د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه ليکي چي تېره ورځ يې د ګردېز په ولايت کي د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي د حقاني شبکې يو قوماندان نيولى . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي قوماندان د دې او خوست ولايتو په ولسواليو کي شاوخوا پنځوس جنګيالي لرل چي تېره ورځ په ګردېز ولايت کي ونيول سو .
په دې اړه تر اوسه حقاني شبکې رسنيو ته څه نه دي ويلي .