زما د دې لیکنې سرلیک به تاسو ته کېدای شي داسې ښکاري لکه چې تر دې وړاندې مو هم اورېدلی وي . هو بلکل هم داسې ده . تاسو به اورېدلی وي او که تاسو د قام پرستۍ سندري اورۍ او یا بیا له پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یا د هغوي د لوستونکو له سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن سره اړیکي لرۍ نو خامخا به مو اورېدلی وي .
دا د پښتو ژبي د نومیالي سندرغاړي ښاغلي عبدالله مقري د هغې ملي سندرې د سر ټکي دي چې نومړي د پښتنو افغانانو محترم مشرمحمود خان اڅکزي ته په کې داسې ویلي وو.
وایم محمود خان ته یا به کوټه کابل جوړ کړو
یا به سر قربان کړو یا به وږی پښتون موړ کړو
د شعر ژبه که څه هم پېچلې وي خو په څو ټکو کې یې ستونزه ، لامل او د هغه هواری رانغښتی وي . زه د خپل دې نظر له مخې دا سندره ستاسو په وړاندې را سپړم چې پښتون ولس په خاسه توګه د محکوم افغانستان وګړي له یوه پلوه بې سواده دي او بلې خواته چې یې څه لوستي دي هغه یې هم په پردۍ ژبه لوستي دي نو د خپلې ژبې پښتو په لیک د پوهیېدلو توان نه لري او شاعري خو یې بیخي نه شي لوستلائ . نو په کار ده چې دوي ته د پېغام ورکولو لپاره له سپینو او ساده خبرو څخه کار واخیستل شي . دا یو روښتونی حقیقت دی چې خلک و هم هغه خبره ته غوږ نسي چې په پوهیږي .
په دې پورتنۍ سندره کې درې خبري دي ، لکه د وطن جوړول ، قرباني ورکول او خپل قام پر خپلو پښو درول . په سندره کې دا درې وړاندیزونه دي خو په اوسنیو حالاتو کې دا د ټولو افغانانو په خاسه توګه د محکوم افغان لپاره داسې درې پوښتنې دي چې ځوابونه یې د مرګ او ژوند مانا لري .
لومړۍ دا چې وطن مو جوړ دی او که نه ؟ دویمه دا چې قرباني مو ورکړې ده او که نه؟ او دریمه دا چې خپل قام مو پر خپلو پښو ولاړ دی او که نه؟
د یوه ناروغ لپاره درمل هغه وخت ورکول کیږي چې د هغه ناروغي او د ناروغۍ لامل مالوم شي . له تېرو شاوخوا څلور لسیزو راهسې لراوبر افغانان په یوه ناروغي اخته دي او هغه ناروغي هر چاته مالومه ده چې د دوي ټول وژنه ده او له هم دې کبله یې پر دې سربېره چې په لکونو وژل شوي ، معیوب شوي او بې کوره شوي دي ، نه وطن جوړ دی او نه یې هم قام پر خپلو پښو ولاړ دی .
اوس چې ناروغي مالومه شوه نو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره درمل اړین دي او درمل بیاهغه وخت ټاکل کیږي چې د ناروغۍ سبب په ګوته کړل شي . د بې سوادۍ له امله زموږ د قام په سل کې نوي کسان لا اوس هم د هر څه پړه پر خدای اچوي او دا ځکه کوي چې د دوي په فکر دوي پر خدای ډېر باور لري . کېدای شي چې د دوي د داسې کولو لامل هم دا وي چې نه پوهیږي . خو خبره د هغو خلکو کول دي چې پوهیږي او بیا هم د خپل قام د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هغوي ته دارو نه ورښي . له دې کسانو سره به په پټه خوله د پاته کېدو دلیلونه وي خو دا خبره تر لمر روښانه ده چې ماشوم ونه ژاړي نو د مور رنګه مهربانه هستي هم هغه ته شودې نه ورکوي . هم داسې که د پښتنو پوهه وګړي د خپل قام د حالت د بدلون لپاره هلي ځلي ونه کړي نو اوس مهال خو محکوم افغان او د هغوي په ژوند کې سوکالي او ثبات داسې دي لکه څوک چې کار د لویدیځ پر لور لري او دی د ختیځ پر لور روان وي
د مئ پر دویمه نېټه د پښتونخوا د ایبټ اباد د بلال په کلي کې د نړۍ تر ټولو د لوی ترهګر او د زرګونه پښتنو افغانانو د وژنې د مسوول اسامه بن لادن میندل کېدو او وژل کېدو دا خبره په ډاګه کړه چې پښتون افغان په خپل وطن څومره خبره دی ، څومره واک پرې لري او د دوي په وطن کې دا د اور لوبه چا روانه ساتلې ده او مخي یې څه دي؟
د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې مبارزې په ترڅ کې تر اوسه دې تر ټولو لویې بریا لراوبرافغان ولس په خاسه توګه محکوم افغان ته دا نوبت په لاس ورکړ چې نړیوالو ته دا وښې چې زموږ د وطن واک د داسې خلکو په لاس کې دی چاته چې د انسانانو وژنه د خپلو ګټو له مخې یوه فلمي ننداره ښکاري
د پښتنوافغانانو لپاره په کار ده چې دا لوی خبر نه وي چې د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر اسامه بن لادن ووژل شو بلکه مهمه دا ده چې چیري ووژل شو؟ هغه ځکه چې دې پېښې محکوم افغان ته دا ور وښودله چې ته نه په خپل کلي کور او وطن خبر یې ، نه یې واک لرې او نه یې هم تپوس کولائ شې . د دویمې مئ پېښې محکوم افغان ته دا هم جوته کړه چې ستا پر خاوره د اور د سرو لمبو مسوول بل هیڅوک نه دی بلکه پخپله ً اسلامي جمهوري پاکستان ً دی . په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن په کلونو اوسېدل ساده خبره نه ده . هغه ځکه چې د پاکستان د دې مهم مېلمه خدمت تر ایبټ اباد د لاهور او راولپنډۍ په پوځي چاوڼیو کې ښه کېدائ شوای او هغه ځایونه د ده لپاره تر ټولو خوندي هم وو ، خو خبره د ً سب سې پهلې پاکستان ً ده کوم چې د پنجاب دویم نوم دی
اسامه ووژل شو ترهګري نه ده وژل شوې او په پښتونخوا کې د اسامه میندل کېده دا په ډاګه کوي چې دی د پاکستان یوازیني او روستي مېلمه نه شي کېدای ، داسې به نور هم بې شمېره د اور پېلوځي دې د مور په جامه کې مئرې د محکوم افغان په وطن کې ساتلي وي چې د شمتنیو په حېث ترې کار واخلي
په پښتونخوا کې د اسامه بن لادن وژل کېدوماته هغه متل رایاد کړ چې ً د خیرات ورځ شي نو د یتیم پوځه وینې شي ً . چې کله هم داسې حالات راغلي دي چې محکوم افغان دي د پنجابي له غلامۍ ځان خلاس کړي او یا لږترلږه خپله ژړا تر نړیوالې ټولنې ورسوي نو دوي په پټه خوله پاته شوي دي او د بل پر پښو ولاړ پاکستان ته یې اوږه ورکړې ده او بیا یې پر ځان د بادارۍ لپاره قوي کړی دی . د دې بېلګې د پاکستان د جوړېدو وخت ، د بنګال د ازادۍ وخت ، په پاکستان کې د صوبو د جوړېدو وخت او داسې نورې کېدائ شي.
نړیوالو ته تر ټولو د لوی مطلوب کس د پښتون افغان پر نغري له پنځو کلونو اوسېدو وروسته میندل کېدو او وژل کېدو بې له شکه دوي ته دا حق ورکړ چې د بیان له لارې نه ، د جلسې او ټلویزیوني مرکو له لارې نه بلکه په جدي او جرګه ییزه توګه تر امریکا او نوره نړۍ وړاندې له اسلام اباد څخه دا پوښتلي وای چې ستا استخبارات او پوځ چې خان شهید عبدالصمدخان اڅکزی وژلائ شي ، نواب اکبر خان بګټي په غره کې په یوه غار کې په نښه کولائ شي او هم دا ډول د ترهګرۍ په نامه د سوات او وزیرستان پښتانه بې له څه پلټنو په وحشي توګه په مرمیو سوري کولاي شي نو بیا په دې څنګه نه وو خبر چې د نړۍ تر ټولو لوی داسې ترهګر چې د ټولې نړۍ ماشوم ، ماشوم یې له څهرې سره بلد دی پنځه کاله د پښتنو په هغه جنتي سیمه کې ستا د پوځ له روزنیز مرکز سره په خوا کې اوسېدی چې تا اشغال کړېده؟
خوافسوس پر دې چې دوي داسې ونه کړل . ځینې ناپوه او ځینې پوه پښتانه اوس هم اسامه بن لادن ته د اتل په سترګه ګوري او ځینې پښتانه د هغوي په خبره د خپلې مجبورۍ له کبله د اسامه بن لادن د وژلو لپاره ترسره شوي د امریکايي ځانګړو ځواکونو عملیات د پاکستان پر خپلواکۍ برید بولي .
ً هر ښه خبر یو بد خبر وي او هر بد خبر یو ښه خبر وي خو دا په وګړي ، ټولنه ، قام او یا هیواد پورې اړه لري چې هغوي روښتونی غبرګون ښي او که نه ً ؟
په امریکا کې د ۲۰۰۱ لومړي کال د سپټمبر د یوولسمې پېښې نه یوازې د امریکايي ولس لپاره سختې ویرجنې وې بلکه د ټولې نړۍ لپاره د کرکې او غندنې وړ وې . خو د انسانیت له مخې نه بلکه د خپل هیواد د استقلال په خاطر د افغانانو لپاره یو داسې څه وو چې په پایله کې یې د دوي ګران هیواد د پنجابي له منګولو خلاس کړل شو.
د یوولسم سپټمبر د پېښو په مسوول اسامه بن لادن پسې امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله او پر اسامه بن لادن یې د افغانستان جنتي ښارونه او ګلورینې دښتې خو پرېږده دا جګ غرونه هم تنګ کړل او دی په پای کې له تورې بوړې څخه ورک شو.
په بیا بیا دا خبرونه راتلو چې نړۍ ته دا تر ټولو لوی مطلوب کس په قبایلي سیمو کې دی خو پاکستان به دا خبره نه منله او د دې ملک هغو ټولو سیاستوالو چې په ټول ژوند یې په خپله خوله د بل خبري کړې دي هم ویل چې دا هسې د پاکستان د بدنامولو هڅې دي. خو د مئ پر دویمه نېټه پر پښتون افغان یو ځل بیا خدای هغه وخت مهربانه شو چې کله هغه کس چې ټوله نړۍ ورپسې ګرزېده د پاکستان د یوه لوی او مشهور پوځي روزنیز مرکز په خوا کې په داسې کور کې ووژل شو چې د پاکستاني پوځ د مشرانو تر کورونو یې لا ډېره سخته امنیتي ساتنه کېده.
په اوسنیو حالاتو کې پر پورته یاده شوې اتڼي سندره اټن کول په کار دی خو په سندره کې بدلون ته اړتیا ده او هغه داسې چې ً وایم محمود خان ته ً نه بلکه وایمه خپل ځان ته . یانې هر لوستی پښتون افغان په کار ده چې له خپله ځانه دا تپوس وکړي چې ده د خپل قام او وطن په غلامۍ او د پاکستان په دوه مخۍ څو بې سواده او نه پوېدونکي پښتانه پوه کړي دي ؟ ویل کیږي چې پوهه په وېشلو ډېریږي او چې کله په محکوم افغان کې د خپل قام او وطن د غلامۍ په اړه پوهه زیاته شوه نو دا به د اختر د میاشتې د لیدلو زېری وي .