کور / سياسي / کانګریس ته د اسراییلی لومړی وزیر وینا بشپړ متن! (لومړی برخه)

کانګریس ته د اسراییلی لومړی وزیر وینا بشپړ متن! (لومړی برخه)

دوینا نیټه: می۲۰۱۱،۲۴
دوینا ځای: امریکی کانګریس
منبع: الجزیره انګریزی سایټ
ژباړن: وسیم سجاد، کابل


ستاسو ګرم ښه راغلاست، زما لپاره ستر د افتخار ځای دی. داچی ماته مو وخت راکړ چی دویم ځل لپاره کانګریس (تاسو) ته خبری وکړم، مننه.
ښاغلی معاون ولسمشر، یاد مو دي چی ما او ته په دی ښار کی نوي ماشومان وو؟
زه دلته کانګریس کی پخوانی دوستان ګورم. همداشان د اسراییلو نوی یاران هم شته. ریپبلکن او دیموکرات یو شان.
اسراییل له امریکی غوره دوست نه لري. او امریکا له اسراییلو پرته بل غوره اشنا نه لري.
مونږ به په ګډه له دیموکراسی دفاع کوو. مونږ به په ګډه د سولی لپاره هلی ځلی کوو. مونږ به په ګډه له تروریم سره جنګیږو. مبارک د وی امریکا، مبارک ښاغلی ولسمشر. تاسو بن لادن، بد بوټی ونیوه.
په بی ثباته منځنی ختیځ کی اسراییل یواځینی داسی یو هیواد دی چی کشتی مو په کی لنګر اچولی شي. اسراییل ستاسو ځواکمن متحد. اسراییل تل د امریکی په خوا کی وو او وي به.
دوستانه، تاسو اړتیا نه لری چی په اسراییلو کی ملت جوړونه وکړی. مونږ تیار جوړ یو. تاسو اړتیا نه لری چی اسراییلو ته دیموکراسی صادره کړی. مونږ دیموکراسی لا له وخته لرو. تاسو اړتیا نلری چی له اسراییلو څخه ددفاع په موخه خپلی قواوی ولیږي. مونږ د خپل ځان دفاع په خپله کوو. تاسو د اسراییلو په حق کی تل له سخاوته کار اخیستی او اوس مونږ ددی وړتیا لرو چی خپله دفاع په خپله وکړو. له تاسو ټولو مننه، ښاغلی ولسمشر اوباما ستا له نه ماتیدونکی عزم، دایمی ژمنتیا چی د اسراییلو د امنیت په اړه یی لری، مننه. زه پوهیږم چی اقتصادی تنګسیا بده وي، بیا هم له تا څخه د زړه له کومي منندوی یم.
د اسراییلو څخه ملاتړ، یوه عقلمنده سرمایه ګذاری دی. په منځنی ختیځ کی بالاخره هم د ازادی او دیکتاتوری ترمنځ ټکر منځ ته راغی.
دازادی یوه زوروره جټکه ټوله ځمکه د خیبر له دری نیولی تر ….. لړزوي. دغی لړزی حکومتونه ولړزول، حکومتونه یی را وپرځول.
دغه تاریخی حرکت له ځان سره نوی وعدی او نوی سهار لري. ملیونونو ځوانانو مصمم دي چی خپله ګانده(راتلونکی) بدل کړي، زمونږ د ټولو سترګی په دوی دي، دوی زړور دي، دوی خپل ځانونه د توپ خولی ته ورکړي، دوی خپل حیثیت غواړي، دوی ازادي غواړي.
په تونس او قاهری کی پیښی سړي ته د ۱۹۸۹ پراګ او جرمنی ور یادوي. داچی له هغی وروسته څخه پیښ شول، تاسو ښه پوهیږی. دازادی او دیموکراسی پسرلی په ایران کی ددیکتاتوری په خزان بدل شو. دغه دیکتاتوری لبنان هم متاثره کړ، لبنان یی په غضب واړاوه، حزب الله یی هوری نمونه دی.
نن ورځ منځنی ختیځ دایمان او اعتبار په یو څلور لاری کی ولاړ دی. زه، د تاسو ټولو په شان دعا کوم چی دغه خلک ځانله یوه لنډه لار خپله کړي، د ازادی لاره!
هیڅ څوک نه پوهیږي چی دغه لاره بی له تاسو څه مفهوم لري، دغه لاره د ټاکنو له لاری نه دی منځ ته راغلی، دا هله کیږي چی حکومت لاریونونو ته لار ورکوي، بیا دغه لاریون کوونکی په خپلو حاکمانو باندی محدودیتونه وضع کوي، کله چی بیا قاضیان قانون ته متعهد پاتیږی نه سړیو ته، کله چی بیا بشری حقوق د قومی مشرانو او ډلو لخوا نه تر پښو لاندی کیږي.
اسراییلو تل دا لار خپله کړی خو منځنی ختیځ بیا دا لار رد کړیدی. په یوه داسی سیمه کی چی ښځی سنګساریږي، لوطیان په دار کیږي، له عیسویانو سره ظلم او زیاتی کیږي، اسراییل بیا مقاومت کوي، اسراییل بیا بل ډول دي.
لکه څنګه چی انګریز لیکوالی جورج الیوټ یوه پیړی وړاندی ویلی ول: یو ځل چی اسراییل تشکیل شی، دزبر ځواکونو په منځ کی به لکه لمر وځلیږي.
هغی رښتیا ویل. مونږ ازادی رسنی لرو، بی طرفه او ازاد محاکم لرو، ازاد اقتصاد لرو، له جوشه او خروشه پارلمانی مناظری لرو. تاسو فکر کوی چی تاسو د یو بل په اړه په پارلمان کی سخت یاست، یا یو بل ردوی او یا هم بحثونه کوی، راشی له ما سره په کنسیت کی یوه ورځ تیره کړی، راشی زما میلمانه شی.
زړور عرب لاریون کوونکی اوس هڅه کوي چی د خپلو ملتونو لپاره یی حق حاصل کړي. مونږ ویاړو چی له یو ملیون زیات د اسراییلو عرب دغه دیموکراتیک حقوق لري، او خوند تری اخلي. له ۳۰۰ ملیونو عربو چی په منځنی ختیځ او شمالی افریقی کی ژوند ترسره کوي، یواځی او یواځی د اسراییلو عربان هغه واقعی دیموکراتیک حقوق لري.
اصلی خبره دادی چی اسراییل هغه څوک نه دی چی د منځنی ختیځ په اړه منفی او یا هم غلط دریځ ولري بلکی منځنی ختیځ په اړه د عربانو دریځ مثبت او ښه دی.
اسراییل د عربانو له دی غوښتنی چی ازادي غواړي په کلکه ملاتړ کوي، مونږ دهغی ورځي په امید او هیله یو چی اسراییل یو له سترو دیموکراسیو په منځني ختیځ کی حساب شي.
ما پنځلس کاله مخکی له همدی دریځه وویل چی دیموکراسی باید په عربانو کی ریښی پیداکړي، او دا کار پیل شوی، دغه کار یوه ښه ګانده لري، کله چی منځنی ختیځ په ټولی مانا سره دیموکراتیک شي، نو سوله پخپله راځي.
مونږ د ښو توقع او امید لرو، مونږ باید متوجه وو چی زورور ځواکونه دغه حرکت تخریبوي، دوی دیموکراسي ردوي، دوی د سولی مخالفین دي.
یو له دغو زورور هم ایران دی، دغه دیکتاتوران په تهران کی په خپلو ملتونو ظلمونه کوي، دوی له هغو حملو چی په افغانستان او عراق کی په امریکایی ځواکونو کیږي ملاتړ کوي.
دوی په لبنان او غزه کی په خلکو حکومت کوي. دوی د ټروریزم نړیوال ملاتړي دي.
تیر ځل چی ما له دی دریځ تاسو ته خبری کولی، ما د ایران د اتومی ځواک د بدو او شومو نتایجو په اړه هم خبرداری ورکړی وو. وخت مخ په تیریدو دی، دغه حالات به زر واوړي، ددی مسولیت به بیا زمونږ په غاړه وي: یو نظامی اسلامی دولت له اتومی بم سره.
نظامی اسلام نړی ته تهدید دی، دغه اسلام خپله اسلام تهدیده وي. زه هیڅ شک نلرم چی دابه ماته نه خوري. دوی به دی ازادي غوښتونکو او پرمختګ خوښونکو تر پښو لاندی دل شي. مخکی له دی چی نظامی اسلام ماتی وخوري، مونږ به هم وځپي.
اتومی ایران به په منځنی ختیځ کی داتوم بم ددرلودلو لوبه نوره هم ګرمه کړي. دا به بیا ترهګرو ته دیوی چتری غوندی پناه ګاه ورکړي. د اتومی بم درلودل به بیا خلک شپی خوب کی ډاروي، زه تاسو ته وایم چی په دی خبره سر خلاص کړی. دوی کولای شي چی بیا هرچیرته چی وغواړي بم وغورځوي.
دوی به دغه بمونه چی هر ډول وي استعمالوی کیدای شي دمیزایل په واسطه یی وازمایی، د کشتیو له لاری به په بندرونو کی وازمایی، د کالیو په بکسونو کی به یی کیږدي او په میتروګانو کی به چاودنی وکړي.
دغه تهدید چی دایران لخوا زما هیواد ته دی، باید په کمه ورته ونه کتل شي.
۷ لسیزی نه کیږی چی ۶ ملیونه یهودان ووژل شول، قتل عم شول، خو دایران مشر له دغه حقیقته سترګی پټوي، دایران مشران هلوکاست نه مني، او ددی ترڅنګ داهم وایی چی اسراییل به له منځه وړو.
دغه کسان چی دا ډول خبری کوی باید ټولو تشریفاتی او محترمو ځایونو ته پری نښودل شي. کله چی زمونږ د تباهی او ورکیدا په اړه خبری کیږي، نو دنیا چوپه خوله وي او هیڅ عکس العمل نه ښیی. او بده لا دا چی داسی څوک هم پیدا کیږي چی د اسراییلو ددفاعی ځواک په اړه انتقادات کوي.
خو تاسو نه. امریکا نه. تاسو تل خپل ځان بل ډول ثبوت کړیدی. تاسو ایران دهغه څه په اړه چی عامه وژونکی موخی او اهداف بلل کیږي، غندلی.
تاسو دایران خلاف سخت بندیزونه لګولي. تاریخ به تاته امریکا سلام کوي.
ولسمشر اوباما وویل چی متحده ایالات مصمم دي چی ایران له اتومی وسلو را وګرځوي. اوباما په ډیری کامیابی سره وکولای شول چی امنیت شوری دی ته وهڅوي چی دایران خلاف سخت بندیزونه ولګوي.
تاسو خو بیا دلته له امنیت شورا هم سخت بندیزونه ولګول. دغه ډول اعمال په ایران ډیر فشار واردولای شي.
تر اوسه د ایت الله رژیم، هغه هم په ډیر موقتی ډول خپل اتومی پروګرام په ۲۰۰۳ ز کی متوقف کړی، هغه هم هغه وخت چی پوی شو چی په ضد به یی نظامی اقدام وشي. په همدی کال(۲۰۰۳) معمر قضافی هم خپل اتومی پروګرام وځنډاوه، هغه هم له ویری. څومره چی ایران پوهیږي چی محاصره پری تنګیږي او انتخاب کمیږي په هماغه اندازه به هڅه کوي چی ځان کنترول کړي.
ځکه زه تاسو ته وایم چی دغه سلسله چی تاسو پیل کړی ادامه ورکړی. زه پوهیږم امریکا به هیڅکله ایران ته اجازه ورنکړي چی اتوم جوړ نه کړي.
څومره چی داسراییلو خبره مطرح دی، هغه څه چی اسراییلو له تاریخه یاد کړي، هغه دوی ته تهدیدونه او د دوی ډارول دي. مونږ هغه ملت یو چی د هلوکاست له ایرو څخه سرچینه اخیستی، کله چی وایو هیڅکله نه؛ هغه په رښتینی ډول د هیڅکله نه مانا ورکوي.
اسراییل تل ځان ته دغه حق ورکوي چی له ځانه دفاع وکړي.
دوستانو! اسراییل د خپلی دفاع په اړه تل په فکر کی دي. مونږ سوله غواړو، مونږ سوله غواړو. او داهیله به هله ترسره شي چی ترلاسه یی کړو.
پاتی لري…
leekwal@yahoo.com