په جلال آباد ښار کي نن تر غرمې مخکي په يوه چاودنه کي اته ولسي وګړي ژوبل سول . د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال د چاودني پخلى کوي او وايي چي ياده چاودنه په دې ښار کي د کابل د زړې اډې سره رامنځ ته سوې ده . او وايي چي په دې اړه تر اوسه کره معلومات نه لري خو په اړه يې پلټني پيل کړي دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .