کور / تازه خبرونه / هلمند : په هوايي بريد کي ٢٠ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

هلمند : په هوايي بريد کي ٢٠ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د سمندري ځواکونو په هوايي بريد کي شل تنه بې ګناه ولسي وګړي وژل سوي .
خبرپاڼه ليکي چي نوموړى د سمندري ځواکونو پر قرارګاه د سرې کلا د سيمي څخه وسله وال بريد سوى چي په ځوابي بريد کي يادو ځواکونو هوايي بريد کړى او د بريد په پايله کي دوه ولسي کورونه په نښه سوي .
په نښه سوو کورو کي ١٤ تنه بې ګناه ولسي وګړي چي پنځه يې انجوني ، دوه هلکان او دوې تنې ښځي دي وژل سوي او پاته شپږ تنه چي درې يې کوچنيان يوه ښځه او دوه تنه نور دي ژوبل سوي .
په خبرپاڼه کي ياده پېښه يوه غمجنه پېښه ښووله سوې او په سختو ټکو سره غندل سوې ده او د آيساف ځواکونو څخه غوښتنه سوې چي د دې ډول بريدو څخه په کلکه ډه ډه وکړي .
ولايت مقام همدا ډول په دې اړه د يوه پلاوي د لېږلو خبر هم ورکړى او ويل سوي چي د پېښي لامل به ډېر ژر څرګند کړي .
دا لومړى ځل نه دئ چي د بهرنيانو په هوايي يا مخامخ بريدو کي بې ګناه ولسي وګړي وژل کېږي يا ژوبل کېږي بلکي سلګونه ځله داسي سوي چي وروسته يوازي د يوې بخښي په غوښتو سره ورباندي خوله پټه سوې .