د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د مرافعه څارنوالۍ د نوي ودانۍ د جوړلو چاري بشپړي سوې او کار اخيستلو ته وسپارل سوه .
د هلمند د څاروالۍ چارواکو پخوا شکايتونه درلودل چي دوئ د مناسب ځاى د نشت والي له امله په خپلو کارونو کي د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي .
که څه هم له ډېره وخته په هلمند کي ددولتي رياستونو او ادارو لپاره د مناسب ځاى د شتون ستونزه يوه ستره او اساسي ستونزه ده خو په تير يوه کال کي په نوموړي ولايت کي د ډېرو دولتي ادارو لپاره ودانۍ جوړي سوي دي .
د پنج شنبې په ورځ د هلمند د مرافعه څارنوالۍ د نوي ودانۍ د جوړولو چاري چي په اداره ساحه کي رواني وې هم له څه باندي يوه کال څخه وروسته پاى ته ورسېدلې .
د نوموړي ولايت د مرافعه څارونوالۍ رئيس عبدالخالق وويل چي دغه وداني د يو لک او شپږ اتيا زرو امريکايې ډالرو په لګښت د افغانستان د لويې څارنوالۍ په مالۍ لګښت د آريانا هلمند ودانيز شرکت لخوا جوړه سوې چي درې پوړه ، اتلس وطاقه او يو د کنفرانسونو لوئ تالار هم لري .
څارونوال وايې چي ياده سوې وداني دوه جريبه ساحه لري او ښايې دوئ به په راتلونکي خپل کارونه تر پخوا په ښه توګه پر مخ بوزي .
په لښکرګاه کي يوه سيمه اداري ساحې ته بېله سوې او تر دا مهال پکي د ډېرو دولتي ادارو ودانۍ جوړي سوي دي . چاوراکي وايې چي له دې وروسته به ټوله دولتي دفترونه د خلکو د اسانتيا او امنتي ستونزه له امله په يوه سيمه کي کار کوي