کور / تازه خبرونه / هلمند : د وسله والو د يوه قوماندان دنيولو ادعا وسوه

هلمند : د وسله والو د يوه قوماندان دنيولو ادعا وسوه

د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د هغه عملياتوپه ترڅ کي چي د دې ولايت د سنگين ولسوالۍ د زد ريگي په سيمه کي د پوليسوله خوا ترسره سول په ترڅ کي يې د ملاعصمت الله په نوم د دولت د وسله والو يو قوماندان ونيول سو.
خبرپاڼه ليکي چي نوموړي د حکومت ضد په ډېرو عملياتو کي ونډه لرله او د زد ريګي سيمي اوسېدونکى دئ.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .