کور / سياسي / تاريخ تكراريږي!

تاريخ تكراريږي!

كله چې د كال 1358 د جدې په شپږمه د شوروي سوسياليستي جماهيرو سرو پوځونو، په افغانستان يرغل وكړ او په كابل كې يې خپل يو شمېر لاسپوڅي او ګوډاګيان د واك په ګدۍ كېنول، يوه پخواني انګليس پوځي يا ديپلومات له BBC راډيو سره په مركه كې وويل چې كه روسانو په افغانستان باندې _ له يرغل څخه مخكې له موږ (انګلستان) سره مشوره كړى واى؛ نو هېڅكله مو افغانستان ته د پوځونو د استولو مشوره نه وركوله!
دې انګليسي پخواني پوځي يا ديپلومات BBC ته وويل چې موږ افغانستان ته درې ځلې پوځونه واستول، له ماتو سره مخامخ شوو، تلافات مو وركړل _ زيانونه مو وګالل؛ خو خپلو موخو ته و نه رسېدو، خپل ډېر ارمانونه مو هملته ښخ كړل او بېرته ووتو. له دې مركې څخه اوس يو دېرش كلونه تېر شوي دي.
شوروي سرو پوځونه په افغانستان يرغل وكړ او نهه كاله د افغانستان د خلكو په ضد وجنګېدل. دوى په افغانستان كې د داسې يوه فكر، داسې نظام او داسې څېرو ملاتړ كاوه چې په خلكو كې يې ځاى نه درلود او منلو ته يې چمتو نه وو!
روسان په افغانستان كې ستومانه شول او لاړل، كورنۍ جګړه ونښته، د تش په نامه مجاهدينو د (چور) اداره جوړه شوه، طالبان راغلل او لاړل او د تاريخ پاڼې يو به بل پسې واوښتې، تر هغو چې د (بن) د نيمګړو پرېكړو له مخې د كابل اوسنۍ اداره جوړه شوه او د امريكا– انګلستان، المان، هالند، ايتاليا، اسپانيا او د نړۍ د نورو څلويښتو هېوادونو لښكرې راغلې او افغانستان يو ځل بيا په يو بل نامه اشغال شو او بيا پر افغانستان باندې د داسې يوه فكر، يوه نظام او څېرو د تپلو او تحميل خونړۍ هڅې پيل شوې چې ډېر خلك يې منلو ته چمتو نه دي او (پردي) ورته ښكاري.


زما په ياد دي هغه وخت چې روسي پوځونه افغانستان ته ورسېدل د روسيې د هغه پوځيانو د ټولنې مشر چې يو وخت په افغانستان كې جنګيدلي و يا كوم روسي مورخ د نړۍ له نامتو رسنيو سره په مركه كې وويل چې كه انګلسيانو افغانستان ته د څلورم ځل پوځونو له استولو مخكې، له موږ سره مشوره كړى واى، موږ به ورته ويلى واى چې دا كار مه كوئ؛ ځكه چې موږ په دې غرني هېواد كې د تيري او جګړې ډيره نوې تجربه لرو، دا خلك نه ايليدونكي دي او د پرديو د تيرې په وخت كې ژر سره نژدې كيږي او غبرګون ښيي!
د شوروي اتحاد د وخت تيورسينانو او د هغوي فكري ملاتړو به په افغانستان كې ويل چې تاريخ په شا نه ځي؛ خو تكراريږي. د افغانستان پېښو وښوده چې تاريخ هم تكرارېږي او هم په شاه ځي يو ځل انگليسي مورخ يا ديپلومات يا پخواني پوځي وويل چې كه روسانو له موږ سره مشوره كړي واى، موږ به په افغانستان باندې د تيرې مشوره او اجازه نه واى وركړى، بل ځلې روسي جنرال يا مورخ وويل چې كه انګليسي چارواكو له موږ سره مشوره كړى واى موږ به په افغانستان د څلورم يرغل مشوره او اجازه نه واى وركړې!
دا خبره اوس په روسيه كې بيا توده شوې دوه – درې روځې مخكې په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د ټولنې مشر ( كلينتس ايويچ) په يوه مركه كې ويلې ( كاشكى امريكا افغانستان ته د ځواكونو تر ليږلو مخكې له روسيې سره مشوره كړى واى)! دى وايې كه د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواكونو له خپل ټاكلى پلان سره سم له افغانستانه ووتل، په دغه هېواد كې به د كورنۍ جګړې اور بل شي او كټ مټ هغه څه به تكرار شي چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواكونو له وتلو وروسته وشول پر افغانستان د شوروي تېري په كلونو كې د دغه هېواد 15000 سرتيرې ووژل شول او په لسګونو زره نور ټپيان شوي وو.
په افغانستان كې د شوروي اتحاد د پخوانيو جنګيدونكو پوځيانو د ټولنې مشر چې اوس د روسيې د دوما (ولسې جرګه) غړى هم دى، د پخوانيو پوځيانو په كلنۍ غونډه كې ويلې چې دا خلك هم د افغانستان په شان له ناورين سره مخامخ دي او ډېرې ستونزې لري. ده اټكل كړى چې (له افغانستانه د امريكايي او ناټو ځواكونو له وتلو سره سم به طالبان هر شى لاندې كړي). ده په زغرده ويلې چې (ناټو او امريكا سل په سلو كې هغه تيروتنه تكراروي چې شورويانو كړې وه) او زياتوي چې (كاشكې امريكا افغانستان ته د ځواكونو تر ليږلو مخكې له روسيې سره مشوره كړى واى؛ ځكه چې روسيه له افغانستان سره د معاملو تر دوه سوه كاله ډيره تجربه لري. دوى بايد روسي متخصصين وربللى واى او روسيه يې له ځان سره ملګرى كړى واى؛ خو متاسفانه امريكايان فكر كوي چې دوى په هر څه پوهېږي)
دلته زه د ښاغلي (ايويچ) له دې خبرې سره موافق نه يم چې كه امريكايانو روسان هم له ځانه سره راوستي واى، وضع به ښه شوي وه. نه، هم روسانو  د افغانستان په برخه كې اشتباه وكړه او هم امريكا او ناټو اشتباه كړې ده. دا ښاغلي بايد ټول د افغانستان په سترو ستونزو د حل په برخه كې د افغانستان د خلكو او د هغوى د رښتيانيو استازو د حضور په مسله فكر وكړي او پرېږدي چې دا خلك اساسي ونډه ولري، جنګي جنايت كاران له صحنې ليرې كړي او په افغانستان كې دې د ورورۍ، تفاهم، سولې او امنيت له پاره كار وكړي.
اوسنى كاروان د (تركستان) په لور روان دى او خداى ښه پوهيږي چې (مزل) ته به ورسي او كه نه؟
دا كاروان نه روسي (ټانكونو او الوتكو) سمې لارې ته برابر كړ، نه يې امريكايې ټانكونه او الوتكې برابرولى شي. دا به د افغانستان خلك وي چې مټې ونغاړې_ ميدان ته شي او د خپل هېواد د ژغورنې جنډه ورپوي!