د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن او يو شمېر نور چارواکي پاکستان ته د يو شمېر پوښتنو سره راغلي او د پاکستان د مسئولو چارواکو څخه به يې ځوابونه وغواړي . په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر مرګ وروسته دا د هغې لومړۍ سفر دئ چي دې هېواد ته يې کوي . هغې په دې اړه مخکي لا ويلي وه چي پر دې يقين نه سم کولاى چي د اسامه په باره کي دي په پاکستان کي هيڅوک معلومات و نه لري .
نوموړې به د پاکسان د ولسمشر اصف علي زرداري او د دې هيواد د لومړي وزير سره تر ليدني وروسته د آى ايس آى او د فوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کياني سره هم وويني .
تمه کېږي چي نوموړې به پر پاکستاني چارواکو زور راوړي چي دا معلومه کړي چي په دې هېواد کي د اسامه سره کومو ګروپو ، ادارو او خلکو مرسته کوله .