کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٤ قوماندانانو په ګډون د ١٠ تنو د نيولو خبر ورکړل سو

هلمند : د ٤ قوماندانانو په ګډون د ١٠ تنو د نيولو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره شپه يې د ګرمسېر په ولسوالۍ کي د ملي امنيت مسئولينو د وسله والو څلور قوماندانان او د هغوى شپږ ملګري نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي د يادو کسانو سره يې ٤٠٠ سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ، زر متره د برېښنا لېن او يو شمېر نوري وسلې او مهمات نيولي .
په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې چي په نيول سوو قوماندانانو کي دوه تنه يې د ګرمسېر او ناوې ولسوالۍ فوځي مسئولين دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي