د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته لېږلې ليکي چي نن ورځ يې د افغانستان په لوېديځ کي دوه بهرني فوځيان د ماين ښکار سول . خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل .
په دې سره د مى د مياشتي په تيرو سوو اووه ويشتو ورځو کي په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيانو شمېر ٤٣ تنو ته ورسېده. چي ٣٩ م ٤٠ م ٤١ م او ٤٢ م يې نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي خپل ژوند د لاسه ورکړ او ٣٨ م يې د يوې الوتکي د رالوېدو له کبله تېره ورځ او اتو تنو يې تېره ورځ په شوراوک کي د ماين په چاودنه کي خپل ژوند د لاسه ورکړى و .
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو پخپله ويب پاڼه کي يې د هلمند ولايت په واشېر کي د امريکايانو د يوه ټانګ د له منځه وړلو خبر ورکړى دئ .