کور / تازه خبرونه / کندهار : ٢٦ تنه افسران له ٦ مياشتنيو زده کړو څخه فارغ سول

کندهار : ٢٦ تنه افسران له ٦ مياشتنيو زده کړو څخه فارغ سول

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي د سهيلي حوزې په کچه د پولسيو د روزنيز مرکز اړوند دکندهار ولايتي بيارغوني ټيم دننه د شپږ مياشتني روزنيز کورس څخه ٢٦ تنه افسران چي بهرنيو او کورنيو ښوونکو ورته ښوونه کوله د يو لړ مراسمو په ترڅ کي چي د دې ولايت د والي مرستيال ، د سهيلي حوزې په کچه د پوليسو د روزنيز مرکز مشر مل پاسوال نصر الله ظريفي او د دې ولايت د قوماندانۍ استازو ګډون کړى وو فارغ ، او فراغت ليکونه ورکول سول.
ظريفي وويل چي د فارغ سوو افسرانو څخه به ٩ تنه د روزګان په ولايت او نور به په کندهار کي پر اړونده وظيفو وټاکل سي .