د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت د ملي امنيت رياست په يو شمېر عملياتو کي لسګونه ميله سپکي او درنې وسلې نيولي .
خبرپاڼه ليکي چي په نيول سوو وسلو کي ٦ ميله پيکا ماشينګڼي ، ١٢ ميله کلاشينکوفونه ، دوه ميله راکټ انداز او نور شامل دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي يادي وسلې او مهات تېره ورځ د نادعلي او مارجې ولسواليو تر منځ په لاره کي چي په يوه تراکتور کي ځاى پر ځاى سوي وې نيول سوي .
هلمند ولايت مقام ليکي چي يادي وسلې د بدر په نامه د عملياتو دپاره دې ولايت ته د پاکستان څخه راوړل کېدې چي د دوى د لوري کشف سوې .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .