وروسته تر هغه چي کله په اېبټ آباد کي د امريکايي ځواکونو له خوا د القاعده ډلي مشر اسامه بن لادن ووژل سو او تر هغه وروسته د طالبانو د ستر مشر ملا محمد عمر پر سر يو ډول او بل ډول خبري رواني وې او ځنو رسنيو خو خبر ورکړى و چي پاکستان د ملامحمد عمر پر سر د امريکايانو سره په معامله بوخت دئ او ځنو خو بيا ويل چي ملا محمد عمر بايد نور د پاکستان څخه ووزي او په دې اړه ويل سوي وه چي دا کار به د پاکستاني استخباراتو پخوانى مشر حميدګل ترسره کوي.
نن يې يو لړ رسنيو په اړه داسي خبرونه خپاره کړل چي ګواګي نوموړى په پاکستان کي ووژل سو. رسنيو په دې اړه ويلي چي پاکستاني استخباراتو غوښتل چي ملا محمد عمر شمالي وزيرستان ته بوزي تر څو د امريکايانو او نړيوالو هغو نيوکو ته چي د اسامه تر مرګ وروسته يې کولې چي نوموړى د پاکستان په يوه ښار يا کومه فوځي چوړنۍ کي اوسېده خو پاکستان نه و په خبر . چي د همدې تګ په وخت کي د آى ايس آى لخوا ووژل سو .
طالبانو دا خبرونه په کلکه غندلي او دا يې هسي اوازې او پروپاګندې بللي دي او واى چي دوى د خپل مشر اړيکي لري او هغه روغ رمت دئ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه