د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي چي د دې هېواد د سند ايالت په کراچي ښار کي پر سمندري اډه باندي جنګ پاى ته رسېدلى او په پايله کي يې لس تنه کارکوونکي او درې تنه بريدګران وژل سوي .
نوموړى وايي چي په وژل سوو کسانو کي درې کمانډويان ، درې بريدګران او يو شمېر نور کسان دي . د نوموړي په وينا چي په دې بريد کي د بريدګرانو شمېر شپږ تنه وو . چي دوه په ډزو لګېدلي ، دوو خپل ځان الوزولى او شونې ده چي دوه دي بېرته د بريد د ځاى څخه تښتېدلي يي .
نوموړى وايي چي د بريد په ځاى کي چينايان او امريکايان هم موجود ول خو هغه يې يوه خوندي ځاى ته رسولي .
په دې هېواد کي د تحريک طالبان په نامه د ډلي وياند احسان الله احسان بريد د خپلي ډلي کار بللى او وايي چي دا يې د اسامه د غچ اخستو په موخه کړى .
د يادوني وړ ده چي د اسامه تر مرګ ورورسته د نوموړي ډلي وياند خبر دارى ورکړ چي د اسامه بدله به اخلي او په پاکستان هېواد کي به پر حکومتي ودانيو ، حکومتي چارواکو او نورو بريدونه کوي .