کور / تازه خبرونه / د ملا محمد عمر د مړيني په اړه د طالبانو د وياند څرګندوني

د ملا محمد عمر د مړيني په اړه د طالبانو د وياند څرګندوني

نن دکابل د ادارې په اصلاح استخباراتي ارګان ، نورو چارواکو او يوشمېر رسنيو لخوا اوازه خپره سوه چي ګني ملا محمد عمر اخند په پاکستان کي وژل سوى، موږ دغه راز بې بنسټه ادعا او افواه په کلکه ردوو او خپلو درنو هېوادوالو ، مجاهدينواو دنړۍ ټولومسلمانانو ته ډاډ ورکوو چي په داشان بي اساسه راپورونو اواستخباراتي درواغو باندي باور ونکړي ، ملامحمد عمر اخند الحمدلله ژوندی ده او د مجاهدينو رهبري په لاس کي لري او په مصؤونه توګه د لوى خدای په توکل او د خپل وياړلي ملت په کلکه همکارۍ او مرسته ژوند کوي ، دا چي دښمن د داسي افواهاتو په خپرولو سره کوښښ کوي چي د بدر په نامه دپيل سوو عملياتو څپه ټکنۍ کړي ،د سنګر مجاهدينو، هېواد والو او مخلصومسلمانانو ته تشويش ايجاد کړي او په دې توګه دمجاهدينو توجه د جهادي امورو نه په بل خوا واړوي او د خپلومورال بايللو يرغلګرو او کورنيو ځواکونو لوېدلى مورال راکنترول کړي هيڅ کله به هم ونه توانيږي چې په خپل داشان کاذبانه دريځ سره خپلو اهدافو ته ورسېږي دوى بايد پوه سي چي د دوى په وړاندي مبارزه د يوه درانه ملت لخوا په کلک عزم او اراده سره دوام لري چي هيڅ افواه او پوچ تبليغات نه سي کولای چي دغه ملت له دغي پخې ارادې او سرښندونکي مبارزې څخه راوګرځوي ، زموږ ملت هوښيار او بادرکه ملت ده د دښمن په ټولو دروغو اوفرېبونو باندي پوهيږي هيڅوک به و نه سي کړای چي د دې ملت دروا غوښتنو او ارادو په وړاندي په باطله توګه ودرېږي او يا يې په لارکي خڼډونه ايجادکړي .