خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دولايت دمقام دغونډوپه تالارکې دمرکزاړوند شمل دقوم مشرانوسره ديوشميره موضوعاتوپه اړه کتنه وکړه .په دغه ليدنه کې دشمل دقوم دمشرانوله ډلې څخه ګل الرحمن اونورو ددوى په استازيتوب خبرې وکړې ،دوى دخپلوخبروپه ترڅ کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي کړنې دخوست دپرمختګ ،سولې ،ثبات ،ډاډمن امنيت ،سوکالۍ اونيکمرغۍ لپاره ګټورې وبللې ،دوى ټولوپه خپلو خبروکې خوست والي ته په ډاګه کړه چې، مونږ ټول دقوم مشران دولايتي ادارې سره دلويو او اغيزمنوپروژود پلي کولوترڅنګ دځمکودغصب پروړاندې مبارزه کې ،دسولې په ټينګښت اودهوايي ډګردجوړيدوپه کارکې ملګري يو ،اوپه دې برخه کې هررازهمکارۍ ته چمتويو ،دوى په خپلوخبروکې خوست والي ته په ولايتي اداره کې دچارود لاښه سمون په موخه رغونکي وړانديزونه وکړل اوترڅنګ يې دځينوستونزوپه اړه دخوست ولايت مشرتابه ته يادونه وکړه .ورپسې خوست والي راغليومشرانوته په خوست کې په روانوپرمختګونو ،برياوو ،لاسته راوړنو اودسولې لپاره په هڅو رڼا واچوله ،دشمل دقوم مشرانوته يې دټولوپرمختګونوپه اړه هراړخيزه معلومات ورکړل ،دځمکودغصب پروړاندې په مبارزه کې ،دسولې په ټينګښت اودهوايي ډګردجوړيدو په اړه يې ددوى دملاتړڅخه خوښي څرګنده کړه .ددوى ملاتړيې دخوست دټولوشريفوولسونو دنيکمرغۍ اوپرمختګ ملاتړوبللو،خوست والي دشمل دقوم دمشرانو ونډه دامنيت اوسولې په ټينګښت کې اغيزمنه وګڼله ،پردوى ټولويې غږ وکړ چې دخپل هېوادپه جوړولوکې دې زياروباسې اوخپل دولت سره دې خپلې بشپړې همکارۍ ته لا ادامه ورکړي . دکتنې په پاى کې خوست والي له دوى ټولوڅخه وغوښتل چې په خوست کې دپوهنې دپرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي .ياده کتنه په خوښۍ سره پاى ته ورسيده.