کور / سياسي / اور او کور

اور او کور

وئمه ورځ ولسمشر د خپلسرو عملیاتو په اړه سپینې خبرې و کړې او که د کابل د څو تنو استوګنو نظر د هېواد د وګړو د نظر څرګندویي کولای شي نو د ولس د زړه خبرې وې. لس کاله کېږي چې نړۍواله ټولنه د تروریزم د ځپلو په نامه، د ملګرو ملتونو له دعا سره افغانستان ته راغله خو څه یې خپله سپین سترګي، څه یې زموږ د مشرانو بې کفایتي، هغه د کلیوالو خبره د اور په پلمه راغلې دا دی نن د کور مېرمن ده؛ نه د ولس پر خواشینۍ سر ګروي او نه د ولسمشر سرو سترګو ته ګوري. په خپله، د خپلو ناکره استخباراتو پر بنسټ، عادي افغانان وژني او چې بې ځوابه شي پر دردېدلو کورنیو دا تور هم لګوي چې د خپلو ماشومانو اندامونه یې په خپله سېزلي دي.
ولسمشر هم، دا لومړی وار نه دی چې دغه ډول کړنې یې د نه منلو ګڼلي دي او په وارو وارو یې د دغو عملیاتو د درېدلو غوښتنه کړې ده. د امریکې د دفاع وزیر رابرټ ګېټس په دې اړه وایي: «افغانانو دېرش کاله جګړه زغملې ده، ولسمشر کرزی د افغانانو د دردونو ترجماني کوي خو هغه، او د افغانستان خلک، په دې هم پوهېږي چې موږ د دوی ملګري یو او هڅه کوو چې افغانان د دې جوګه کړو چې ځان په خپله وساتي.» د کرزي او د ګېټس خبرې دواړه خپل معقولیت لري خو د ناټو ویاند جنرال یوسف بلوڅ بیا په زغرده وایي چې ولسمشر کرزی چې هرڅه وایي دوی به خپلو شپېنیو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ظاهراً امریکا او ناټو په یوه خوله هم تاوده پوکوي او هم ساړه. خو خبره هلته نه ده. د افغانانو د پام ټکی د دوی د خپل ولسمشر څرګندونې دي. که د افغانستان د مشرتابه خبره د یو تش «خبردار» هومره ارزښت هم و نه لري نو بیا خو ښکاره خبره ده چې افغانان په کور دننه بېواکه دي. ولسمشر د لسو کلو راهیسې، کم له کمه د میاشتې یوځل، دا غږ پورته کوي چې موږ نور ملکي تلفات نه شو زغملای خو داسې ورځ نه تېرېږي چې موږ یوه یا دوه جنازې خاورو ته و نه سپارو. د ولسمشر زارۍ، د ولسمشر ګواښونه او د سټېج پر سر د ولسمشر ژړا لا تر اوسه زموږ د «ملګرو» پر زړونو اثر نه دی کړی. په تېره کې هم ولسمشر په مطبوعاتي ناستو کې توندې خبرې کړي، ګواښونه یې کړي، خو بیا چې واشنګټن، لندن، مادرید، لیزبون، اسلام آباد او تهران ته تللی، یا د «ملګرو» له کوره کوم څوک دلته راغلی نو د ولسمشر پر ژبه موم توی شوي دي او هېڅ یې نه دي ویلي، لا یې د «ملګرو» دومره ستاینه کړې چې زموږ سترګې یې راخړې کړې دي. نن چې ولسمشر د اشغال خبره کوي، نور نو حق نه لري چې د تېر په څېر دا خبره هم په هېرو کې وشمېري. نن ولسمشر داسې یو ګام اخیستی چې پر ځان یې د پرشاتګ پلونه ړنګ کړل.
که د افغانستان د حکومت خبره په افغانستان کې نه منل کېږي نو پرته له شکه چې افغانستان به یو اشغال شوی هېواد وي. دا به د ټولو افغانانو فرض وي چې د خپل وطن د خپلواکۍ له پاره مټې راونغاړي. البته خپلواکي غوښتل حتمي نه ده چې د ټوپک پر زور وي. د خپلواکۍ غوښتلو سیاسي لارې جارې هم شته، خو لومړی باید له نیواکګرو څخه هغه د مشروعیت سند واخیستل شي چې زموږ رضامندۍ ور په برخه کړی دی. افغان ولسمشر باید لویه جرګه راوغواړي چې افغانستان رسماً یو اشغال شوی هېواد و ګڼي او بیا باید دغه سند د نړۍ ټولو هېوادونو ته، د ملګرو ملتونو له تریبیون څخه، ابلاغ کړي. وروسته به د افغانستان د اشغال د ختمولو له پاره د ولس استازي له نړۍوالې ټولنې سره د مذاکرې مېز ته کښېني.
خو مخکې تر دې چې خبره دومره ترخه کړو، لا هم د افغانستان حکومت یو دوه داسې څه لري چې پر امریکا یې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي. ولسمشر کولای شي چې سر له ننه، د امریکا ولسمشر او کانګرس ته یو رسمي یاداشت ولېږي چې تر څو چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ستونزه نه وي حل شوې، تر څو چې افغان حکومت عملاً د جنګي فعالیتونو مشري نه وي تر لاسه کړې، تر هغې دغه حکومت پر ستراتیژیک تړون د خبروکولو صلاحیت خپل نه بولي او خبرې پرې نه شي کولای. که په راتلونکو دوو دریو میاشتو کې دې اعلان نتیجه ور نه کړه، ولسمشر دې امریکې او ناټو ته بیا یو مشخص ضرب الاجل وټاکي چې په پای کې به یې لویه جرګه راغواړي. هیله کېدای شي چې د افغاني لوري جدیت به د «ملګرو» غرور یو څه مات کړي، خو که و نه شو، دغه شاوخوا یو کال وخت چې د روابطو د پرې کولو له پاره ضرور دی، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په خاطر د یوې هر اړحیزۍ، معقولې او ډېرمنلې ستراتیژۍ د جوړولو له پاره کافي وخت دی. د افغانستان حکومت باید دغه سیاسي شهامت پیدا کړي چې یو ځل بیا پرې څوک د «بن پرېکړې» تحمیل نه کړي او هغه ګاونډۍ چې د اور غوښتلو له پاره راغلې وه نور په کور کې د «بیبي» اکټ و نه کړي.