د ناټو ځواکونو يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د ناټو يو سرتېرى د ماين ښکار سو . خو په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل .
دا د مى د مياشتو په تېرو سوو ٢٨ ورځو کي ٤٤ بهرنى دئ چي په افغانستان کي خپل ژوند د لاسه ورکوي .
تېره ورځ هم ناټو په بېلابېلو خبرپاڼو کي د افغانستان په لوېديځ کي د خپلو څلورو سرتيرو د وژل کېدو خبر ورکړى و .