وسله والو طالبانو نن ورځ خبر ورکړ چي د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کي د دوى او بهرنيانو تر منځ درنه جګړه روانه ده . د نوموړو په وينا چي جګړه هغه وخت پيل سوه چي کله بهرني ځواکونه د الوتکو څخه د باباجي سيمي د کوفکي په کلي کي راکښته سول او تر لږ ځنډ وروسته د وسله والو طالبانو په وينا چي د دوى د ملګرو سره مخ سول او جګړه پيل سوه . طالبان وايي چي جګړه تر مازديګره لا روانه وه او په دې جګړه کي يو بهرنى وژل سوى او دوه نور ژوبل دي او د دوى د لوري هم يو وسله وال طالب ژوبل سوى دئ .
په دې اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .