کور / راپور / د پوهندوی اسمعيل يون د هالنډ او جرمني دسفر لنډ راپور

د پوهندوی اسمعيل يون د هالنډ او جرمني دسفر لنډ راپور

علمي او سياسي شخصيت او کابل پوهنتون استاد ښاغلی اسمعيل يون نن  ۲۹ می ۲۰۱۱  د هالنډ د تيل Tiel په ښار کي د روحاني شخصيت ښاغلي سيد عمر پاچا په مېلمستون کي د يوې ماښامنۍ په ترڅ کي له يو شمېر هالنډمېشتو افغاناني کلتوري شخصيتونو او ځوانانو سره وکتل .
په غونډه کي په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د استازو برسېره په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير او له جرمني څخه د افغانستان د کلتوري ودي ټولني استازو هم برخه اخستې وه .
په پيل کي ښاغلي سيد عمر پاچا د ټولو مېلمنو او ځانګړي ډول ښاغلي استاد اسمعيل يون هر کلی وکړ او خوښي يې څرګنده کړه چي ددوی بلنه يې ومنله او د راتګ زحمت يې ومانه .




وروسته د غونډي برخه والو ښاغلي صالح محمد هاشمي ، سيد ابرار پاچا او يو شمېر نورو د روانو حالاتو په اړه د پوښتنو په ترڅ کي څرګنده کړه چي ښاغلی يون د علمي او فرهنګي نه ستړي کېدونکو هڅو او د بېلابېلو رسنيو له خوا په چمتو سوو بحثونو کي دعلمي او سياسي اسنادو او ارقامو په رڼا کي دفاع کولو له امله ددوی په زړونو کي ځای پيدا کړﺉ دی .




ښاغلي يون د کوربنو او نورو مېلمنو څخه مننه وکړه چي زحمت يې ايستلی دی او د افغانانو سره د ليدو کتو زمينه يې مساعده کړې وه ، نوموړي د افغانستان د روانو فرهنګي او سياسي حالاتو په اړه معلومات وړاندي کړه او پوښتنو ته يې جوابونه وويل .




تر بحث وروسته د ټنګ ټکور په برخه کي ځوان سندرغاړي ايميل مصطفی ، حاجي محمد ايازي او يو شمېر نورو هنرمندانو برخه واخيسته ، په پای کي ښاغلي استاد يون د خپلو تازه  ۳۵ بېلابېلو ارزښتناکو اثارو څخه د غونډي هر يوه برخه وال ته څو څو ټوکه ډالۍ کړه .






دا ناسته چي ماځيګر شپږ بجې پيل سوې وه د شپې څه باندي درې بجې پای ته ورسېده .


په هالنډ کي د افغانستان محصلينو سره خواله


ښاغلي استاد يون په هالنډ کي د خپل سفر په دوهمه ورځ(  ۳۰ – می – ۲۰۱۱ ) د لراوبر له مرکزي دفتر څخه د ليدني په ترڅ کي د لراوبر ويبپاڼي له مسول عبدالله احسان سره د لراوبر د کار او معنوي لاسته راړونو په اړه خپل نظريات تبادله کړل ، نوموړي د خپلو ۳۶ ارزښتناکو اثارو يو سيټ هم د لراوبر مرکزي دفتر کتابتون ته ډالۍ کړ .


ښاغلی يون وروسته په هالنډ کي د افغان محصلينو د ليدو کتو لپاره د واګه نينګن  Wageningen په ښار کي دهغوی هستوګنځای ته ورغئ‎ .



په دې سفر کي له ښاغلي يون سره په جرمني کي د افغانستان کلتوري ودي ټولني منشي ډاکټر شېرولي شېر ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري ، هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ډاکټر سيد نصير احمد ، د افغانستان د سياسي چارو څېړونکی ذکريا پوپل ، نذير احمد نذير او خپلواک برخه اخستې وه .




په هالنډ کي افغان محصلينو د ښاغلي يون تود هرکلی وکړ او د خپلو درسونو په اړه يې معلومات ورکړل ، ښاغلي يون دوی  د يوه سمسور افغانستان جوړونکي او د خپل هيواد وياړ وبلل .



دغه رنګه ښاغلي يون د تير يوه کال په جريان کي چي دغه محصلين د ماسټرۍ اخستلو په موخه له افغانستانه ليري دي ، د کابل پوهنتون په ګډون په يو شمېر نورو پوهنتونونو کي د پوهنځيو د نوو څانګو پرانستلو په اړه معلومات ورکړل .




ددې شاوخوا درې ساعته ليدني کتني په پای کي افغان محصلين د استاد يون په يو شمېر علمي  اثارو ونازول سول او په ټول افغانستان کي د سولي او علمي راتلونکي په دعا سره دغه ليدنه کتنه پای ته ورسيده .



د می د مياشتي ۳۱ نېټه د جرمني د کولن په ښار کي د کنړ ځوانان ټولني په نوښت د ښاغلي پوهندوی اسمعيل يون سره د خبرو اترو په موخه غونډه رابللې وه ، په غونډه کي نوموړي ټولني غړو او د کولن يو شمېر افغانانو برخه اخستې وه .
له ښاغلي يون څخه تر ښه راغلي وروسته دده د سفر او د افغانستان د فرهنګي او ټولنيزو حالاتو په اړه پوښتني وسوې ، دغه ډول په کابل کي د پښتو رسنيز او څېړنيز مرکز د کارونو په اړه هم بحثونه وسول ، ښاغلي يون وويل چي د رسنيز مرکز پر يو شمېر برخو اوس هم کار روان دی خو د ټلويزيون ازمايښتي خپروني يې پيل سوي دي چي د کابل او شاوخوا سيمو پوري ليدل کيدای سي .
نوموړي دا هم وويل چي د روان لمريز کال د اسد په مياشت کي به ژوندون ټلويزيون په رسمي ډول تر پرانستني وروسته د خپلو خپرونو لمن پراخه کړي .


د جون په لومړۍ نېټه په مونشن ګلادباخ کي د افغانانو کلتوري ټولني مشرتابه او غړو د يو شمېر نورو افغان فرهنګيانو په ګډون د ښاغلي اسمعيل يون کوربه توب وکړ او د يوې ماښامنۍ په ترڅ کي يې د افغانستان پر روانو سياسي او احتماعي مسايلو هر اړخيزي خبري وکړې .
په دې بحث کي د کوربنو په توګه ښاغليو : حاجي احمدشا امين ، استاد خپلواک ، مومند ، اجمل روهي او يو شمېر نورو برخه اخستې وه .


ښاغلي استاد يون د جون دوهمه ماپښين فرانکفورټ ته نژدې د بيبر په ښارګوټي کي د پښتو الماني ډکشنرۍ ليکونکي ښاغلي ډاکټر ملکزي سره وکتل او پر يو شمېر فرهنګي چارو يې خبري وکړې .
پوهندوی اسمعيل يون د جون ددوهمي په ماښام د فرانکفورټ مېشتي افغان ښاغلي نثار احمد شېرندل لخوا ور بلل سوي مېلمستيا ته ورغی ، دې مېلمستيا ته د ښاغلي يون سره د ليدني کتني په موخه يو شمېر نور افغان فرهنګيان هم ور بلل سوي وه ، پر افغانستان د سياسي او ټولنيز بحران پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وسول ، چي د شپې تر ناوخته پوري يې دوام وکړ ، ښاغلي يون اروپا ته د خپل سفر او په سياسي ډګر کي د افغانستان د راتلونکي په اړه معلومات وړاندي کړل .


جمعه ، د جون دريمه ښاغلي اسمعيل يون په فرانکفورټ کي د  ډاکټرمتين ساپی ، يوسف ساپی او يو شمېر نورو افغانانو سره وکتل او د افغانستان په اړه پر بېلابېلو سياسي او اجتماعي موضوعګانو يې خبری وکړې.
هغه سفر چي د می د مياشتي پر ۱۸  نېټه  په جرمني کي د فرانکفورټ هوايي ډګر څخه پيل سوی و نن د جون د مياشتي پر ۳مه نېټه ماښام کابل ته د روانيدو سره پای ته رسيږی .
د يادوني وړ ده چي لراوبر ويبپاڼي له پوهندوی اسمعيل يون سره ددې سياسي او فرهنګي سفر او لاسته راوړنو په اړه ځانګړې مرکه کړې ده ، په لاندي ويډيو کي يې وګورﺉ .