کور / سياسي / امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې – شپږمه برخه

امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې – شپږمه برخه

ددې موضوع تېره برخه له دې ځايه ولولی


لويه جرگه : امريکایي چوڼيیوته د« مشروعيت » ورکولو نمايشي اوفرمايشي غونډه


لکه څنگه چي په تېرو مباحثو کي هم يادونه وسوه، زموږ د ځينو غرب مآبه ليکوالو او شننونکو د ناسمو ادعاوو پر خلاف، په افغانستان کي د امريکايي چوڼييو جوړول، په هيڅ وجه د ۲۰۱۴ع کال خبري نه دي . زموږ سترگه ورو او باخبره هيوادوالو ته په بشپړه توگه څرگنده ده، چي د دې ډول استعماري چوڼييو د جوړولو کار له تېرو لسو کالو ياني د امريکايي يرغل له همغي اولي ورځي څخه پيل سوئ؛ او تر اوسه پوري په پوره چټکۍ سره روان دئ . له شينډند څخه تر کونړو، له بلخ اوکندوز څخه تر خوست او پکتتکا پوري گرده افغانستان د امريکايانو او نورو ايتلافي پوځو په لويو او کوچنييو لښکرکوټو ډک دئ . له دې روښانه حقيقت څخه هيڅوک سترگي نسي پټولای .


 هغه څه چي تر اوسه نه دي سوي، دې کرغېړنو استعماري چوڼييو ته يوازي د « رسميت » او« مشروعيت » ورکولو خبره ده اوبس . البته، د حامدکرزي په مشرۍ مزدور حکومت، د عبدالله عبدالله په مشرۍ مزدور اپوزيسيون او د ډول ډول جنگي ډلو ټپلو له استازو، جاسوسانو او تپل سوو مزدورانو څخه ډک پارلمان او ولايتي جرگې هم د دغه راز تش په نامه « رسميت » او « مشروعيت » ورکولو دپاره تر ټولو ښه او مناسبه موقع گڼله کيږي . امريکايانو د دې طلايي چانس د تر لاسه کولو له پاره، په تېرو لسو کالو کي خپل زرگونه پوځيان مرگ او درد ته ورکړه؛ ميليارډونه ډالر يې په اور کي واچول؛ په  خپل هيوادکي دننه او دباندي يې د ميليونو سوله دوسته اولسو، مخالفت او دوښمنۍ ته غاړه کښېښووه .


همدې واقعيتو ته په کتو سره، امريکايانو دا غوره  وبلله، چي خپلو دايمي چوڼيیو ته  د چا خبره « رسميت » او « مشروعيت » موندلو په خاطر د« لويي جرگې » د استازو تصويب تر لاسه کړي؛ که څه هم د اوسني تپل سوي اساسي قانون د نيویيمي (۹۰) مادې د پينځمي(۵) فقرې له حُکم سره سم، د بين المللي معاهدو او تړونو تصديق يا له هغو سره د افغانستان د يو ځای کېدو پای ته رسول او فسخه کول، د ولسي جرگې له صلاحيتو څخه گڼل کیږي .


امریکايي طراحان د لويي جرگې په جوړولو سره دوه لوی هدفونه په پام کي لري :
اول دا چي د ولسي جرگې د تصويب او ملاتړ په تر لاسه کولو سره، غواړي  په افغانستان، سيمه او گرده نړۍ کي خپلو دايمي چوڼييو ته د« مشروعيت » او« قانونيت » دعوه وکړي .
دوهم دا چي په دې مهمه ملي او وطني مسأله کي دکرزي د مزدور حکومت او تش په نامه پارلمان اوږې سپکي کړي؛ ځکه دوی ته ښه مالومه ده، چي د کرزي د حکومت يا پارلمان له خوا به د دې مسألې تأييد او تصويب، په دردېدلي او خښمېدلي افغان ملت کي د مخالفت او دوښمنۍ لا نوري څپې هم را وپاروي . له همدې سَوَبه (سببه)کرزی له افغاني او بين المللي مطبوعاتو سره په خپلو مرکو او کنفرانسو کي داسي ښيي، چي گوندي ( گواکي) دی هم د خپلواکو، سرلوړو او باغروره افغانانو په څېر، په زړه کي د امريکا دايمي چوڼيیو ته په اجازه ورکولو خوښ نه دئ . څه موده مخکي يې له افغاني ژورناليستانو سره په يوه مرکه کي ادعا وکړه، چي دامريکاپښې او لاسونه يې ورتړلي دي؛ اوداسې شرايط يې پر ايښي دي، چې ټول د افغان دولت او اولس پرگټو  راڅرخي . ده په ټينگار سره ډاډ څرگند کړ، چي د دولت له خوابه هيڅکله داسي هيڅ کار ونه سي، چې دملت او اولس په گټه نه يي . . .


خو پوه او هوښيار هيوادوال ټول گوري، چي دکرزي گوډاگی حکومت له امريکايي اشغالگرو سره  په هيڅ برخه کي برابر يا مساوي حقوقي دريځ نه لري . د خلگو په ساده ژبه : چيري نوکر، چيري بادار . هر څوک پوهېږي، چي اشغالگرامريکايان او نورو ايتلافي دولتونه له تېرو لسوکالو راهيسي دکرزي د اوردو، پوليسو او استخباراتو په گډون، ټولو دولتي کارکوونکو ته تنخاوي ورکيي . په دې اساس نو د هغو د لاسو او پښو تړلو ادعا هم له يوې بې خونده ټوکي پرته، بله مانا نه لري . امريکايان او پياوړي اوروپايي دولتونه خو ها خوا پرېږدئ، ايا په تورو کڅوړوکي د ايران د اخوندي رژيم  د جنايت پټولوپيسو، کرزي او د هغه مزدور حکومت ته د سياسي خپلواکۍ په نامه څه پريښي دي؟ !
کله چي د فارسيزم او شيعيزم  مکارو ټيکه دارانو د منلو بين المللي موازينو پر خلاف، زموږ مظلوم هيوادوال جوپه جوپه په دار وځړول او لا تر اوسه له دې جنايت څخه لاس نه اخلي،ايا کرزي او د هغه مزدور حکومت د اعتراض څه ږغ پورته کړ؟ !
کله چي همدې پراختيا غوښتونکو اخوندانو زموږ مهاجر افغانان د انسانيت او اسلاميت د ټولو اصولو پر خلاف له خپل هيواده وشړل، ايا د کرزي مزدوري او فاسدي ادارې څه احتجاج وکړ؟ !
دا خبره هم د هيچا هېره نه ده، چي کرزي او د هغه ملي ضد حکومت په ايران کي د افغاني سوداگرو د ځنډول سوو ټانکرو د خوشي کېدو دپاره څه توره وکړه؟!
 د دې خبري له حقانيت څخه هم هيڅوک نټه نسي کولای، چي که د زړورو افغانانو زوروري او پرله پسې مظاهرې نه وای، مزدورکرزي او د هغه خاينو ملگرو به د ايراني حاکمانو د اندېښنې او خرخښې له بيري د يوه تشريفاتي هيأت د لېږلو جرأت هم نه وای کړی .  داسي مثالونه  په پېخر دي، چي د کرزي او ملگرو پر شرموونکو باټو او پوچو ادعاوو د بطلان کرښه باسي .


  له دې امله افغانان اوس د کرزي په دې نمايشي او زرگري مانورو هيڅکله نه غوليږي . په تېرو لسو کالوکي يې دهغه ددغه  راز زرگري جنگو او غوولونکو نندارو خورا ډېري نمونې و ليدلې . د تېرو لسوکالو ريکارډ په چپه (چوپه) خوله گويا دئ . امريکايي اشغالگران د دغه راز غولوونکو تاکتيکو په کارولو سره، په واقعيت کي هلي ځلي کيي،چي مزدوراو منفورکرزي ته د « ملي » شخصيت په ورکولو سره، په افغاني او بين المللي ټولنه کي، باور او پرستيژ ومومي .


خير، دکرزي لاف وگزاف به پر خپل ځای پرېږدو، د امريکايانو کلونه کلونه مخکي جوړي سوي چوڼۍ اوس د چا خبره يوازي د« رسميت » او« مشروعيت » دپاره د لويي جرگې نمايشي ټاپې ته انتظار باسي . زه پوره باور لرم، چي د دې درواغجني او تقلبي ټاپې د اخيستلو دپاره هم له پخوا څخه پراخ او هر اړخيز مقدمات پيل سوي دي .  بېله شکه، دې ناوړه حالت زموږ زړور او خپلواک خلگ د خپل اوږده تاريخ له خورا خطرناک او حتا فاجعه زېږونکي ازمايښت سره مخامخ کړي دي . . .


مخکي تر دې چي د لويي جرگې له خوا د امريکايي چوڼييو د تصويب يا ترديد په اړه  خبري نوري هم اوږدې کو، بې گټي نه گڼم چي تر يوه بېل سرليک لاندي، زموږ په گډ تاريخي کور ( گران افغانستان) کي د جرگو و ارزښتناک دود ته يوه لنډه کتنه وکو؛ او دا خبري ځانته مالومي کړو، چي د جرگو او مرکو دود له څه وخته باب سوی؛ په دغه راز  قامي يا ملي غونډوکي څه ډول کسانو برخه اخيسته؛ او د خپلو ملي گټو د ساتني دپاره یې څه ډول پرېکړي کولې . زموږ د پلرو او نېکو دا وياړلئ دود او دستور به يو پلا بيا د هيواد په دې حساسو تاريخي شېبو کي  زموږ سرلوړو، خپلواکو او مړنييو وطندارانو ته  د ملي او وطني گټو د ساتني ستر رسالت او مسووليت ور په يادکړي .


په افغانستان کي د جرگو او مرکو تاريخي دود
تاريخ ښيي، چي زموږ لرغونې مېنه د آريايانو له زمانې څخه د جرگو او مرکو هيواد دئ . د آريايي آثارو په استناد، زموږ نيکه گانو د خپلو کليوالي، قامي او ملي ستونزو د ليري کولو دپاره د« سبها» او « سميتي » په نامه دوديزي جرگې درلودې( حبيبي، تاريخ مختصر افغانستان  ۱۰) . د مؤرخانو او محققانو د څېړني له مخي، « سبها» د عامو خلگو جرگه وه، چي په کلو او بانډوکي به جوړېده؛ خو « سميتي » داسي جرگه وه، چي د قام مشرانو، مخورو او شتمنو بې غړيتوب لاره .  په دې توگه « سبها » له نننۍ اولسي/ ولسي جرگې او « سميتي » له « څلــــوېښتي »، « مشرانو جرگې » يا « سنا» سره ورته والی درلـــود . په هندوستان کــــــي تر اوسه د « سبهـــا» آریايي کليمه د لوک سبها(Lok Sabha) يا ولسي جرگـــې( شورا) او راجيا سبها(Rajya Sabha) ياد ايــــــالاتو
د جرگې (شورا) په ټکو کي ژوندی پاته ده؛ او د دې خبري مـانا دا ده، چي موږ له هـــــنديانو سره په تاريــــخي او فرهنگي ميراثو کي، گډي ريښې لرو.


جرگه او مرکه زموږ په کورني، کليوالي، قبيله يي او ملي ژوندکي ډېر لوړ او ارزښتناک حقوقي –  سياسي ځای لري . همدا اوس موږ ټول افغانان د خپلو کورنييو شخړو او لانجو د حلولو دپاره د ځينو مُصلح او خير غوښتونکو خپلوانو، دوستانو او اشنايانو په گډون کورنۍ جرگې جوړوو. په هرکلي کي د هغه کلي د بېلابېلو مشکلاتو او پېچومو د حلولو دپاره دکلي د ديني عالمانو، مشرانو او مخورو په گډون، کليوالي يا محلي جرگې جوړيږي . د دوو يا څو قبيلو/ قومو تر منځ بېلابېلي شخړي او ناخوالي هم تل د جرگو او مرکو له لاري حل کيږي، چي په هغو کي د ښکېلو اړخوپوهان، عالمان، قومي مشران، سپين ږيري او د رسوخ خاوندان برخه اخلي . لويه جرگه، لکه څنگه چي له نامه يې ښکاري، د افغانانو د لويو ملي –  وطني مسألو د خلاصون او پرېکون مهمه مرجع؛ او د خلگو د ارادو او غوښتنو څرگندوی ده .


د دې دپاره چي د ملي جرگو په ارزښتناک رول او سترو ملي پرېکړو ښه سر خلاص کړو، بده نه ده چي دلته زموږ په معاصر تاريخ کي د ځينو مهمو ملي  او قامي جرگو، لنډه يادونه وکو.  دا لنډ بحث په کندهار کي د صفوي استعمارگرانو پر ضد، زموږ د زړورو او غيرتمنو نيکونو د خپلواکۍ بخښوونکي غورځنگ له لومړييو ورځو څخه پيل کوو. په کندهارکي د هوتکي دورې بېلابېل مؤرخان ليکي : «کله چي حاحي میرویس خان هوتک ( ۱۱۱۹- ۱۱۲۷ هـ ق) د بيت الله شريفي تر زيارت او له عربي علماوو څخه د گرگين او ملگرو د وژني تر فتوا اخيستلو وروسته کندهار ته ستون سو، نو يې د هغه  ښار د لوېديځ په شپږ ميلۍ کي د ارغنداو د رود ( سيند) پر غاړه د«کوکران » په کلي کي د خلگو د مخه ورو يوه جرگه وروبلله . په دې جرگه کي د اصفهان د دربار د سیاسي حالاتو په اړه اوږدې او هر اړخيزي خبري وسوې؛ او د جرگې برخه والو ته د  صفويانو د وحشي حُکمران – گرگين د وژلو په اړه د عربستان د عالمانو فتوا، ور ښکاره سوه ( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۷۳) .


دوهمه جرگه  د کندهار د ښار د ختيځ لوري په شل ميلۍ کي د « مانجې » په سيمه کي جوړه سوه؛ او د کندهار ښار د هغي زمانې ځينو متنفذو او نوميالييو شخصيتو لکه  سيدال خان ناصر، بابوجان بابي، بهادر خان، پير محمد مياجي هوتک، يوسف خان هوتک، عزيز خان نورزي، گل خان بابړ، نور بړېڅ، نصرو خان الکوزي، د ميرويس خان ورور(يحيا خان هوتک)، د يحيا خان زوی ( محمد خان) او يونس خان کاکړ گډون پکښي کړی ؤ. په دې ستره او ارزښتناکه قامي جرگه کي د افغانستان د خپلواکۍ وثيقه لاسليک سوه؛ او په قرآن عظيم الشان لوړه وسوه ( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۷۳)  . تر دې جرگې وروسته د  فراه، سيستان او کندهار ټولو خلگو، چي په هغو کي تاجک، هزاره، پښتانه او بلوڅ  شامل وه، ميرويس خان د خپل آزادی غوښتونکي مشر په توگه و پېژندئ ( غبار ۳۱۹) .


دريمه جرگه هغه وخت جوړه سوه، چي زموږ ننگيالييو نيکونو د لوی ملي او ولسي مشر( ميرويس خان هوتک) په مشرۍ په کندهار کي د صفوي استعمار کمبله ټوله کړې وه؛ خو د مغولي او صفوي امپراطورييو د گډو دسيسواو لمسوونو په سَوَب لا د هيواد خپلواکي او ملي واکمني له خطرو او گواښو څخه نه وه ژغورل سوې . ميرويس خان هوتک په دې جرگه کي، د خلگو ريښتينو استازو ته په خپله وينا کي وويل : « که زما سره ودرېږئ، د خپلواکۍ بيرغ  به تل تر تله رپانده ساتلئ يي(وي)؛ او د پردو د مرييتوب طوق به مو هيڅکله غاړي ته نه لوېږي . زموږ له هغو کسانو سره هيڅ راشه درشه اودوستي نسته، چي د پردو و اسارت او غلامۍ ته غاړه ايږدي  . . .  د جرگې برخه والو، د خپل ملي مشر د وينا تر اروېدو وروسته، په ټینگار سره ژمنه وکړه، چي د ژوند تر وروستييو سلگييو پوري به د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د دفاع  له مورچل څخه پر شا نسي . » ( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۷۵) .


د ډېرو خپلو او پردو مؤرخينو له روايت سره سم د زړور او مُدبر مشر( ميرويس خان هوتک) تر مړيني وروسته د هغه ورور ( عبدالعزيز خان) د چارو واگي په لاس کي واخيستې؛ او سمدستي یې د خلگو يوه پراخه جرگه ور بلله .  په خواشينۍ سره عبدالعزيز د خپل سرلوړي او باغروره ورور په څېر د لوړ همت او پياوړی هوډ څښتن نه ؤ، نو ځکه يې له جرگې څخه د صفويانو د اطاعت غوښتنه وکړه؛ خو له نېکه مرغه د جرگې گډون کوونکو د هغه دا ناوړه غوښتنه و نه منله . سره له دې هم عبدالعزيز د اصفهان در بار ته سفير ولېږه ؛ او دد غو درو شرطو په رعايت سره يې، صفوي دربار ته د اطاعت غاړه کښېښووله :
۱-  د هغو مالياتو بخښل، چي په کندهار کي د گُرگين د واکمنۍ پر مهال اخيستل کېده.
۲-  کندهار ته د صفوي لښکرو د راتگ مخنيوی .
۳-  د عبدالعزيز په زامنو او لمسيانوکي د پاچهۍ د دوام په رسميت پېژندل .


د ډېروکورنييو او بهرنييو مؤرخينو په حواله، کله چي افغانان د عبدالعزيز  په دې شوم او شرمناک دريځ خبر سوه،  څلوېښتو زرو کسانو د ميرويس خان له زوی ( محمود) سره لاس يوکړ؛ او د عبدالعزيز په وژولو يې د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ جنډه رپانده وساتله .  البته، په کندهار کي د شاه حسين هوتک د د ربار منشي او دپټي خزانې ليکوال ( محمد هوتک) په دې اړه جلا نظر وړاندي کړی دئ، چي لوستونکي يې په « پټه خزانه » او « تاريخ مختصر افغانستان » کي تفصيل لوستلای سي ( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۷۹ –  ۸۰ ؛ هوتک ۱۰۹) .


د هوتکو تر څه باندي دېرش کلني وياړلي دورې وروسته، زموږ په ملي تاريخ کي بله لويه او مهمه جرگه د کندهار د« شير سُرخ » تاريخي جرگه ده، چي په ( ۱۱۶۰هـ ق/ ۱۷۴۷ع )کال کي جوړه سوه . په دې ارزښتناکه جرگه کي، چي د نادر افشار تر وژني وروسته د افغانستان د ملي مشر د ټاکلو دپاره بلل سوې وه، د ځينو قبيلو مشران لکه  د غلجو مشر (نور محمد مير افغان)، د پوپلزو مشر (محبت خان)، د ساگزو مشر ( موسا خان)، د نورزو مشر ( نصرالله خان)، د بارکزو مشر ( جمال خان) او د سدوزو مشر( احمدخان ابدالي) برخه اخيستې وه . جرگې اته غونډي وکړي؛ خو برخه وال د يوه ملي مشر د ټاکلو پر مسأله روغي جوړي ته ونه رسېده؛ ځيني په يوه دليل، ځيني په بل دليل له پامه ولوېده. د جرگې په نهمه غونډه کي گرده په دې سلا سوه، چي پينځه ويشت کلن احمد خان ابدالی د هغه د زړورتيا، پوهي، تجربې، زغم او نېک شخصيت له مخي، د خپل ملي مشر په توگه وټاکي . په دې وخت کي د نامتو صوفي –  استاد لايخوار کابلي زوی –   صابر شاه ملنگ، چي د جرگې په گډون کوونکو کي يې د يوه تصوفي او روحاني شخصيت په توگه خاص مقام لاره؛ او هغه مهال د « شير سُرخ » په مزار کي اوسېده، له نيژدې پټي څخه د غنمو يو وږی پرې کړ؛ او د احمد خان په بگړۍ کي يې د پاچهي تاج په بڼه وټومبه . په دې ډول د هيواد د ملي مشر د ټاکلو ستونزه ليري سوه ( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۸۷؛ غبار ۳۵۵). د « شېر سُرخ » د جغرافيايي موقعيت او تاريخي ارزښت په باره کي د نامتو مؤرخ –  ارواښاد استاد احمد علي کهزاد، مقاله دلته کتلای سئ :
http://afgazad.com/Tarixi/121808-A.A._Kohzad_Shair_Surkh_wa_Pir_Sabz[1].pdf
 
د « شېر سُرخ » تر جرگې وروسته نورو واکمنو نظامو هم تل د هيواد د سياسي او ملي مسألو د حلولو دپاره، لويو جرگو ته مخه کړې ده . د امیر امان الله خان (۱۲۹۸ش/ ۱۹۱۹ع –  ۱۳۰۸ش/ ۱۹۲۹ع) په زمانه کي هم دوې لويي جرگې جوړي سوې، چي يوه يې په ۱۹۲۴ع کال او بله يې په ۱۹۲۸ع کال کي وه .  دلته د دې دواړو لويو جرگو د يوه گډون کوونکي ( عبدالرحمان خان لودين کبريت) د هغه بيان يوه برخه راوړم، چي د امان الله خان د تلواري او بې سنجشه اصلاحاتو په وړاندي یې د اعتراض په بڼه وړاندي کړی دئ؛ او د افغانستان ټولو سياست والو ته د عبرت  لوی درس گڼل کيږي .  د ملي مبارز او ريښتيني روښانفکر-  عبدالرحمان لودين په وينا کي د عبرت لوی او ارزښتناک درس دا دئ،چي د خلگو ريښتيني استازي بايد د ملت د لوړو گټود ساتني دپاره هيڅکله له حقيقت ويلو څخه بېره و نه کړي؛ په قامي او ملي جرگو کي همېشه هغه څه و وايي، چي د خلگو او وطن په گټه يي، نه د مزدورو واکمنانو او پردو بادارانو په گټه .


د هيواد نوميالی مؤرخ او نه ستړي کېدونکي مبارز –  ارواښاد مير غلام محمد غبار( ۱۲۷۶- ۱۳۵۶ هـ ش) په « افغانستان در مسير تاريخ » او لوی استاد –  ارواښاد علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م –   ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په « جنبش مشروطيت در افغانستان » کي راوړي دي : کله چي امير امان الله خان د ۱۳۰۷ هـ ش/ ۱۹۲۸ع کال  د ميزان پر پينځلسمه په ستوري ماڼۍ کي دانقلابي پاچا په نامه خپل افراطي اصلاحات اعلان کړه، عبدالرحمان لودين يې په جواب کي و ويل :  « ټولواک[ امان الله خان ] ځان انقلابي پاچا معرفي کړ، که داسي يې نو د دولت په دستگاه کي هم بايد انقلاب و مني . لس کاله کيږي، چي ټولواک په خپله د صدارت دنده پر غاړه اخيستې ده؛ خو انقلاب ، د صدراعظم په توگه د داسی چا د ټاکلو غوښتنه کيي، چي خلگ يې د کارونو پوښتنه او گروېږنه وکړای سي (غبار ۸۱۳ ؛ حبيبی، جنبش مشروطيت در افغانستان ۱۹۱).
 
په همدې لويه جرگه کي له خلگو څخه د ښځو د مخ لڅي په اړه هم پوښتنه وسوه . ملکه ثريا هم په لڅ مخ د غونډي په تالار کي ناسته وه . ټولو برخه والو د ښځو لڅ مخي ته د تأييد سرونه وښورول؛ مگر دووکسانو –  د کابل د گمرک رييس –  عبدالرحمان خان لودين او د سوداگرۍ وزير –  عبدالهادي  خان داوي ونه منله . دې دواړو کسانو و ويل : موږ د ښځو د مخ لڅي له لومړنييو پلويانو څخه يو؛ خو نه په دې شېبو کي، چي هره خوا د انگرېزانو دسيسې اوتوطيې رواني دي؛ او له دې مصلحانه خوځښت څخه هم فتنه جوړوي (داسي هم وسوه) ( حبيبی، جنبش مشروطيت در افغانستان  ۱۹۱ ؛ غبار ۸۱۳).
دې ته وايي خپلواک، روښانفکره، غښتلي، سرلوړي او باغروره افغانان . هغه کسان چي د هيواد د لوړو ملي گټو د ساتني او دفاع په لار کي تر عزت، مقام، حتا خپل سر هم تېر دي . عبدالرحمان لودين خو څوکاله وروسته په سرښندني سره عملاً هم ثابته کړه، چي د وطن او خلگو د خدمت په لار کي له سر بايللو څخه هيڅ بېره او ډار نه لري . د افغانانو د توري او قلم قهرمان –  خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ –  ۱۱۰۰ هـ ق) په « دستارنامه » کي ناحقه نه دي ويلي :
چي دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
بگړۍ يا دستار تړل د هر کس او ناکس کار نه دئ . دا کار د هغو خپلواکو، هوډمنو ، مړنو، پوهو او زړه سواندو کسانو کار دئ، چي خدای په شلو کمالو او نېکو خويو نازولي يي؛ او د وطن او ملي نواميسو د ساتني په لار کي له هيڅ راز قربانۍ او سرښندني څخه بېره ونه لري .


د لويو جرگو دود له ځينو لنډ مهالو ځنډواو خنډو پرته، تر اوسه جاري دئ . ځينو واکمنانو په نېکه او ځينو نورو د تېرايستلو او غولولو دپاره له هغه څخه کار اخیستی دئ . له دې امله بې ځايه نه ده، چي د دې هيواد ټولي لويي جرگې د ماهيت او مضمون په لحاظ پر دوو ډلو و وېشوو:
۱-  هغه جرگې، چي د افغان ملت د ريښتينو استازو په گډون جوړي سوي يي (وي)؛ او برخه والو استازو يې د ولسي باوراو ملي گټو د ساتني دروند مسووليت، په پوره ايماندارۍ سره ادا کړی يي، یاني د جرگې د هغو پرېکړو سيله او ملاتړ يې کړی يي، چي په هره مانا له ملي او ولسي گټو سره سمون ولري . دې ډول لويو جرگو ته بايد بېله هر ډول شک او شبهې د ملي جرگو نوم ورکړل سي؛ او پرېکړو ته يې د ملي وثيقې يا ملي تړون په توگه درناوی وسي؛ لکه د کوکران، مانجې، نارنج او شېر سرخ ملي جرگې، چي برخه والو کسانو يې تر ډېره ځايه د خپلو اړونده قبيلو او سيمو استازيتوب کاوه ؛ او خلگو هم د جرگو ولسي او ملي ماهيت ته په کتو سره د هغو پرېکړو او مصوبو ته په درنه سترگه کتل .
۲-  هغه جرگې، چي د بېلابېلو حکومتو سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي کړنلارو ته د تش په نامه « مشروعيت » ورکولو په مقصد جوړي سوي، جوړيږي او لا به جوړي سي . د دغه راز دولتي جرگو غړو تل د افغان ولس پر ځای د واکمن رژيم د گټو او مصلحتو استازيتوب کړئ اوکيي؛ نوځکه يې عام خلگ پرېکړو او مصوبو ته د ملي ارادې،  ملي وثيقې يا ملي تړون په سترگه نه گوري . داسي جرگو له بې ځايه پيسو لگولو او وخت ضايع کولو پرته، نه پخوا څه گټه رسولې، نه يې اوس رسولای سي؛ او نه به په راتلونکو وختوکي څه گټه ولري . له دې کبله دا ډول تبليغاتي غونډو ته د لويو جرگو پر ځای د لويو دوکو يا لويو تېر ايستنو اصطلاح  ډېر ه مناسبه برېښي. موږ او تاسود افغانستان په معاصر تاريخ، په تېره بيا تېرو دېرشو –  څلوېښتو کالو کي د دغه راز  درواغجنو او غولوونکو جرگو، خورا ډېر ډولونه او مثالونه  ليدلي دي .


تېرو ټکو ته په پام سره، اوس نو اساسي پوښتنه دا ده، چي د امريکايي پوځو د توپ او ټانک تر کرغېړن سيوري لاندي به د کرزي د مزدور حکومت له خوا را بلل سوې لويه جرگه، څه راز ماهيت ولري؟!  راسئ دې پوښتني ته د هيواد د قانوني اسنادو او موجودو واقعيتو په روڼا کي، جوابونه ولټوو:
دامريکايانو د تپل سوي اساسي قانون د يوسلولسمي ( ۱۱۰) مادې د حکمونو له مخي، لويه جرگه د ملي شورا د غړو او د ولايتو او ولسوالييو د جرگو له رييسانو څخه جوړيږي . البته د کابينې وزيران، د سترې محكمې رييس او غړي  هم كولاى سي د لويې جرگې په غونډوكي بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، گډون وكړي .


د ملي شورا د انتخاباتو څرنگوالی، تشکيلاتي جوړښت، د غړو علمي سويه، سياسي، مذهبي او فکري تمايلات او بهرني حاميان ټولو افغانانو ته په بشپړه توگه څرگند دي . پردې روښانه واقعيتو به هيڅ بحث نه کوو؛ راسئ دې مهمي خبري ته يوڅه ځير سو، چي د ولسي جرگې لږ و ډېر سل غړي خو همدا اوس په تېرو انتخاباتو کي د ادعا سوي  ټگۍ برگۍ او ډول ډول سرغړونو له اسيته د انتخاباتي جرمو د څېړني په اختصاصي محکمه کي، لاينحل دوسيې لري . د دې خبري مانا دا ده، چي کېدای سي د پارلمان ډېری غړي د ادعا سوو جرمو د اثبات په صورت کي، محبسو ته ولېږل سي .  سربېره پر دې، په دې حقيقتو هم موږ  ټول خبر يو، چي زياتره وکيلان حتا خپلو مؤکلينو ته د مخ  ښکاره کولو جرأت هم نه لري . که کله کله له کوم دولتي يا بهرني هيأت سره خپلي سيمي ته د سفر کولو جرأت و مومي ښه ته ښه، که نه  نوخپل ټول وخت له مؤکلينو ليري، په کابل کي تېروي . 


د اساسي قانون د يوسلولسمي (۱۱۰) مادې د حکمونو سره سم د لويي جرگې د برخه والو دوهمه ډله
د ولايتي جرگو( شوراوو) له رييسانو او غړو څخه جوړه ده . د دې ډلي غړي، لکه څنگه چي مالوميږي، د ملي شورا تر غړو هم  زيات په پخوانييو جنگي ډلو ټپلو او ايتلافي پوځو پوري تړلي دي؛ ځکه د ملي شورا په غړو کي د ځينو منورو او بې پرې کسانو له موجوديت څخه انکار نسي کېدای؛ خو په ولايتي جرگو کي د سیاسي او امنيتي حالاتو د خړپړتيا له امله د دغه راز کسانو شمېر ډېر لږ يا له هيڅ سره  برابر دئ .


بالاخره د اساسي قانون د همدې يوسلولسمي ( ۱۱۰)  مادې د حکمونو له مخي د لويي جرگې د گډون کوونکو بله ډله د ولسوالييو د جرگو يا شوراوو رييسان دي . د ولسوالييو د جرگو رييسانو له خلگو سره د نيژدې او ټينگو اړېکو په وجه کولای سوای، په لويه جرگه کي رغنده اوارزښتناکه برخه واخلي؛ خو په خواشينۍ سره، چي په هيواد کي د زياتېدوکو ناامنييو له کبله د ولسواليیو جرگې تر اوسه جوړي سوي لا نه دي .


کله چي په  راتلونکې لويه جرگه کي د ولسوالييو د شوراوو د نسته والي له جهته د اټکل سوو استازو د نيمگړتيا په اړه له حامد کرزي څخه پوښتنه وسوه، هغه په تلوسې او وارخطایۍ سره و ويل :  « داخو هغه لويه جرگه نه ده، چي په اساسي قانون کي يې يادونه سوې ده؛ دايوه عنعنوي لويه جرگه ده ، چي يوازي د امريکانو د پوځي اډو په اړه نظر ورکيي . » کرزی بېچاره  له لسو کالو راهيسي حتا په دې خبره هم پوه نسو، چي په اساسي قانون کي تسجيل سوې لويه جرگه، په حقيقت کي همداعنعنوي يا دوديزه لويه جرگه ده، چي تر اوږدو تاريخي پړاوو وروسته اوس د يوې ارزښتناکي حقوقي مؤسسې په توگه، په اساسي قانون کي تسجيل سوې ده . له دې اسيته نو د قانوني او عنعنه يي لويي جرگې تر منځ، هيڅ توپير نسته .  که په اساسي قانون کي تسجيل سوې لويه جرگه د ولسواليیو د جرگو د رييسانو له نسته والي له امله نسي جوړېدای، بيا نو عنعنه يي يا دوديزه لويه جرگه هم د جوړېدو شرايط نه پوره کيي . . .


ايا په داسي شرايطو او حالاتو کي، د ملي شورا غړي او د ولايتي شوراوو رييسان،  په لويه جرگه کي د افغانستان دبې وسه او بې کسه خلگو استازيتوب کولای سي که يا؟!
ايا د کورنۍ او باندنۍ مافيا په پيسو، سياسي معاملو او لاسوهنو  کښېنول سوي  کسان د لويي جرگې پرېکړو ته « مشروعيت » ورکولای سي؟!


هو! کرزی او د هغه جرمي شريکان به په لویه جرگه کي د امريکايي چوڼييو پر شوم پلان د ټاپې لگولو دپاره، د هيواد د سياسي،  اجتماعي، فرهنگي او علمي ټولنو د استازو په نامه ځيني کلېشه يي څېرې هم را وغواړي؛ خو د غوړه مالانو،  بې غروره او خرڅ سوو کسانو د را غونډولو دا ډول تلاښونه به هم  د جرگې« مشروعيت » ته هيڅ گټه ونه رسوي .


کله چي د جرگې پرېکړي په ميليونو افغانانو او حتا گاونډييو هيوادوکي هيڅ راز منښت او مشروعيت و نه لري، بيا نو د هغې جرگې د جوړېدوگټه او فايده په څه کي ده؟ !
موږ او تاسو وليده، چي د ببرک او نجيب په واکمنييو کي هم دغه راز  تبليغاتي جرگې ډېري جوړي سوې؛ ور بلل سوو کسانو ته به څو ورځي پرتميني مېلمستياوي جوړي او ښه سوغاتونه ورکړل سوه؛ خو نتلو او ويرژلو افغانانو ته يې د يوې اولسکيزي گټه نه رسېده؛ ځکه نه د جرگو برخه وال  د خلگو ريښتيني استازي وه؛ او نه يې په  جوړو سوو جرگو کي د خلگو پر اساسي غوښتنو او دردونو خبري کولای سوای . دکرزي د حکومت لويي جرگې هم د ببرک او نجيب تر غولوونکو جرگو، هيڅ ښه والی او سموالی نسي لرلای .


خبره روښانه ده . د پردو د توپک او نيزې تر ظالمانه سيوري لاندي، هغه هم د يوه مزدور حکومت له خوا، هيڅکله د ملي او واقعي جرگي خبره نسي مطرح کېدای . د همدې استدلال له مخي به د کرزي د حکومت له خوا را غوښتل سوې لويه جرگه  هغه څه کيي، چي امريکايي باداران يې غواړي . که څه هم  په لويه جرگه کي به د ايران، پاکستان او روسيې مزدوران، نه د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ملي وياړونو د ژغورني، بلکي د خپلو بهرنييو بادارانو د ستراتېژيکو گټو د تحقق په خاطر د امريکايي چوڼييو د تصويب په لار کي خنډونو او خاشو ماتولو ته لمن و وهي، خو سره له هغه هم هيڅ گومان نه کيږي د هغه پلان مخه ونيسي، چي کلونه کلونه مخکي د زرگونو پوځي تلفاتو او ميليارډو ډالرو په بيه د همدې مقصد دپاره په سي . آی . اې . او پينټاگان کي جوړ سوی دئ .


په پای کي بايد دا خبره له ياده و نباسو، چي د  لويي جرگې له خوا د امريکايي چوڼييو تصويب به نه يوازي زموږ  د هيواد د سترو ملي او وطني مسألو حل ته لار هواره نه کړي؛ بلکي تل تر تله به د جگړو، افغان وژنو، ورانييو او بدمرغيیو اور ته لمن و وهي . په راتلونکي او وروستۍ برخه کي د امريکايي چوڼيیو په وړاندي د خپلو ملي او وطني مسألو د حل پر اساسي او هر اړخيزو لارو ږغېږو.
پاته لري