تېره جمعه د غبرګولي ۶ مه د ماښام تر لمانځه وروسته د هلمند څپاند سيند مشاعره پيل سوه ، مشاعره دا ځل چي د تنظيم چاري يې د هلمند ادبي بهير په غاړه وې د كرزي لوبغالي پر ځاى د ولايت د مېلمستون په انګړ كي جوړه سوه او د شپې تر ناوخته يې دوام درلود .
دې مشاعرې ته د سلګونه ګډونوالو تر څنګ د ولايتونو او ولسواليو څخه په لسګونه مېلمانه هم راغلي ول چي په هغوى كي استاد اصف صميم ، ممنون مقصودي ، قاري فضل الدين سراجي او نور ښاغلي شامل ول .
په مشاعره كي تر ډېره د شعار مخه نيول سوې ښكارېدله .