کندهار والي له غرمې وروسته ولايت مقام د غونډو په تالار کي د دې ولايت د يو شمېر سوداګرو، د سوداګريزو شرکتونو او اتحاديو له مالکينو سره چي د کندهاري سوداګرو استازيتوب يې کاوه وکتل او د هغوى ستونزي يې واورېدې.
په غونډه کي سوداګرو وويل چي تر اوسه بايد دوى ته ډېره پام وسي . د نوموړو په وينا چي ددوى ګټه دونه نه ده څونه چي په دې وروستيو کي پرې د ماليې وزارت له خوا ماليه زياته سوې او ورڅخه د زيات محصول غوښتنه کيږي.
سوداګرو د خپلو خبرو پرمهال ويل چي د افغان دولت ٧٥ سلنه ماليه د افغان او ٥ فيصده نوره د بهرني سوداګرو له درکه په لاس راوړي خو د هغه سره سره بيا هم د ماليې افغان چارواکي له دوى څه دزياتي ماليې د تحويل غوښتنه کوي.
کندهار والي د دوې د خبرو په ځواب کي وويل چي په دې اړه به اقدام کوي او د دوى ستونزي به هواره وي .