د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ته يو برېښناليک را استول سوى چي پکښي د طالبانو هغه ادعاوي چي تېره ورځ او همدا ډول نوري چي تر دې مخکي يې کړي وې بې ځايه او بې بنسټه بلل سوي دي . په برېښناليک ويل سوي چي د بدر عمليات تش په نامه عمليات دي او حکومتي لور ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى . په برېښناليک کي ځني پېښو ته اشاره سوې چي طالبانو پکښي د درنې مرګ ژوبلي خبر ورکړى خو د هلمند ولايت مقام بيا وايي چي پر ملي امنيت چاودنه سوې خو کومه مرګ ژوبله نه لري ، د طالبانو په هديره کي توغندى لګېدلى او مرګ ژوبله يې ولسي وګړو ته اړولې ، د تيري پنجشنبې په ورځ پر حکومتي درو پوستو بريد سوى خو پر شاتمبول سوى او د ملي امنيت د لوري د طالبانو ډېر پلانونه پر خپل وخت شند سوي او ملي پوليس او اړوند چارواکي پر خپلو وظيفو بوخت دي .