کور / تازه خبرونه / ناټو د درېيم او څلرم سرتيري د وژل کېدو خبر هم ورکړ

ناټو د درېيم او څلرم سرتيري د وژل کېدو خبر هم ورکړ

د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په ختيځ کي په يوه مامخ جګړه کي دوه بهرني عسکر ووژل سول خو په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل .
ناټو همدا ډول نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د خپلو دوو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړ و .
په دې سره د مى د مياشتي په تېرو سوو ٢٨ ورځو کي د بهرنيو وژل سوو سرتېرو شمېر ٤٧ تنو ته ورسېد چي څلوريې نن ورځ تر دې دمه ، څلور يې تېره ورځ ، نهه يې وړمه ورځ وژل سوي ول .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو په لوېديځ کي يې په ارغنداو کي پر امريکايانو د بريد خبر ورکړى او همدا ډول يې په لغمان ، فارياب او نورو ولايتو کي پر امريکايي ځواکونو د بريدونو خبر ورکړى .