کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٢ وسله والو قوماندانانو د نيولو خبر ورکړل سو

هلمند : د ٢ وسله والو قوماندانانو د نيولو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې د يو لړ ګډو عملياتو په ترڅ کي دوه وسله وال قوماندانان نيولي . چارواکي وايي چي په نيول سوو قوماندانانو کي يو تن مولوي محمد نوميږي چي د دې ولايت دپاره د وسله والو طالبانو د لوري د فوځي کمېسيون رئېس و او دوهم تن مولوي سيدالرحمن نوميږي چي په دې ولايت کي يې ماينونه او نور چاودېدونکي توکي وسله والو طالبانو ته برابرول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .