کور / تازه خبرونه / ناټو : يوه هليکوپتر مو بېړنۍ ناسته وکړه

ناټو : يوه هليکوپتر مو بېړنۍ ناسته وکړه

د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي يوه هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه او په پايله کي يې يو بهرنى فوځي ووژل سو . خبرپاڼه ليکي چي تر اوسه نه ده څرګنده سوې چي ايا پر هليکوپتر ډزي سوي او که د کوم بل لامل له لوري يې بېړنۍ ناسته کړې .
تېره ورځ هم ناټو د خپل يوه هليکوپتر د بېړنۍ ناستي خبر ورکړى و او کوم چاته پکښي د زيان د اوښتو خبره نه وه سوې .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .