کور / تازه خبرونه / هلمند : يو ښوونځى جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو

هلمند : يو ښوونځى جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو

د منځني ښوونځي ياده ودانۍ د لښكرگاه اړوند د بولان د دښتي په سيمه كي چې دولس درسي،دوې ادارې،دوې تحويل خانې ،۱۰بابه عصري تشنابونه اوڅلور سوه متره مربع د احاطې دېوال لري د يوكال په موده كې د ډنمارك هيواد د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د ديارلس مليونه او۱۸۸زره افغانيوپه لگښت په پاخه او اساسي ډول جوړه او نن ورځ د هلمند والي محمد گلاب منگل دخوا د پټۍ په پرېكولو سره گټي اخيستني وړاندي سوه.
هلمند والي ګلاب منګل پر ياد کار خوښي وښوده او دا يې د پوهني په پرمختګ کي يو ا ړين ګام وباله .