د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه ليکي چي نن ورځ د يوه غير رسمي سفر په ترڅ کي د ناټو ځواکونو يوه سرتيرى ووژل سو .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي سرتيري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه .
همدا ډول ناټو نن د يوې بلي خبرپاڼي په ترڅ کي د افغانستان په لوېديځ کي د خپل يوه بل سرتيري د وژل کېدو خبر هم ورکړى و خو په اړه يې څه نه وه ويلي .
طالبانو ويلي چي په هلمند ولايت کي يې د امريکايانو څلور ټانکونه ويجاړ کړي دي . خو دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چي ايا نوموړي وژل سوي سرتيري به د هغه بريد په پايله کي وژل سوي وي .
دا د مى د مياشتي په تېرو سوو اووه ويشتو ورځو کي ٤١ م بهرنى دئ چي په افغانستان کي خپل ژوند د لاسه ورکوي او تېره ورځ يې د ا فغانستان په لوېديځ کي په يوه چاودنه کي اته سرتيري وژل سوي ول او يو هم د يوې الوتکي دلوېدو له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړى و.