يادونه: دا ليكنه له شماله د خپرېدونكې سياسي مجلې(پسرلى) په دوه ويشتمه ګڼه كې هم چاپ شوې ده.
د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك
ايران د نړيوالو قوانينو پرخلاف، د وچو هېوادونو د ترانزيتي حق ساتلو او د دوه ګاونډيو هېوادونو د تعهداتو په نه پام كې نيولو سره په زرګونه سوداګريز ټانكرونه له كوم قانوني دليل پرته په خپل هيواد كې ودرول.
د امريكا او ايران جګړې په افغانستان كې مليونونه خلك د غم په غولي كېنول او يوې مړۍ ډوډۍ ته يې حيران كړل.
په افغانستان كې د بحران د تداوم لپاره د ايران د پانګونې او لاسوهنې د ښه سپړلو لپاره به ښه وي، چې د تېرو وختونو څو پاڼې واړوو.
افغاني رسنيو په هېواد كې د پاكستان د نظامي، سياسي او… لاسوهنو د غندلو لپاره په تنده لهجه مستند راپورونه خپاره كړي؛ خو په افغانستان كې يې د ايران د لاسوهنو او سياسي واك د ترلاسه كولو په مقابل كې ډېر كم څه ويلي، چې هغه هم د نشت په حساب دي او په ځينو ځايونو كې په غلي پاتې كېدو له دې خبرې تېرشوي دي.
دغو چوپتياوو په اتيايمه لسيزه كې پر افغانستان د ايران د اسلامي انقلاب لاسوهنو ته زمينه برابره كړه؛ خو سربېره پر دې د ځينو خنډونو له امله ايران تر ډېره خپلې موخې ته ونه رسېد. دغه كار د كورنيو او بهرنيو ډېر پام د پاكستان مسلې ته واړوه او په لومړيوكې د ايران په لاسوهنو چا غوږ ونه ګروه.
په اتيايمه لسيزه كې افغانستان د ايراني اسلامي انقلاب د لاسوهنو له ستر ګواښ سره مخ و؛ خو د ايران او عراق اته كلنه جګړه او د افغانستان په سني مذهبه ټولنه كې د ايران د سياسي او مذهبي ګروپونو لږوالى د دې لامل شو، چې بيا هم د غه پلان ناكامه شي، همدا راز سعودي عربستان هم په افغانستان كې د سني او وهابي ډلو له لارې د ايران پر وړاندې موضع ګيري وكړه او تر ډېره يې د ايراني لاسوهنو مخنيوى وكړ.
سربېره پر دې په افغانستان كې د اهل تشيع ګروپونو، چې د ايران له سياسي ملاتړ څخه برخمن و، د ځينو جهادي ګروپونو او ډلو خصمانه كړنو هم د ايراني لاسوهنو مخنيوى وكړ او دغه سني ډلې تر ډېره د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند لخوا چې مشري يې قاضي حسين احمد كوله، سپانسر كېدلې، چې ايران ضد كړنې ترسره كړي.
د پاكستان جماعت اسلامي ګوند د افغانستان په قضيه كې د دغه هېواد د نظامي او استخباراتي كړيو لپاره د سياسي الهام بڼه لري. نو دغه ګوند د يو ممثل په توګه په افغانستان كې د ايران پر وړاندې د پاكستاني چارواكو د غېر رسمي مخالفتونو ښكارندويي كوي.
د شوروي پر وړاندې د افغانانو د جهاد په كلونو كې د امريكا او پاكستان موضع د ايران د نفوذ د مخنيوي پر لاره يو شان وه.
پاكستان د شيعه ييزم او په سيمه كې د يو قوي او پرمختللي ايران له جوړېدا څخه په وېره كې و، په ورته ډول امريكا هم په ايران كې د اسلامي انقلاب پر ضد، چې د امريكايانو پروا ورسره نه وه، له هېڅ ډول زيان رسونې ډډه نه كوله.
له افغاني شيعه ډلو سره د ايران اړيكې تل د كابل حكومت د سياسي لوري چې د اقليتونو پر وړاندې يې لري او همدا راز د ايران او روسېې د اړيكو په وسيله اغېزمنې شوې دي.
د كابل د كمونيست حكومت په وخت كې د روسيې سياسي مشاورينو په مشوره او د هغه ګوډاګي حكومت له لارې په افغانستان كې د لږكيو او په ځانګړي ډول هزاره ګانو د جلبولو لپاره پراخې سياسي هڅې وشوي او مذهبي كړتې ترسره شوې.
سياسي په دې مانا چې روسانو ځينې اشخاص لكه سلطان علي كشتمند او عبدالواحد سرابي لوړو پوستونو ته ورسول او له هغوى څخه يې په سياسي او مذهبي برخو كې ستر كسان جوړ كړل او په دې توګه يې پلان درلود، چې په هزاره ګانو كې د كابل د كمونيست حكومت او روسي ملګرو ته د نفوذ زمينه برابره كړي.
كشتمند له همدې لارې په ګټې اخيستو وتوانېد، چې د كمونيست حكومت پر وړاندې د شيعه ګانو دښمني پر مخالفت بدله كړي او په ځينو ځايونو كې يې شيعه ګان له حكومت څخه د دفاع په موخه د جګړې پر ډګر ودرول.
ويل شوي، چې د روسانو د يرغل پرمهال د كشتمند پر مرسته د هېواد د نورو سيمو پر پرتله مركزي سيمې ډېرې كمې د متجاوزو لښكرو د ځمكنيو او هوايې هدفونو ښكار ګرځېدلې او په دغو سيمو كې ژوند تر ډېره ښه پر مخ روان و.
(( ليکوال د زندان څخه له خلاصون وروسته د هيواد د پرېښودو په نيت په خرابو او لرو پرتو کليوالو لارو تېرېد او هلته ورته په سماوارونو، مساپرخانو او کښتونو کې ژوند په عادي ډول ښکارېد.))
سازمان شوي په دې مانا چې يو ځل د كابل حكومت مشر ډاكټر نجيب الله د ايراني مقاماتو د خوشحاله كولو لپاره او د هغو ډلو لپاره چې د ايران ملاتړ ورسره وي، د مركزي سيمو د كورنيو د خودمختارى اعلان كړى و.
د وخت د كمونيست حكومت لخوا شيعه ګانو ته د مذهبي مناسكو د ادا پروخت پوره ازادي وركړل شوه، تر دې چې په اضطراري حالاتو كې هم مذهبي پروګرامونه لكه عاشورا د سترو ښاري لاريونونو په ترسره كولو سره نمانځلى شول، چې دغه كار بيا وروسته دوام پيدا كړ.
د ايران پر وړاندې د كابل د كمونيست حكومت حسن نيت د دغو دواړو هېوادونو په ذات البيني اړيكو كې د پام وړ بدلون راوست.
له ۱۹۸۵ز، څخه را په دېخوا د ايران سفارت لوړپوړو چارواكو د كابل حكومت په رسمي بلنو كې برخه اخسيتله او په مقابل كې يې افغان لوړ پوړو مامورينو د ايران سفارت په مېلمستياو كې ګډون كاوه.
د ۱۹۸۰ز، په ترڅ كې كله، چې ايران او عراق په جګړه بوخت و؛ نو د ايران انقلابيانو هغه جنګ ته، چې د دوه اسلامي هېوادونو تر منځ روان و، د افغانستان د هغې په پرتله، چې د سرو لښكرو تر يرغل لاندې و، برتري وركوله.
د ايراني اسلامي انقلاب رهبرانو د پراخو كمپاينونو له لارې افغانان تشويقول، چې د مسلمان عراق پر وړاندې د ايران په ګټه ودرېږي او د جګړې ميدان ته ورودانګي.
پر۱۹۸۰ز، د هغو افغانانو شمېره چې د عراق او ايران جګړه يې د افغانانو او روسانو تر جګړې سپېڅلې ګڼله او د ايران په اردو كې د عراق پر وړاندې جنګېدل، پنځه زره كسانو ته رسېده، چې د جګړې له ډګره د معلولينو او معيوبينو په ګډون يوازې دوه زره كسان بېرته افغانستان ته راستانه شول.
د افغانستان له روان كړكېچن وضعيت څخه په پوره توګه ګټې اخيستلو ايرانيان دې ته اړ كړي و، چې په مذهبي رهبري او همدا راز په بهرنيو چارو وزارت كې داسې كسان وګماري، چې په افغانستان كې ايراني لاسوهونكو ته پر وخت او منظمې مشورې وركړي.
د همدې پلان له مخې حجت الاسلام ابراهيمي د افغانستان په چارو كې د رهبرۍ مقام خپل كړ او انجنير حسن محي الدين نجفي په بهرنيو چارو وزارت كې د سترسلاكار د دندې ترڅنګ د افغانستان د چارو مشر وټاكل شو. نوموړي كسان د ((امام)) لارويان او د اسلامي انقلاب د خپرېدو سخت دريزه مدافعين وو.
د ۱۹۹۰ز، په ترڅ كې د افغانستان د قضيې په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزيرعلي اكبر ولايتي څرګندونې، چې په يوه مركه کې يې كړې وې، د افغانستان پر وړاندې د ايراني نظريې يوه بېلګه ده.
ولايتي په خپلو خبرو كې ويلي و: ((ايران براى تامين امنيت خود به انكشاف او ضاع در افغانستان بدون علاقه مانده نمې تواند)).
روسي اشغالګرو او له دې ډلې (برژنف) هم د افغانستان پروړاندې نږدې همداسې نظر درلود.
په ۱۹۸۹ ز، كې د راولپنډۍ په مشورتي جرګه كې د هغو سياسي ګوندونو، چې د ايران تر نفوذ لاندې وو، ورګډېدل او ورسره جوخت په ۱۹۹۱ ز، كې دايران پلوه افغاني شيعه ګانو د څوكيو تثبيت د پېښور په اته ويشت كسيسز كمېسيون كې، چې سولې ته د يوې طرحې په جوړولو مكلف و، يو لړ مخالفتونه وزېږول.
هغو افغاني سياسي ډلو چې په ايران كې وې، مفكوره درلوده چې شيعه ګان د افغانستان د ټول نفوس څه باندې دېرش سلنه جوړوي، چې بايد په مشورتي جرګه كې هم په همدې اندازه څوكۍ وركړل شي، چې مقابلو ډلو دغه سلنه له لسو څخه هم ښكته ښودله.
په ۱۹۹۰ ز، كې د ايراني مشرانو لخوا د ((ائتلاف هشت ګانه)) په نوم د هغو اتو ډلو د سياسي يووالي لپاره هڅې پيل شوې، كومې چې په ايران كې اوسېدې.
ايران په دې ډول غوښتل، چې ځان يو اغېزمن سياسي ځواك ښكاره كړي او په دې توګه د هغو تيت په ترك ګوندونو لپاره هم چې په پېښور كې اوسېدل او په افغانستان كې په جګړه بوخت وو، يو مهم هېواد ښكاره شي.
له بلې خوا ايراني مقاماتو له افغاني مجاهدينو سره كوم چې په ايران كې اوسېدل اړيكې ټينګې كړې، د دغو اړيكو له امله په زړه پورې نتيجه ايرانيانو ته په لاس ورغله. د ((ائتلاف هشتګانه)) ډلې ځيني عناصر دې ته چمتو شول، چې له هغه وروسته د رحمت الله مرتضوي تر مشرۍ لاندې په ګډ سياسي ګروپ كې كار وكړي.
خو د افغانستان په راتلونكو كلونوكې بيا دا مسله دومره اغېزمنه تمامه نه شوه. له دې سره سم ايران لا هم په دې لټه كې و، چې په افغانستان كې خپل لاسپوڅي ولري، هغوى د افغاني((اهل سنت والجماعت)) ډلو د رضايت لپاره چې په ايران كې اوسېدې، پانګونې وكړې.
ايرانيانو ګمان كاوه، چې ژبني او مذهبي تړاونه به تر ټولوغوره لارې وي، چې دوى په افغانستان كې خپلو موخو ته ورسوي؛ نو ځكه يې د حزب اسلامي په پرتله د جمعيت اسلامي ګوند سره ډېره خواخوږي درلوده. همدا راز لكه حركت انقلاب اسلامي، جبهه نجات ملي، محاذ ملي او… ګوندونه بيا تر ډېره له ژبني تړاو څخه لرې وو؛ خو بيا هم د ايران تر سياسي اغېز لاندې راغلي وو.
دغو ګروپونو په افغانستان كې د ايرانيانو په پله پلونه اېښودل او د هغو ايران ضد ګروپونو پر وړاندې به درېدل، كوم چې په پېښور كې اوسېدل.
سربېره پر دې د ټولو هڅو درې ستر لاملونه وو، چې د ايران او كابل حكومت تر منځ يې نرمو اړيكو ته لاره اواره كړې وه:
• تېرېدنه: د كابل د حكومت هغه ستره حوصله يا مجامله، چې د ايران پلوه ډلو پروړاندې يې درلوده.
• له شوروي اتحاد سره د ښو اړيكو درلودل، دغه هيلې خو ايرانيان تر دې مجبور كړي وو، چې د يو ګاونډي هېواد اوسېدونكي د مرګ لومې ته وركړي، چې په دې ډول هغوى د امريكا پر وړاندې په سيمه كې د يو سياسي ځواك په توګه شتون ولري.
• د شوروي له انتقام جويانه بريدونو څخه وېره
پورتني لاملونه د دې سبب شول، چې ايراني مقامات په خپلو سرحدونو كې د هغو افغاني مجاهدينو جرړې وباسي، كوم چې د روس پروړاندې جنګېدل او ورسره يې د مجاهدينو د كمزورۍ لپاره لاندې كړنې ترسره كړې.
لومړى: د افغانستان او ايران په ګډه پرته پوله د هغو افغان مجاهدينو د حملو مخنينوی، چې غوښتل يې د دغو دواړو هېوادونو له سرحدونو څخه په ګټه اخيستو په روسي ځواکونو بريدونه وکړی؛ خو د ايران له دې هڅو سربېره بيا هم د مجاهدينو ګروپونه له همدغو پولو څخه اوښتل او په افغانستان کې يې خپلې جګړې ته دوام ورکاوه. دغه کار د دې لامل شو، چې په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۳ ز، کلونو کې څو ځله روسي الوتکې د ايران پر خاوره واوښتې او هغلته يې د مجاهدينو پټنځايونه په نښه کړل.
کله چې ايران د روسي ځواکونو له دغه ډول کړنو سره مخ شو؛ نو د افغان- ايران پر پوله يې مجاهدينو ته د تلو راتلو اجازه ورکړه. په دغه وخت کې د ايرانيانو پر ځای افغانانو د هغه هېواد له پولو څخه دفاع کوله.
په دې وخت کې مجاهدينو کافي وسله هم نه درلوده، روسانو له همدې تشې څخه په ګټې اخيستو دغه جنګيالي ښه وځپل.
په پاى كې افغاني ډلو د ايراني مقاماتو په يو غير مسوولانه فکر، چی د افغانستان په اړه يې درلود، خپل بچيان او تجربه لرونکي قوماندانان له لاسه ورکړل.
دويم: ايراني مقاماتو د هر ډول هڅو، چې د جهادي تنظيمونو د نږدې والي سبب ګرځېدلې او د ايران نفوذ ته يې زيان رسوه، په کلكه مخنيوی کوه. ايراني چارواکو يوازی هغو کسانو ته وسلې او نورجنګي وسايل ورکول، چی د ايران ګټو ته د پام کولو ژمنه يې كړې وه او له ((خط امام)) څخه به په هرځای کې ملاتړ کوي.
ډېرې هڅې وشوې ، چې د بهرنيو مرستو او کورنيو غنيمتونو وېش د ايرانيانو لخوا ترسره شي، چې په دې ډول ايراني مقاماتو له موقع څخه په ګټې اخستنې شيعه ګان په ځان راماتول او د وېش پر وخت يې اصلي محور ګرځول؛ خو لاهم کومې ځانګړې موخې ته ونه رسېدل او پېښور مېشتو جهادي ډلو د خپلو کړيو به وسيله، چې په ايراني نمايندګيو کې يې درلودې، د وسلو په راوړلو بوخت وو.
په ۱۹۸۷ ز، کې د ايراني امنيتي قواو لخوا امر وشو، چې د ټولو هغو وسلو چې افغانستان ته لېږل شوي ليست جوړ شي او ايراني مقاماتو ته دې د کتنو لپاره وړاندې شي.
په ليست کې بايد د وسلې مارک، بڼه، شمېر، د اخيستونکي نوم او قام، د اخيستونکي تنظيمي تړاو او… درج وي.
ځينو سني ډلو ايراني کړنو ته پر تنظيمي حريم د تېري په سترګه وکتل، تر دې چې يو دوه ګوندونه د احتجاج په توګه خپلې څانګې په ايران کې بندې کړې.
دلته نو بيا ايران ته موقع په لاس ورغله او زيات شمېر وسلې، چې له پاکستان او نورو خليج هېوادونوڅخه د ايران پر لار افغانستان ته راتلې، ونيولې.
ترټولو جنجالي قضيه دا وه، چې کله د پاکستان د بلوچستان ايالت څخه د ايران له لارې په افغانستان کې د مولوي خالص جهادي ګوند ته نوي راکټونه راوړل کېدل؛ نو د ايراني امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول. دا د ايران لخوا يو اخطار ډوله حرکت و، چې امريکا يې پر دې پوهوله، چې له افغان مجاهدينو سره پر خپلو بې درېغه مرستو غور وکړي. همدا راز د ايران دغه کار د روسانو د خوښۍ سبب هم شو.
درېيم: ايراني مقاماتو خپل هغه اجنټان چې په خاد کې يې درلودل، هېڅکله هم نه تعقيبول او همدارنګه يې افغاني ډلو ته هم اجازه نه ورکوله، چې هغوی دې ونيسي او سزا دې ورکړي.
له ځينو افغاني سياسي ډلو سره د ايراني چارواکو مخالفتونه د دې سبب شول، چې د ايران پر وړاندې د افغان مهاجرينو کرکې زياتې شي، ان تر دې، چې په هماغو خرابو شرايطو کې هم يو زيات شمېر مهاجرين بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
د کابل حکومت هم له خدايه همدا غوښتل، دوى له راستنو شويو مهاجرينو څخه په سياسي او تبليغاتي برخو کې پراخه ګټه پورته کړه.
د ايراني چارواکو يو ستر اقدام دا و، چې په يو ډول نه، يو ډول يې د افغان مهاجرينو ژوند محدودوه. که څه هم په ښکاره يې څه نه ويل، خو له ځينو قراينو څرګندېږي، چې د افغان مهاجرينو په ورتلو يې خوا درندېده.
يو څه چې ايراني چارواکو تر پايه ښکاره نه کړل، هغه د ايران مېشتو مهاجرينو سره د نړيوالو د مرستو په جلبولو کې د ايراني مقاماتو د يو روڼ دريځ نه شتون وو.
د دې لامل به دا و، چې ايراني چارواکو نه غوښتل د افغان مهاجرينو ورتګ يو تشويقي عمل وګرځي.
د ځينو قراينو له مخې څرګندېږي، چې ايراني چارواکو به له نړيوالې ټولنې څخه د افغان مهاجرينو په نوم ډېرې مرستې اخېستې او وروسته به يې په خپلو خلکو وېشلې، ځکه په هماغو وختونو کې ايران له عراق سره په جګړه بوخت و..
کله به چې لوږې سره مخ شو؛ نو د افغان مهاجرينو په نوم راټولې شوې مرستې به يې خپلو خلکو ته ورکولې او ډېره کمه برخه به يې مهاجرينو ته ورکوله. په دې ډول ايرانيانو غوښتل هم جګړه وکړي او هم د خپلو خلکو زړه وساتي.
افغان مهاجرين به ايران ته د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل، تر دې چې ځينې وخت به يې د ويزې او پاسپورت اخيستو په تمه په مياشتو انتظار کوه.
سربېره پر دې افغان مهاجرين پر دې مکلف و، چې له يو ښاره بل ښار ته د تلو پرمهال په هره تالاشي کې خپل کارتونه پوليسو ته وښايي.
په ۱۹۸۹ز، کې د ايران دولتي چارواکو تصميم ونيو، چې افغان مهاجرين له ښارونو راټول او دباندې ورته د استوګنې موقت ځايونه ورکړي؛ خو دغه پلان د ځينو مخالفتونو له امله پلی نه شو.
د روسانو خوښ ساتل او د کابل حکومت سره معمولي اړيکې درلودلو چانس به ايران هېڅ له لاسه نه وركوه. خو سربېره پر دې به يې د پېښور مېشتو سياسي حزبونو رضايت په دې پار، چې د افغانستان له جګړې څخه د ترلاسه شويو غنايمو يو څه برخه دوی ته ورکړي، د افغانستان پر وړاندې د ايران په کړنو کې يوه نه حل کېدونکې کيسه وه.
ايران دولت غوښتل، چې د سيمييزې ديپلوماسۍ له مخې دغه(سياسي (ډلې) د پاکستان حکومت ګډوډ کړي، هغه هم په داسې حال کې، چې پېښور مېشتي او ايران مېشتي افغان مجاهدين د افغانستان په راتلونکي حکومت کې په يو ځای کار کولو نه و سلا شوي.
ايران دولت له همدې موقع څخه په ګټې اخيستو د پاکستان، ايران او مجاهدينو تر منځ د يو درې اړخيز کنفرانس د رابللو امتياز هم خپل کړ.
دغه کنفرانس د ۱۹۹۱ز، د جولای په ۲۹ او ۳۰ مه، په اسلام اباد کې ترسره شو، چې په ښكاره يې موخه د افغانستان مسايل و.
درې اړخيز کنفرانس:
د ايران اسلامي انقلاب لخوا د افغان مهاجرينو تهديد او وېرونه دوه ستر لاملونه لري،چې ايرانيانو نه غوښتل افغانان دې هلته پاتې شي:
لومړى دا چې مهاجرو افغانانو د ايران په اقتصادي ركود كې مهمه ونډه درلوده، هغه هم په هغو كلونو كې، چې ايران دعراق پر وړاندې د يوې سترې جګړې په درشل كې وو، او د اقتصاد اصلي ماهيت يې همالته له لاسه وركړى وو.
د ايراني چارواكولخوا په زوره د افغان مهاجرينو راستنول، او ورسره د هغو قومي او مذهبي كسانو رالېږل، چې په ايران كې د مېشتوافغاني سياسي ډلو قوت الظهر بلل كېدې.نوموړي ايراني لاسپوڅي د افغان مهاجرينو سره يوځاى افغانستان ته راغلل، او دغلته د يو مناسب حكومت د نشتون له خلا څخه په گټه اخستو يې د ايران په اشارو كارونه كول.
په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۹كلونو كې له افغان مهاجرو سره د ايراني مقاماتو ناوړه چلند په ايران كې د دوى د دايمي شتون مفكورې له منځه ويوړې. له همدې امله افغانانو په يو ډول نه يوډول غوښتل ځان له دغه هيواده راوباسي.
په دې ډله كې داسې كسان هم موجود و، چې دايراني اسلامي انقلاب پالونيكي ول.
هغوى د يو منظم پلان له مخې د افغانستان مركزي سيمو ته، چې ډېرى پكې هزاره ګان اوسېدل راغلل او هلته مېشت شول.
په افغاني ډلو كې د ايراني لاسپوڅو شتون،د افغانستان كړكېچ لا هم سيوا كړى و.
د فرانسوي ليكوال (doronosorro) په وينا(اخبار افغانستان، پاريس چاپ، ۱۹۹۱ كال) ايران د خپلو منافعو د ساتنې په موخه ځينې كړۍ جوړې كړې وې، چې (انقلاب پاسداران) يې يوه مهمه ډله ده.
په ۱۹۸۱ كال كې دوه و ايراني چارواكو جعفرزاده او هاشمي، چې په نړۍ كې د(خط امام) د پلويانو د حقوقو د ساتنې په برخه كې يې كار كاوه افغانستان ته راغلل او ډېرى يې په هزاره جاتو سيمو كې فعاليت كاوه.
په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۴ يمو كلونو كې د افغاني شيعه و ډلو تر مينځ اختلاف ان تر دې ډېر شو، چې يو د بل په وژلو يې هم باك نه كاوه.
شيعه مجاهدينو خپلې دغه كړنې، چې ايران ترې په تشويش و، يو دبل پر وړاندې د خپلواكى اخستو په نيت تر سره كولې.
په دې وخت كې ايراني چارواكو د شيعه ګانو تر منځ د اختلاف د مخنيوي لپاه له دوو لارو كار واخيست
يو- ايراني مقاماتو په ۱۹۸۷ كال كې د خپلو ګټو په خاطر د (شوراى ائتلاف اسلامي افغانستان ) يعني(ائتلاف هشتګانه) په نوم يوه شورا جوړه كړه.
د دې شورا مركز په تهران كې و، د شورا غړو په ځينو مواردو كې يو له بل سره اختلاف درلود، خو د امام خميني تر چتر لاندې كار كول ټولو ته د منلو وړ وو.
د ۱۹۸۸ كال په فبرورۍ مياشت كې له افغانستانه د روسانو وتلو ايرانيانو ته په دغه هيواد كې د لاسوهنو زمينه برابره كړه.
د سياسي او مذهبي ډلو لخوا د ائتلا ف هشتګانه شورا تقويت او ورسره په ۱۹۸۹ كال كې د اتفاق شورا په نوم يوه بله ډله هم جوړه شوه، چې ورسره ائتلاف هشتګانه په نه ګانه بدل شو.
د انقلاب ايران د پلويانو په هڅو او مشورو په هزاره جاتو كې د شيعه وو مخالفو ډلو تر منځ يو نسبي جوړ جاړئ رامنځته شو، چې په نتيجه كې د باميانو ولايت د ائتلاف هشتګانه تر ولكې لاندې راغى.
ايران دولت غوښتل په دې ډول د راولپنډۍ د مشورتي شورا او ورسره د مجاهدينو د موقت حكومت پر وړاندې يو څو ضلعي متحده ډله رامنځته كړي، چې په مقاومت او پېښور مېشتي جنبش كې د دوى په گټه كار وكړي.
په ۱۹۸۹ كال كې كله چې د ايراني پلوو افغان مجاهدينو غوښتنې د افغانستان په موقت حكومت كې د اوه ګوټيزې شورا له مخالفت سره مخ شوې،نو له همدې ځايه د ايران دپاليسۍ د ناكامئ څرك تر سترګو شو.
اوس نو ايرانيان مجبور ول، چې له يوې خوا د كابل له حكومت سره يو معاملوي جوړ جاړى ولري او له بلې خوا يوځل بيا ځيني شيعه ګروپونه وازمايي، ځكه يې د يووالي چغې وهلې.
دوم – د ۱۹۸۹ كال په ترڅ كې ايراني چارواكو دافغاني شيعه ډلو تر منځ د يووالي په موخه ډېر ې هڅې وكړې، چې بالاخره د نصر، پاسداران او شورا تر منځ يوه هوكړه وشوه، چې له مخې يې ډېرى ډلو خپل مستقل ګروپونه منحل كړل اوپرېكړه يې وكړه، چې له دې وروسته به د حزب وحدت تر سيوري لاندې د افغانستان جهاد ته دوام وركوي.
د تشكيلاتو له مخې د حزب رسۍ د افغاني شيعه ګانو سره وه، دغه حزب مطلق اختيارات درلودل او مهمو وختونو كې به يې له مركزي شوراڅخه چې ظاهرا يې مشران انتخابي ول مشوره اخيستله.
د مركزي شورا مركز باميان ولايت وټاكل شو، چې له همدې ځايه يې خپلې چارې پر مخ بيولې.
د حزب په رهبرۍ كې د ايران د بربنډوو لاسوهنو له امله ځيني شيعه مشران راوپارېدل، چې څه ناڅه افغاني او ملي احساس هم دوى سره مل وو.
د حركت اسلامي ګوند مشر شيخ اصف محسني له نوي شيعه سازمان څخه په دې بهانه ځان لرې كړ، چې ولې په ارزګان كې د ((پښتنو او هزارګانو)) تر منځ د قومي او مذهبي شخړو لاملين نه نيول كېږي.
نوموړي شيخ په ډېر مهارت سره خپله سياسي كړۍ له ايرانه د پاكستان اسلام اباد ته ولېږدوله.له همدې كړنې سره سم ايراني چارواكو په ۱۹۹۰ كال كې د حركت انقلاب ټولې سياسي نمايندګى بندې كړې او په دغو څانګو كې شته دارايي ګانې يې په ايراني بانكونو كې ضبط كړې.(اخبار افغانستان، پاريس چاپ،۱۹۹۱ كال،اپرېل مياشت).
د پورتنيو خبرو پر اساس ښكارېږي، چې حزب وحدت د جهاد دكلونو په حزبي يون كې يو منحصر به فرد ګوند و، چې ټول غړي يې هزاره او بيا اهل تشيع ول، چې په لويه كچه يې سخت دريزه قومي كړنلاره درلوده.
د درې اړخيز كنفرانس جوړېدل:
دغه كنفرانس د ملګرو ملتونو د سولې دپلان پروړاندې او ورسره د مجاهدو تنظيمونو د ځپلو په موخه جوړ شو.
په د غه وخت كې ايران په افغانستان كې دسياسي اړخ په درلودو پانګونې كولې،سربېره پر شيعه ګروپونو هغه اهل سنت ډلې هم، چې وسلو او پيسو ته يې اړتيا درلوده د خپلو اړتياوو د پوره كولو په بدل كې د ايران تر سياسي نفوذ لاندې راغلې.
پېښور مېشتو سياسي ډلوپه شيعه افغانانو او ځينو سني ډلو كې د ايران دا لاسوهنې د ځان او په پاكستان كې د ټولوافغانو سياسي حزبونو پر وړاندې يو مهم رقابت باله.
ايران دولت له خپل سياسي افغاني قوت څخه په داسې په بيړه گټه پورته كوله.
دا وېره موجوده وه، چې د حالاتو اغېز او نه كنترولېدونكى سياسي كړكېچ به د ايران دغه ټولې هڅې په اوبو لاهو كړي، نو له همدې امله ايران دولت د ۱۹۹۱ كال په جولاى مياشت كې د ايران، پاكستان او مجاهدينو تر منځ د درې اړخيز كنفرانس وياړ خپل كړ.
ډېر لاملونه دي، چې ايران يې د كنفرانس جوړېدو ته تشويقاوه.
– د عراق پر وړاندې د امريكا او د هغوى د متحدينو برياليتوب او همدا راز د قواوو نا متوازنتوب او ورسره په سيمه (منځنۍ اسيا) كې د سولې د ټينګولو په نوم د امريكا د سياسي رول ټينګول.
– د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې د طرحې برياليتوب، ايران دولت غوښتل وښيي، چې د ملګرو ملتونو په طرحه كې امريكا او نور ابرقدرت هيوادونه دخيل دي.
_ د پېښور مېشتو سياسي تنظيمونو له مذاكراتو او ناستو څخه د سولې او همكارۍ په موخه د پلان د عملي كېدو هيلې. دغه كميسيون څو مياشتې وړاندې د افغانستان پر وړاندې پراخو نړيوالو هڅو ته د عكس العمل په توګه، چې غوښتل يې په افغانستان كې د پخواني باچا په مشرۍ يو منځ لارى او انتقالى حكومت رامنځ ته كړي جوړ شو.
د پېښور كميسيون دا دنده درلوده، چې د افغانستان لانجې ته يو حزبي حل لاره ولټوي. په دغه كنفرانس كې د ايراني مقاماتو او په ايران كې د ميشتو افغان شيعه ګانو له هڅو سره، سره بياهم يوازې پېښور مېشتو اهل سنت ګوندونو ونډه درلوده.
په هر صورت اوس به د درې اړخيز كنفرانس جوړېدا ته يوه ځغلنده كتنه وكړو:
هغو افغانې سياسي ډلو چې په پېښور كې اوسېدې لكه: جمعيت اسلامي، جبهه نجات ملي، محاذملي واسلامي، حركت انقلاب اسلامي (مولوي محمدي)، حركت انقلاب اسلامي(مولوي منصور) او داعيه اسلامي(قاضي امين وقاد) ټولو د كنفرانس له جوړېدو څخه ملاتړ اعلان كړ.
كنفرانس د دوه پړاوونو په ترڅ كې په اسلام اباد او تهران كې ترسره شو او د درېيم ځل لپاره يې امادګي ونيول شوه.
۱- د اسلام اباد كنفرانس د جولاى د مياشتې په ۲۹مه او ۳۰ مه نېټه د پاكستان د بهرنيو چارو د عمومي منشي(اكرم ذكي) د ايران د بهرنيو چارو وزير(علي اكبر ولايتي) په پاكستان او ايران كې د ټولو افغاني سياسي ډلو په ګډون ترسره شو. كه څه هم په ښكاره توګه دوى د سولې په اړه بحثونه كول غوښتل خو په پټه يې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې پلان تخريباوه.
په دغه كنفرانس كې د ګوندونو په استازيتوب د هر ګوند مشر راغلى و، خو حكمتيار د حزب اسلامي ګوند په استازيتوب د دغه ګوند د سياسي كمېټې مشر رالېږلى و.
په ياد كنفرانس كې د اتحاد اسلامي ګوند مشر سياف په دې بهانه چې په كنفرانس كې د سعودي عربستان د منافعو پرضد خبرې شوي د كنفرانس راتلونكې غونډې تحريم كړې.
په دې غونډه كې د حركت اسلامي ايت الله محسني هېڅ ګډون نه و كړى همدا راز د اسلام اباد په كنفرانس كې د ائتلاف شورا هم برخه نه وه اخيستې.
د تهران په غونډه كې د ائتلاف شورا نه ګډون په ظاهره د ايران په وړاندې د دې شورا خپلواكي را په ګوته كوي.
د اسلام اباد په كنفرانس كې بايد د اصولو له مخې د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان بحث شوى واى. ځكه، چې د ايران او پاكستان حكومتونواو په كنفرانس كې گډونكوونكو سياسي حزبونو په انفرادي ډول له دې پلان څخه ملاتړ اعلان كړى و، خو د كنفرانس په پاى كې د پرېكړه ليك له خپرېدو څخه څرګنده شوه، چې ايراني او پاكستاني حكومتونو په پټه د دې پلان د ناكامولو هلې ځلې شروع كړې وې او غوښتل يې يو شمېر هغه حزبونه او اشخاص، چې دغه پلان ته خوشبينه و هم له خپل نظره وا ړوي، چې تر ډېره يې خپلې موخې ته ورسېدل.
د ايران او پاكستان دغه شوم اهداف پټ پاتې نشول او د تهران په غونډه كې هغوى ونه وتوانېدل، چې خپل احساسات كابو كړي، نو ځكه يې په ښكاره د ملګرو ملتونو د پلان مخالفت وكړ په پاكستان كې د ايران سفير په ښكاره وويل((اين كنفرانس راه هاى نفوذ قدرت هاى فرصت طلب و منفعت جو را كه خواهان په هدر دادن خون شهداى انقلاب اسلامي افغانستان مې باشند مې بندد)).
د ښاغلي سفير له ويناوو څخه په ښكاره توګه څرګندېږي، چې ايرانيانو غوښتل د پخواني پاچا مخنيوى وكړي، ځكه هغه غوښتل د نړيوالو معيارونو مطابق د افغانستان مسلې ته يوه افغاني حل لاره ولټوي، نو ځكه يې دهغه او دهغه په پلويانو پسې سپكې سپورې ويلې او حتى په ډيرى ځايونو كې به يې هغه د فرصت طلبه قدرت نيوونكي په نوم يادوه.
پاكستاني او ايراني حكومتونو د دې پرځاى، چې په واقعيت كې يې د افغانستان خپلواكي او استقلال منلى واى، د دې مسلې مخالفت يې وكړ. دوى په افغانستان كې د يو خپلواك، خود كفا او اسلامي حكومت له جوړېدو څخه په وېره كې وو او دغه سلسله تر اوسه لا دوام لري
د افغانستان ګاونډي هيوادونه او په سر كې يې ايران او پاكستان هله د افغانستان له حالاتو څخه د ځان په ګټه كار اخيستلى شي، چې هلته يو پايه داره مركزي حكومت موجود نه وي.
له همدې امله دافغانستان په اړه د سولې له پلان سره مخالفت د همدې دواړو هيوادونو يوه داسې پروژه وه، چې ځان ته يې په جنګ ځپلي افغانستان كې د اوږد مهالې لاسوهنې زمينه برابره كړه. .
له اسلام اباده وروسته په ايران كې د افغانستان د مسايلو په اړه كنفرانس جوړ شو. دغه كنفرانس د اګست په ۲۸ او ۲۹ د اكبر ولايتي او اكرم ذكي په ګډون په تهران كې ترسره شو. په ياد كنفرانس كې د افغاني شل كسيز هيئت مشري صبغت الله مجددي په غاړه درلوده.
د تهران په كنفرانس كې بيا هم هماغو ډلو ا حزبونو ګډون كړى و، كوم چې د اسلام اباد په كنفرانس كې يې برخه اخيستې وه، خو يوازې قاضي امين وقاد د (داعيه اسلامي) حزب مشر، چې په تېر كنفرانس كې يې ګډون نه و كړى، د تهران په كنفرانس كې يې ونډه اخيستې وه
د تهران كنفرانس په ظاهره د نړيوالې ټولنې د سولې د پلان په موخه جوړ شوى وو،چې بايد په پيل كې پرې بحث شوى واى، خو د ځينو لاسوهنو له امله د پروګرام وروستۍ ورځې ته د تخريب په موخه وځنډول شو.
په ياد كنفرانس كې داسې تصميمونه ونيول شول، چې په افغانستان كې د جګړې په صورت كې به ايران او پاكستان په لوى لاس خپلو لاسوهنو ته دوام وركوي.
د تهران د كنفرانس ځيني مهم ټكي:
– له شوروي سره مستقيمه مذاكره: له شوروي سره د قدرت د انتقال په موخه خبرو لپاره د ايران، پاكستان او جهادي ګروپونو يو ګډ كميسيون جوړول.
– د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د يو مشترك هيئت لېږل، د غير منسلكه هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د يو كنفرانس جوړېدل او همدا راز د اسلامي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د يو كنفرانس كوربه توب.
– د دريو هيوادونو ايران، افغانستان او پاكستان د سيمه ييزو همكاريو پراختيا او پردې موضوع تاكيد.
د همدې درې هيوادونو تر منځ د يوه سيممه ييزې اتحادې جوړېدل په دې شرط، چې د ايران تر كنترول لاندې به وي او له دې اتحادېې څخه به د امريكا پر ضد ګټه پورته كېږي.
د پورتنيو ټكو څخه څرګندېږي، چې ايران په افغانستان كې د لاسوهنې په موخه يوه نوې لاره پرانيستله، نو ښه به وي، چې همدې مسلې ته لږ تم شو.
د سيمه ييزې اتحاديې جوړېدل:
د ۱۳۷۰ لمريز كال د جوزا مياشت وه، چې په پېښور كې د ايران سرقونسل په كور كې د امام خميني ياد غونډه وشوه. په ياده غونډه كې برهان الدين رباني هم ګډون كړى و، نوموړي د وينا په يوه برخه كې وويل:((انقلاب اسلامي ايران و شخصيت امام خميني متعلق بهمه جهان اسلامي و امت مسلمان مې باشد)).
دا ډول خبرې او په تېره بيا د اهل سنت والجماعت ګوند د مشرله خولې په خپل ذات كې بې سابقه دي.
له دې خبرو څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې ځيني كسان د (خط امام ) له قيادت او ورسره د ايران له اثر لاندې ژوند كولو ته خوشاله ول.
له ځينو قراينو څخه ښكارېږي، چې د جمعيت اسلامي او سپاه پاسداران، چې د ايران دولت يې اداره كوو ژبني نږدې والي د دوى تر منځ اوږده مذهبي اختلافات له خپلې تحت الشعاع لاندې راوستي ول.
كوثر ورځپاڼې، چې د ايران د انقلاب يوه ترويجوونكې خپرونه بلل شوې وه، په خپله سرمقاله كې د اسلام اباد د كنفرانس د ارزيابۍ او د دې كنفرانس د هر اړخيز څېړنې په موخه ليكلي ول: ((د اسلام اباد كنفرانس د اسلامي هيوادونو د ګډ كانفدراسيون د جوړېدو بنسټ و، چې په سيمه كې كېښودل شو)).
د پاكستان دمسلح ځواكونو لوى درستيز(ميرزا اسلم بيګ) چې د كنفرانس د جوړېدو پر مهال برحاله مامور و، نوموړي په خپلوخبرو كې وويل:((د افغانستان، پاكستان او ايران تر منځ مرستې او توافق نظر په سيمه كې د دغو درېو هيوادونو د تداوم تضمين كوي)).
د اسلام اباد په كنفرانس كې ځينې دا سې مفكورې هم موجودې وې، چې د تهران او اسلام اباد په هرو دوه كنفرانسونو كې به د دغو درېو هيوادونو تر منځ د خپل منځي اړيكو د پراختيا په موخه هم بحثونه كېږي، چې وروسته غوښتنه وشوه، د همدې كار د ښه انسجام په موخه دې يوه دايمي (دارالانشآ) جوړه شي.
كه لږ فكر وكړو په داسې حال كې، چې په افغانستان كې هېڅ حكومت موجود نه و او نه پوهېږو چې دغو ښاغلو په كوم نامه د يو ازاد او خپلواك هيواد په سر په داسې خرابو شېبو كې له ګاونډيانو سره لاسليكونه او غونډې كولې.
نو ښكاره خبره ده، چې په داسې نازكو حالاتو كې ايران او پاكستان غوښتل د افغانستان تجزيې ته (خداى مكړه) لاره هواړه كړي.
امريكايي عكس العملونه:يو لړ كړنې او پرېكړې لامل شوې، چې د درې اړخيز كنفرانس پر وړاندې امريكايي منفي عكس العملونه هم راپورته شول.چې مهم يې په لاندې ډول دي.
– يادكنفرانس د امريكا په مشرۍ د يو با اقتصاده اوپر سياسته نړۍ د رامنځته كېدو پر وړاندې يو تخريش كوونكى عنصر وو.
– د ايران په مشرۍ د يو بنسټ پال اسلامي سازمان رامنځته كېدل، چې په ښكاره يې له امريكا سره ډغرې وهلې، خو په سيمه كې د روس د نفوذ چندان مخالف نه وو.
– د مثلث اتحاد پر وړاندې د امريكا د متحدو هيوادونولكه: اسراييل، عربستان سعودي، مصر اوسوريه كمزوري او ناتواني.
– د افغانستان د ديارلس كلنې جګړې څخه، چې د امريكا او متحدينو په مالي مرستو تميويل شوې وه ايران غوښتل په نظامي، سياسي او تبليغاتي برخو كې كار واخلي.
ايران او پاكستان په دې هڅه كې ول، چې افغانستان ته يو ډول پاكستاني يا ايراني حل لاره پيدا كړي ((دا په دې مانا چې د دې دواړو هيوادونو په كې ګټه وي))، نو ځكه د امريكا دولت وغوښتل چې د افغانستان مسلې ته د دې دواړو هيوادونو په پرتله د يوې سترې حل لارې وړانديز وكړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا په وړاندې شوې طرحه كې دا ويل شوي ول، چې د دې هيواد د سولې په خبرو كې دې ټول هغه بهرني هيوادونه را وغوښتل شي، چې د افغانستان په حالاتو كې دخيل دي.
د كنفرانس په تركيب كې بايد امريكا، شوروي، پاكستان، ايران، عربستان سعودي او د مجاهدينو استازي شامل وي. په دې ډول امريكا غوښتل په سيمه كې د ايران او پاكستان پر وړاندې يوه سياسي وزنه رامنځته كړي.
امريكا غوښتل سياسي او ديپلوماتيكې گټې يې په پاكستان كې خوندي وي، خو دا بې باوري هغه وخت خپل اوج ته ورسېده، چې د درې اړخيز كنفرانس نه څو ورځې وروسته په كنړ كې د سعودي عربستان په مرسته جوړ شوى محلي حكومت ړنګ شو او ددغه محلي حكومت وهابي مشر مولوي جميل الرحمن هم ووژل شو.
په همدې اساس د ايران او پاكستان لخوا ډېرې هڅې وشوې، چې په افغانستان كې د سعودي عربستان د نفوذ مخنيوى وكړي. دغه كار امريكا ناراحته كړه او شهزاده تركي الفيصل يې د۱۹۹۱ كال په اګست كې پاكستان ته واستوه.
شهزاده تركي په پېښور كې له رسنيو سره په خبرو كې د ايران د رسوا كولو هڅه وكړه او د ايران په كارونو يې سخت انتقادونه وكړل.
پايله:
افغانستان د اوږدو خپل منځي جګړو له امله د نورو د لاسوهنې يو بازار ګرځېدلى دى. هر مداخله ګر هيواد غواړي د پراخې سياسي، نظامي او انساني سرمايه ګذارى په واسطه په دغه هيواد كې ځان ته مطمن ځايونه ولري ، چې دافغانستان راتلونكې احتمالي سولې لپاره خپل نفوذ زيات كړي. د جهاد او مقاومت په اوږدو كې او وروسته له هغې مجاهدينو او د سياسي احزابو پېروانو د پرديو په اشارو د افغانستان په ځينو برخو كې داسې غوبل جوړ كړ، چې اوس دغه هيواد نړيوال امنيت ته په يو نا مطمن ډګر بدل شوى او د يو باثباته او تل پاتې افغانستان د دوام سره يې ځيني شكونه پيدا كړي دي.
په اتيايمه لسيزه كې د افغانستان بهران ته د حل په موخه د ايران او پاكستان لخوا كنفرانسونه جوړيدل په خپل ذات كې داسې يو عمل وو، چې دغو دوه ګاونډيو هيوادونو غوښتل په دې ډول دلته پراخې لاسوهنې وكړي.
د ملګرو ملتونو د سولې طرحه كه څه هم ځينې نيمګړتيا وې يې درلودې، خو پر يو ډول بين الافغاني پخلاينې يې تاكيد كاوه، اما په درې اړخيز كنفرانس كې د ايران او پاكستان لخوا د دغه پلان د ناكامولو هڅې په ښكاره وليدل شوې
هغو ګوندونو او اشخاصو، چې د پاكستان او ايران په كنفرانسونو كې يې ګډون كړى وو د افغانانو رښتيني استازي نه ول، دوى تر دې د دوه كوربه هيوادونو په وړاندې بې قدره ول، چې حتى د دوى جوړ كړى موقت حكومت يې هم په رسميت ونه پېژانده.
له دې سره، سره بيا هم يادو دولتونو په ځينو فرصت طلبه وختونو كې دغو ډلو ټپلو ته اجازه وركوله، چې په ځينو بين المللي غونډو كې د افغانستان د خلكو په نوم ګډون وكړي.دغه اقدامات هغه څو بېلګې دي، چې د افغانستان پر وړاندې د دوه ګاونډيو هيوادونو ايران او پاكستان شوم پلانونه را بربنډوي او وينو چې دغو دوه هيوادونوهر وخت په افغانستان كې د يوې دوام داره جګړې هڅې كړي دي.
فرانسه
د جولاى لسمه ۱۰ نېټه
پاى
ماخذ (اخيځليكونه):
۱- كوثر جرېدې بېلابېلې ګڼې، پېښور چاپ
ش. ۱۲۷، اسد ۱۲.مه ۱۳۷۰ هجري _ ش. ۱۱۱، جوزا ۱۵ مه ۱۳۷۰هجري _ ش. ۱۲۶ اسد ۹ مه ۱۳۷۰ هجري_ ش. ۱۲۸، اسد ۱۶مه ۱۳۷۰ هجري شمسي.
د ليكوال يادښت:د كوثر جريدې چاپ ځاى معلوم نه و. په پېښور كې د يو نيم كال استوګنې پر مهال ډېرى افغانان په دې باور و، چې دغه جريده په ايران كې چاپېږي او موخه يې په افغانستان كې د ايراني ايت الله ګانو د مفكورو خورول وو. د دغې جرېدې مسومدير ((محمد امين فروتن)) وو.