د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم لېږلې ليکي چي تېره ورځ يې د افغانستان په لوېديځ کي يوه بهرنى عسکر وژل سوى . اعلاميه ليکي چي نوموړى عسکر هغه وخت ووژل سو چي کله يې موټر پر يوه يوه ښخ سوي ماين وخوت .
تېره ورځ ناټو دوې نوري اعلاميې هم لراوبر ته لېږلي وې چي په يوه کي يې د خپلو څلور او په بله کي يې د خپل يو سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړى و .
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو تېره ورځ يې په هلمند ولايت کي د بهرنيانو د دوو ټانکو د له منځه وړلو خبر ورکړى و .