کور / تازه خبرونه / د کرکټ دويمه لوبه هم د پاکستان الف لوبډلې وګټله

د کرکټ دويمه لوبه هم د پاکستان الف لوبډلې وګټله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د دريو سيالو په لړ کې دويمه لوبه چې نن په راولپنډۍ ښار کې ترسره شوه، د پاکستان الف لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
ددې لوبې پچه د پاکستان د الف لوبډلې کپتان سهيل تنوير وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ يا توپوهنې پرېکړه وکړه.
د پاکستان د کرکټ الف لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٣٢٨ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري دولت ځدران ٣، محمد نبي او سميع الله شينواري، يو يو لوبغاړی وسوځوه.
دياد شوي هدف په تعاقب کې د افغانستان د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د لوبې په پيل کې وسوځېدل چې له امله يې لوبډله تر فشار لاندې راغله، خو د لوبډلې مشر نوروز منګل او جاوېد احمدي ښه لوبه وکړه ، او دواړو ٢٩، ٢٩ منډې جوړې کړې.
له دې وروستو افغان لوبغاړي سميع الله شينواري ښه لوبه وکړه ٦٣ منډې يې جوړې کړې، شینواري دافغانستان مندې په ٤٧ اوورونو کې ١٨١ ته ورسولې.
په ١٨١ کې دافغانستان ټول لوبغاړي وسوځېدل او دغه راز پاکستان دغه لوبه د ١٤٦ منډو په توپير سره وګټله.
د پاکستان لخوا صدف حسين تر ټولو ښه لوبه وکړه او دافغانستان څلور لوبغاړي يې وسوځول او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د لوبې په پاى کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک، د پارلمان غړي او د پاکستان او افغانستان د کرکټ بورډ چارواکيو د جايزو د توزيع کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې دافغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ښاغلي نسيم الله دانش او د افغانستان دکرکټ لوبډلې مشر نورز منګل ته ايوارډونه ورکړل شول.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک له افغان لوبډلې مننه وکړه، چې پاکستان ته د لوبو لپاره راغلل، هغه وويل چې افغان لوبډلې لوبه بايلوده، خو په اصل کې دا ناکامي نه وه، بلکې دوى له دې لوبو څخه ډېر شيان زده کړل.

ددې سياليو درېيمه لوبه به د غبر ګولي په ٨ مه، د پاکستان په فيصل اباد ښار کې ترسره شي.
دا لوبه به ماسپښین پیل او د شپې ناوخته پورې به دوام پیدا کړي.