د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت د ملي امنيت مسئولينو د شاوليکوټ ولسوالۍ دپاره د وسله والو طالبانو ټاکل سوى قوماندان نيولى .
په خبرپاڼه کي د نوموړي په اړه ويل سوي چي د طالبانو د لوري د کوټي د شورا په امر د دې ولسوالۍ قوماندان ټاکل سوى او شل نپره د سپکو او درنو وسلو سره ورکړل سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .