ( فوځ ) پراخ استعمال لاره ( وېر ۷۳۱) .
د پاړسي ژبي په زړو متنوکي د عسکري يا پوځي اډې دپاره د « لشکرگاه » ترکيبي ټکی کار سوی دئ، چي يوه بولگه يې د هيلمند د اوسني اداري مرکز ( لشکرگاه/ لښکرگاه) په تاريخي نامه کي تر اوسه هم ژوندۍ ده . لشکری بازار/ لښکري بازار، اوردو بازار او اوردوگاه (اردگاه) د همدې مفهوم له پاره ځيني نوري مروجي کليمې دي .
له تاريخي پلوه، بوست ( بُست) د غزنويانو په لويه امپراطوري کي دوهم لوی ښار ؤ. غزنوي پاچهانو د مجللو او شاندارو سلطنتي ماڼيیو په جوړولو سره له بوست څخه د خپل ژمني تفريحي مرکز په توگه کار اخيست . د غزنوي دورې ځينو شاعرانو لکه فرخي سيستاني او عنصري بلخي ددې ښار د پرتمنيو او با صلابته وادنييو په ستاينه کي، ښايسته شعرونه ويلي دي ( و. گ . د عنصري بلخی او فرخي سيتاني ديوانونه) .
بوست ښار د اسلام د لومړيو فتوحاتو په زمانه کي د لښکرو استوگنځی ( معسکر / لښکرکوټ) يا زموږ په اوسنۍ اصطلاح قرارگاه ؤ، نو ځکه يې د لشکرگاه يا لښکرگاه په نامه بللئ دئ . د لوی استاد – ارواښاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع) په عقيده د عربانو تر راتگ او د عربي ژبي تر رواجېدو دمخه، په دري ژبه کي د عسکرو د راغونډېدو او استوگني ځای ته « لشکرگاه » ويل کېده. لوی استاد په خپل ستر شهکار « تاريخ افغانستان بعد از اسلام » کي کښلي دي، چي د عربي ژبي « عسکر » کليمه هم د دري ژبي له « لشکر» کليمې څخه معرب سوې ده، نو ځکه تر « عسکر» زړه او لرغونې ده ( حبيبی، تاريخ افغانستان بعد از اسلام ۵۷۴ ؛ وېر ۶۱۳). « لشکرگاه » د هيواد د نامتو مؤرخ – ارواښاد استاد علي احمد کهزاد (۱۲۸۲ – ۱۳۶۲ هـ ش) د هغه ارزښتناک علمي- تحقيقي اثر نوم دئ، چي د همدې ښار تاريخي او ادبي پېښي پکښي څېړلي سوي دي .
له بده مرغه د لشکرگاه/ لښکرگاه کليمه اوس، د پاړسي او پښتو ژبو په ورځنييو محاورو او مرکوکي، له يوه جغرافيايي نامه پرته، په خپله اصلي مانا نه استعماليږي . د افغاني پاړسۍ ( دري) په رسمي او مطبوعاتي ژبه کي د« لشکرگاه » ځای اوس د ايرانيانو بې خونده او نا رسا ترکيبي کليمې( پايگاه) نيولــــئ دئ . پايــگــــاه (پای + گاه) کليمه لکه څنگه، چي ښاغلي معروفي هم يادونه کړې ده، د انگرېزي بېس يا نــورو ورتــه اوروپايي
کليمو تحت الفظي ترجـمـــه ده؛ او په هيڅ ډول د « لشکرگاه » ښکلا، سادگي، اساني او پوخوالی نه لري .
په پښتو کي د « لشکرگاه/ لښکرگاه » دپاره د « لښکرکوټ » ترکيبي کليمه هم بې خونده او بې مانا نه ښکاري . د ايتيمولوژۍ له پلوه « لښکرکوټ » له دوو بېلو ټکو« لښکر» او « کوټ » څخه جوړ سوی دئ . « لښکر» د پارسي « لشکر» مفغنه بڼه او« کوټ » د کلا(قلعه)، جنگي کلا، لوړه کلا، لو(لويه) کلا یا بالاحصار، ټينگ او مزبوت مورچل په مانا په هندي، پاړسي او پښتو کي مشترک ټکی دئ، چي ريښه يې له هندي ژبي سره پيوند لري( پلاټ ۸۵۹) . دا ټکی د پاړسي په زړو متنوکي د« کوتوال » په ترکيبي کليمه کي ډېر ليدل کيږي، خو اوس يې ځای د عربي ژبي « قلعه »، « حصار»، « بالاحصار» او د پارسي ژبي « دِژ» کليمې نيولئ دئ . په پښتو کي د« کوټ » ټکی په ډېرو ترکيبي کليمو لکه « برېښناکوټ »، « سلاح کوټ »، « شاولي کوټ »، « نادرشاه کوټ » او داسي نوروکي ژوندی دئ .
په لشکرگاه ( لشکر + گاه) کي لکه څنگه چي گورو د کليمې مانا او مفهوم له ورايه ښکاره دئ؛ کوچنی او لوی، لوستی او نالوستی گرده په پوهېږي؛ هيڅ اضافي تشريح او توضيح ته اړتيا نه لري؛ خو« پايگاه » له بلي تکميلي يا وصفي کليمې پرته قطعاً د لښکرگاه يا لښکرکوټ مانا نه رسيي . په پښتو او انگرېزي کي هم د عسکري قشلې يا لښکرکوټ په مانا د« اډې » يا « بېس » کليمه همدا ستونزه پېښوي . هرومرو يې بايد د مانا د وضاحت او تفسير له پاره يوه بله تکميلي يا وصفي کلیمه هم راوړل سي .که څوک بې وصفي کليمې يوازي « اډه » و وايي، د اروېدونکي په ذهن کي سمدلاسه د موټرانو اډه، د بگييو اډه او داسي نور مفاهيم ورگرزي . سربېره پردې نيمگړتيا او نا رسايي، هر صفت هم د اډې عسکري يا نظامي ځانگړتيا نسي په گوته کولای . له همدې کبله، نوې اډه، زړه اډه، لويه اډه، کوچنۍ اډه او داسي نور عبارتونه هيڅ يو د اډې د عسکريت خصوصيت نه جوَتوي . په بله وينا، له اډې سره ملگری صفت بايد خامخا د اډې لښکري يا عسکري خصوصيت ته اشاره وکي؛ لکه : عسکري اډه، پوځي اډه، هوايي اډه، استخباراتي اډه، پوليسي اډه او داسي نور، که نه نو د اډې کليمه به يوازيتوب سره اروېدونکو يا لوستونکو ته د هغې د دقيقي مانا په موندلوکي، لوی سرخوږی پيدا کړي .
لکه څنگه چي مخکي يادونه وسوه، په انگرېزي کي هم د « لښکرگاه »، « لښکر کوټ » يا « پوځي اډې » په مانا د« بېس » کليمه د بل وصفي يا تکميلي ټکي له زياتولو پرته، د مانا په پوهېدوکي ستونزه او مشکل پېښوي، نوځکه له نورو ماناوو سره د نه التباس په خاطر زياتره د يوه صفت په زياتولو سره کاريږي لکه : « ميليټري بېس »، « آرمي بېس »، « نېوي بېس » او داسي نور او يا د هغه پاره نور مترادف او متقارب ټکي استعماليږي، چي ځيني يې دا دي :
base , army base, camp, army camp, military instillation, post, barracks, headquarters,
garrison, cantonment, station.
که د ايتيمولوژۍ له اړخه وگورو« پايگاه نظامی» له د دوو کاملاً بېلو کليمو څخه جوړ سوی عبارت دئ، چي اوله کليمه ياني « پايگاه » يې په خپله هم له « پای » او « گاه » څخه جوړه سوې مرکبه کليمه ده. دا دواړي کليمې په گډه يوازي د يوه واحد مفهوم او مانا ياني لښکرگاه يا لښکر کوټ د افادې له پاره استعماليږي . د « پايگاه نظامی » پر خلاف، « لشکرگاه » داسي ترکيبي کليمه ده، چي له دوو برخو ياني« لشکر» او« گاه» څخه جوړه سوې ده . د « لشکرگاه/ لښکرگاه » ټکی پر لنډوالي، سادگۍ او اسانۍ سربېره د مانا په لحاظ هم تر« پايگاه نظامی » يا پوځي اډې ښکلی، اسانه او پُر مانا دئ . البته « لشکرگاه » پر دې شکلي او مانوي فضيلت سربېره زموږ د هيواد له تاريخ او ادب سره هم نه شلېدونکی اړېکی لري؛ نو ځکه يې بايد د زړښت يا لرغونتوب ښېگڼه هم له پامه و نه غورځول سي . دا ټول دلایل د دې ښکارندوی دي، چي د « لشکرگاه/ لښکرگاه » د کليمو را ژوندی کول گټور او پرځای کار دئ .
اما په پښتو کي د عسکري قشلې، عسکري قطعې، قرارگاه، لښکرگاه، لښکر کوټ يا پوځي اډې پر ځای يو بله کليمه هم تر اوسه د خلگو په محاورو او مکالمو کي ژوندۍ ده، چي بايد د نورو پخوانييو ټکو په شان يې له ورکېدو څخه وژغورو . دا د« چوڼۍ/ چاوڼۍ/ چهاونی / چهاوڼۍ/ چونی » کليمه ده، چي له خورا پخوا زمانو څخه پر هندي ژبه سربېره، په ډېرو نورو هندي الاصله ژبو او پښتوکي هم استعماليږي . که څه هم نن سبا د افغانستان په رسمياتو کي د عسکري قشلې، عسکري قرارگاه، عسکري قطعې او گارنيزيون اصطلاحات ډېرکاريږي؛ خو سره له هغه هم په کندهارکي له عمــــرونو راهيسي د« چوڼۍ » کلیمه د خلگو په ورځنيیو محاورو او مکالمو کي ژوندۍ ده .
زما په قاصر نظر دچوڼۍ کليمه زموږ په پراخه سیمه او پراخو اولسو کي د عموميت، لنډوالي، سادگۍ، روانۍ او روښانه مانايا هغه څه پر بنسټ، چي ژبپوهان او لغتپوهان يې د فصاحت او بلاغت د اصولو په نامه يادوي، تر لښکرگاه، لښکر کوټ اوپوځي اډې هم په زړه پوري برېښي؛ ځکه دا کليمه هم له يوې خوا زموږ په ژبه کي تاريخي ريښې لري؛ او له بلي خوا تر اوسه د عام اولس په ورځنييو خبرو کي کاريږي . د لغتپوهني اصول هم دا حُکم کيي، که يو ټکی د دووجلا ټکو مفهوم افاده کړای سي، بيا نو دوو ټکو ترکيب ته هيڅ حاجت نسته . دغه راز، که له ېوې ريښې څخه راوتلې ساده يا بسيطه کليمه د پام وړ مانا په واضح او روښانه بڼه بيان کړای سي، بيا نو له دوو بېلو ريښو يا دوو بېلو ټکو څخه جوړي سوي ترکيبي کليمې ته هيڅ اړتيا نسته . لنډ والی، سادگي، اساني او د مانا بشپړتيا( جامعيت اومانعيت) د نيولوجيزم تر ټولو مهم او اساسي اصل دئ . ما د هري بلي ليکني په څېر په دې ليکنه کي هم د پښتو د لغوي زېرمي د پراخېدو او بډايني په هيله ټولي کليمې او ترکيبونه کارکړي دي .
ماخذونه او سرچينې
حبيبی، عبدالحی . تاريخ افغانستان بعد از اسلام . چاپ سوم . تهران : دنيای کتاب، ۱۳۶۷.
— . تاريخ مختصر افغانستان . کابل : نشر کردۀ د کتاب چاپولو مؤسسه به همکاری انجمن تاريخ . ۱۳۴۶ .
— . جنبش مشروطیت در افغانستان . چاپ جديد. قم : کيمسيون فرهنگی حزب وحدت اسلامی افغانستان، ۱۳۷۲ .
خټک، خوشحال خان . د خوشحال خان خټک کُليات . د څېړنوال محمد مؤمن پتوال، څېړنمل محمد عارف غروال او څېړنيار عبدالواجد واجد په اهتمام . کابل : د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ، د ادب او فولکور څانگه، ۱۳۵۸. لومړی ټوک .
شادروان، حسن . اقبال شناسی . تهران : مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۱.
عنصری بلخی . ديوان . به کوشش دبير سياقی . چاپ دوم . ايران : ب ن . ۱۳۶۳ .
غبار، مير غلام محمد. افغانستان در مسير تاريخ . چاپ چهارم . ايران : مرکز نشر انقلاب با همکاری جمهوری، ۱۳۶۸.
فرخی سيستانی، ديوان . به کوشش دبير سياقی . ايران : ب . ت .
لاهوری، علامه محمد اقبال . کليات اقبال . به اهتمام داکتر جاويد اقبال . اشاعت ششم . کراچی : شيخ غلام علی اينډ سنز پبليشرز، ۱۹۹۰.
( قانون اساسی افغانستان ، ۱۳۸۲) .
هوتک، محمد. پټه خزانه . به تصحيح و تحشيه وتعليق عبدالحی حبيبی . کابل : پښتو ټولنه ، ۱۳۲۳.
Brzezinski, Zbigniew. The Grand Chessboard : American primacy and its geostrategic imperatives. New York: BasicBooks, 1997.
Cooley, J. K. Unholy Wars, 2nd edition (London: Pluto Press, 2001).
D. I. Feldman et. al. International Law. ed. Prof. G.I. Tunkin. English translation from the Russian edited by Muran Saifulin, Cand. Sc.(Law). Moscow: Progress Publishers, 1986.
Platts, J. T. A dictionary of Urdu, classical Hindi, and English. London: W. H. Allen & Co., 1884.
Tunkin, G.I. Law and Force in the International System. Trans. from the Russian. Moscow: Progress Publishers, 1985.
Wehr, Hans. A Dictionary of Modern Written Arabic. Ed. by J. Milton Cowman, 3rd. ed. Beirut: Librairi du Liban, 1980
Websites:
http://www.wsws.org/articles/2011/apr2011/afgh-a19.shtml
http://www.benawa.com/details.php?id=41909
http://www.surgar.net/-news-pg-Hot-News-1651.html
http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=24444
www.reuters.com/article/idUSTRE70A3B620110111
http://www.independent.co.uk/news/world/americas/us-begins-lockerbie-compensation-transfer–
http://en.wikipedia.org/wiki/Pan_Am_Flight_103
http://www.closethebase.org/
http://people.sabanciuniv.edu/ficici/docs/20070710-Okinawa.pdf
http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/japan/7795734/Japanese-PM-Yukio-Hatoyama-resigns-over-broken-Okinawa-base-promise.h
http://www.worldpublicopinion.org/pipa/articles/international_security_bt/579.php
http://www.fluglaerm-kl.de/dl/American_bases_in_Germany_fs.pdf
http://www.wsws.org/articles/2003/apr2003/germ-a07.shtml
http://www.nytimes.com/1991/12/28/world/philippines-orders-us-to-leave-strategic-navy-base-at-subic-bay.html
http://en.wikipedia.org/wiki/United_States_withdrawal_from_Saudi_Arabia
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/middle_east/2984547.stm
http://www.foxnews.com/politics/2009/02/19/official-confirms-using-pakistan-base-launch-attacks/
http://www.timesonline.co.uk/tol/news/world/asia/article5762371.ece
http://en.wikipedia.org/wiki/Category:Military_coups_in_Turkey
http://www.historyplace.com/worldhistory/genocide/armenians.htm
http://en.wikipedia.org/wiki/Cyprus_dispute
http://www.worldpublicopinion.org/pipa/articles/international_security_bt/579.php
http://icasualties.org/oef/
http://costofwar.com/en/
http://www.fas.org/sgp/crs/natsec/RL33110.pdf
http://www.usatoday.com/news/military/2010-05-12-afghan_N.htm
http://thehill.com/blogs/blog-briefing-room/news/63121-crs-calculates-cost-of-us-troop-presen
http://www.digitaljournal.com/article/282238
http://en.wikipedia.org/wiki/Economy_of_the_People’s_Republic_of_China
http://www.tradingeconomics.com/united-states/gdp-growth
http://www.foreignaffairs.com/articles/67026/robert-d-blackwill/plan-b-in-afghanistan
http://www.blogfrommiddleeast.com/?new=69848
http://afgazad.com/Siasi/081810-Dr-Aziz-Formal-Support-and-Infomral-Subversion[1].pdf
http://afgazad.com/Siasi/042511-KM-Ejaaza-ye-Lashkargaah-e-Begaana-Botlaan-e-Afghaniyat%5B2%5D.pdf
http://news.bbc.co.uk/1/hi/6965115.stm
http://articles.latimes.com/2010/oct/01/world/la-fg-1001-afghan-opium-20101001
http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=24697
http://www.bloomberg.com/news/2011-05-12/bin-laden-s-death-won-t-end-toll-on-taxpayers.html
http://en.wikipedia.org/wiki/Indo-Pakistani_wars_and_conflicts
http://en.wikipedia.org/wiki/Indo-Pakistani_War_of_1965
http://en.wikipedia.org/wiki/Indo-Pakistani_War_of_1971
http://en.wikipedia.org/wiki/Kargil_War
http://www.spiegel.de/international/world/0,1518,672828,00.html
http://afgazad.com/Tarixi/121808-A.A._Kohzad_Shair_Surkh_wa_Pir_Sabz[1].pdf