کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو بهرنى وواژه

د ماين چاودني يو بهرنى وواژه

د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې خبرپاڼه چي يوه کاپي لراوبر ته هم رارسېدلې ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د ماين چاودني يو بهرنى عسکر وواژه .
په خبرپاڼه کي د تل په څېر د وژل سوي بهرني د وژل کېدو ځاى او هويت نه دئ په ډاګه سوى .
دا د مى د مياشتو په تيرو سوو ١٨ ورځو کي ٢٠ م بهرنى دئ چي په افغانستان کي خپل ژوند دلاسه ورکوي.