د کندهار ښار د دويمي امنيتي حوزې اړوند په يوه دوکان کي چي زړې وسپني پکښي پلورل کيږي يوه چاودنه سوې چي په پايله کي يې يو ملکي وګړى وژل سوى او ٩ تنه چي ماشومان او ښځي هم پکښې دي ژوبل کړي . ژوبل کسان د درملني په موخه روغتون ته وړل سوي او تر درملني لاندي دي .
د دې ولايت امنيتي چارواکي پېښه تاييدوي او وايي چي په اړه يې پلټني پيل کړي .