دکلتوروزارت لخوا د هلمندولايت دعامه كتابتون سره د٤٠٠٠ ټوكه كتابونو مرسته دکب په ٢١مه وشوه .
دهلمندداطلاعاتو اوكلتوررئيس جانګل وايي چې په دغو كتابونو كې سياسي ، ديني ، ادبي اوټولنيزكتابونه شامل دي .
دهلمنددعامه كتابتون مدير شيراحمد دمعلوماتو له مخې وړاندي له دې دهلمندكتابتون ٨٠٠ كتابونه درلودل .
نوموي خوښي څرګنده کړه چې دکتابخانو دبډاي کولو په خاطر داطلاعات اوکلتور وزارت مرسته کوي .
شيراحمد وايي چې دجګړو ترمخه دهلمند ولايت کتابتون ددکتابونو له پلوه يوترټولو بډاي کتابتون وو .
دهلمندعامه كتابتون چې په ۱۳۵۴ كال كې جوړشوي، دکورنيوجګړو په كلونواودروسانو ديرغل پرمهال يي په زرګونو كتابونه لمنځه تللي دي .
ديادولو وړده چې دروان کال په لوموړيو کې دکتابتون ودانۍ هم جوړه شوې ده .
دکلتور وزارت وياند حميد ناصري وردګ وايي چې دوي دکتابتونودبيا فعالولو اودکتابونوله پلوه دبډاي کيدو په خاطر په ټولو ولايتونو کې کار پيل کړي دي .
نوموړ ي ويل چې تيره اونۍ يې کابل دښار په يوه ناحيه کې يوکتابتون پرانستلو او په نيږدې راتلوونکي کي به دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې هم يوکتابتون پرانيزو .