طالبان وايي چي تېره ورځ يې په جلال آباد کي د دې ولايت د اکاډمۍ د ښوونکو پر يوه کاسټر موټر ځانوژونکى بريد ترسره کړ چي په پايله کي يې ٢٥ تنه ښوونکي ووژل سول او موټر يې په بشپړ ډول دمنځه ولاړ . لراوبر په دې اړه تېره ورځ د اسوشيېټډ پرېس په حواله يوه خبر خپور کړى و چي پکښي د مړو شمېره لږ تر لږه لس تنه او د ژوبل سوو کسانو شمېره پکښي شل تنه چي په هغو کي د ځنو حالت د اندېښني وړ ښودل سوى و ، ياده کړې وه خو طالبان دا شمېره ٢٥ تنه ښيي او وايي چي په سيمه کي دوه ملکي کسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي .
اسوشيېټډ پرېس د بريد په اړه چي آيا دا به د سړک د غاړي ماين چاودنه وه که به کوم کس په ځان پوري بمونه تړلي ول او يا هم موټر بم چاودنه وه ناخبري ښودلې وه ، خو طالبان وايي چي دا بريد د دوى د يو تن ملګري چي د دې ولايت اوسېدونکى دئ د موټر په وسيله چي شاوخوا ٢٠٠ کيلو چاودېدونکي توکي او ١٢ د هاوان مرمۍ پکښي ځاى پر ځاى سوي وې سوې ده .